تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سیګار: د پخواني افغان پوځ ۷ میلیارده ډالرو پوځي تجهیزات طالبانو ته ورپاتې شوي
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) ویلي، له افغانستان د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال څه باندې ۷ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات افغانستان کې پاتې دي.
سیګار د امریکایي کانګرس لپاره خپل تازه درې میاشتني رپوټ کې د امریکا د دفاع وزارت د مالومات پر بنسټ وایي، ځینې دا تجهیزات د کارېدو نه وو او د ترمیم په حالت کې وو.
پنټاګون وایي، امریکا له ۲۰۰۵ کال راهیسې د افغان ملي پوځ لپاره پر تجهیزاتو شاوخوا ۱۸ نیم میلیارده ډالر لګولي، او د ځینو رسنیو دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې دې برخه کې اتیا میلیارده ډالر لګول شوي.
د امریکا د دفاع وزارت وایي، د دې پوځي تجهیزاتو لویه برخه د تېرو کلونو په جګړو کې خراب شوي او له کاره لوېدلي دي.
د سیګار په وروستي رپوټ کې د طالب چارواکو او د افغان هوایي ځواک د ځینو پخوانیو افسرانو له قوله ویل شوي، د دې ځواک شاوخوا ۴ زره ۳ سوه غړي/ کارکوونکي، د طالبانو هوایي ځواک سره یو ځای شوي دي.
دا د افغانستان د پخواني هوایي ځواک نیمایي برخه کېږي، چې د سیګار په وینا لږ تر لږه ۳۳ پیلوټان هم پکې شامل دي.
سیګار وایي، د کابل پوځي هوایي ډګر (بګرام) کې د پاتې ۸۱ پوځي چورلکو یوازې یوه کوچنۍ برخه د کارولو وړ دي، چې شپږ 'بلک هاک' چورلکې هم پکې شاملې دي.
سیګار همدا خپل وروستي رپوټ کې تائید کړې ده چې د افغان هوایي ځواک لږ تر لږ ۱۶ چورلکې اوکرایین ته ورکړل شوې دي.
له دې ډلې په تېره جنورۍ میاشت کې هغه ۵ چورلکې چې اوکرایین کې ترمیمېدلې، او بیا په اپرېل میاشت کې ۱۱ نورې چورلکې هم چې په اصل کې امریکا د افغانستان هوایي ځواک ته رانیولې وې، اوکرایین ته ورکړل شوې.
د سيګار راپور کې د ملګرو ملتونو د کار نړيوال سازمان وروستي ارزونې ته اشاره شوې چې وايي د ۲۰۲۱ کال په وروستيو څلور مياشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دوی وايي داسې اټکل کېږي چې د روان کال به نيمايي کې له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو کسانو خلک به بې کاره شي چې وايي په ځانګړې توګه ښځې ډېرې اغېزمنې شوې دي.
سيګار وايي راپورونه ښيي چې د افغانستان په جنوبي ولايتونو کندهار او هلمند کې د کوکنارو کښت لپاره چمتوالی زيات شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېيمه طالبانو په رسمي توګه د کوکنارو پر کرکيله بنديز ولګاوه. خو سيګار وايي د سوړ ژمی، د خوراکي توکيو بيو لوړېدل، اقتصادي ستونزې او لږ اقتصادي بديلونه شته.