ټرمپ وايي له ایران سره د اټومي مذاکراتو "ډېرې جدي جلسې" ترسره شوې

ایرن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ له ایران سره د اټومي پروګرام په تړاو د روان مذاکراتو په هکله ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې "ډېرې جدي ناستې" ترسره شوې دي.‌

ښاغلي ټرمپ پنجشنبه د ناروې له لومړي وزیر سره د کتنې په څنډه کې رسنیو ته وویل: "د ایران په تړاو ډېر ښه عمل کوو."

هغه دلته د تېر په څېر یو ځل بیا دا یادونه هم وکړه چې د ایران اړوند "یوازې دوه غوراوي موجود دي" او دا چې له دغو دوو غوراویو یو اصلآ هېڅ ښه غوراوی نه دی.

نوموړي وویل "موږ کولی شو [ایران سره له هوکړې وروسته] خورا ښه پرېکړه وکړو او د ګڼ شمېر خلکو ژوند به وژغورل شي."

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې له ایران سره د اټومي پروګرام په تړاو د درېیم پړاو مذاکراتو په درشل کې کړې.

ټاکل شوې چې منځني‌ختیځ لپاره د نوموړي ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې پر ورځ د عمان پلازمېنه مسقط کې دغو مذاکراتو ته دوام ورکړي‌.‌

ایرن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایران له اړخه د مذاکراتو مشري عباس‌ عراقچي (ښی) او د امریکا سټیف ویټکاف کوي

ډونلډ ټرمپ دوشنبه هم ویلي وو چې له ایران سره یې خبرې ښې پر مخ تللې دي.

بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم پنجشنبه له ټرمپ سره د یوې مطبوعاتي غونډې په څنډه کې ویلي چې دمګړۍ د نړۍ د ټولو مشرانو له منځه یوه کس هم د ټرمپ په اندازه د جګړې د مخنیوي هڅه نه ده کړې.

هغه وویل "همدا لامل دی چې اوس له ایران سره په خبرو لګیا یو، یا له روسیې او اوکرایین سره خبرې اترې لرو."

ډونلډ ټرمپ اووه کاله مخکې امریکا ایران سره له یوه لاسلیک شوي اټومي تړون وایسته او پر دغه هېواد یې د اټومي پروګرام اړوند بندیزونه بېرته له سره ولګول.

هغه ګواښ کړی چې که پر یوه داسې نوي تړون وهوکړه ونه شي، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي،‌ نو پر دغه هېواد به برید وشي.‌