د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو: تهران ولې د خبرو مېز ته راوګرځېد؟

ایران

د عکس سرچینه، EPA

ایران او امریکا په روم کې د اټومي مسایلو په اړه د لوړې کچې خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړ. دواړو خواو هوکړه وکړه چې راتلونکې اونۍ به بیا سره وویني. دا په داسې حال کې ده چې د پوځي اقدام ګواښونو او ګډو پیغامونو دا هیلې کمې کړې چې کړکېچ دې راکم شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې هره ورځ تهران ته د دوو غوراویو یادونه کوي: هوکړه یا جګړه.

هغه مخکې ویلي وو چې که خبرې اترې ناکامې شي نو اسرائیل به پوځي غبرګون وښيي.

د چارشنبې پر ورځ، نیویارک ټایمز رپوټ ورکړ چې ټرمپ د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو احتمالي برید لپاره د اسرائیلو پلان رد کړې دی.

خو ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د دغه رپوټ په تړاو خبریالانو ته وویل: "زه نه وایم چې رد کړی مې دی. زه ترسره کېدو لپاره بیړه نه لرم." نوموړي زیاته کړه غوره ګڼي چې ډیپلوماسۍ ته یو چانس ورکړي.

د امریکا ولسمشر وویل: "زه فکر کوم چې ایران د یوه ستر هېواد د درلودلو او له مرګ پرته په خوښۍ سره ژوند کولو فرصت لري ... دا زما لومړی انتخاب دی. که دویم انتخاب ته راشو، فکر کوم چې د ایران لپاره به خورا بد وي."

له هغه وروسته چې دواړو خواوو تېره اونۍ په عمان کې د خبرو اترو لومړی پړاو رغنده وباله، ډونلډ ټرمپ وویل چې "ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړي."

ایران ولې بېرته د خبرو میز ته راغی؟

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا ویلي که خبرې ناکامه شي، ښايي‌ د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وشي

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له هغه تړون وایستله چې تهران یې له مخې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي او د بندیزونو کمېدو بدل کې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) لخوا د اټومي فعالیتونو څارنې ته اجازه ورکړې وه.

هغه وویل چې دا تړون اټومي وسلو ته د ایران د احتمالي لاسرسي په مخنیوي کې کارنده نه و، او د "اعظمي فشار" کمپاین د یوې برخې په توګه یې بندیزونه بیا ولګول چې ایران د نوي تړون لپاره خبرو اترو ته اړ کړي.

خو ایران له خبرو اترو انکار وکړ او په ځوابي اقدام کې یې د پخواني تړون شرایط یو په بل پسې مات کړل. اوس یې دومره په لوړه کچه غني شوي یورانیم زېرمه کړي چې که وغواړي څو بمونه جوړلی شي - څه چې تهران وايي هېڅکله به یې ونه کړي.

داسې ښکاري چې د پوځي اقدام ګواښ بېرته د خبرو اترو میز ته د ایران په راوستلو کې رول لوبولی دی. خو دغه هېواد ټینګار کوي چې دا دلیل نه دی.

د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ویب پاڼه وايي، تهران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له ویرې نه، بلکې له دې کبله خبرو اترو سره موافقه کړې چې امریکا خپلې غوښتنې یوازې په اټومي مسایلو پورې محدودې کړې دي.

خو له دې سره سره یوې هوکړې ته رسېدل قطعي نه دي.

منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف، چې د امریکا د مذاکراتي ټیم مشري کوي، د سې‌شنبې پر ورځ د اېکس یوه پيغام کې ولیکل: "هر وروستی ترتیب باید منځني ختیځ کې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره یو چوکاټ وټاکي – په دې مانا چې ایران باید خپل د اټومي بداینې او وسلو جوړولو پروګرام ودروي او له منځه یې یوسي. "

هغه تر دې یوازې یوه ورځ ورمخکې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې ایران ته به اجازه ورکړل شي چې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.

ویټکاف د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون کې ټاکل شوې حد ته په اشارې وویل: "دوی [ایران] اړتیا نه لري چې له ۳ اعشاره ۶۷ سلتې څخه ډیر غني کړي. "

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا، چې د ایراني پلاوي مشر دی، د ویټکاف د "متضاد بیانونو" په یادولو سره ټینګار کړی چې "اصلي دریځونه به د خبرو اترو پر میز روښانه شي".

هغه زیاته کړې: "موږ د ایران لخوا د یورانیمو بډاینې په اړه د ممکنه اندېښنو په تړاو د باور رامنځته کولو ته چمتو یو، خو د بډاینې اصل باندې خبرو اترو نشي‌ کېدای."

ډیپلوماټیکې هلې ځلې

ایران

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خامنه‌ای (ښی) د سعودي عربستان له دفاع وزیر سره

په روم کې د شنبې ‌ورځې خبرې اترې د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د چټکتیا په لړ کې ترسره شوې.

د سعودي عربستان دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان، د پنجشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړ او د خپل پلار پاچا سلمان لخوا یې ایت‌الله خامنه ای ته یو شخصي پیغام ورساوه. هغه د ایران له ولسمشر مسعود پیزشکیان سره هم ولیدل.

ایران ګواښ کړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به سیمه کې د امریکایي اډو پر وړاندې غچ اخیستنې سره مخامخ شي. دا اډې تر ډېره د ایران به عربي ګاونډي هېوادونو کې دي.

هممهاله عراقچي مسکو ته سفر وکړ او د خامنه‌ای یو لیک یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاره.

ایران او روسیې د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې خپلمنځي پوځي اړیکې پیاوړې کړې دي. تهران د دې جګړې د ملاتړ په هڅو کې مسکو ته د ډرونونو پر ورکولو تورن دی.

د روسیې پارلمان لس ورځې مخکې د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا شل کلن تړون تصویب کړ. خو په دغه تړون کې دوه اړخیزه دفاعي ماده شامله نه ده.

لخوا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس IAEA مشر رفایل ګروسي تېره اونۍ تهران ته دوه ورځنی سفر بشپړ کړ. هغه د ایران له بهرنیو چارو وزیر او د اټومي ادارې له چارواکو سره د کړکېچونو د کمولو او د څارنې پروتوکولونو د بېرته رغېدو په تړاو خبرې وکړې.

د بې باورۍ فضا

ایران

د عکس سرچینه، EPA

له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ سږ کال بېرته واک ته راستون شوی، ایت‌الله خامنه‌ای په پرله‌ پسې توګه له واشنګټن سره خبرې اترې رد کړې دي.

هغه په فبرورۍ میاشت کې په یوه وینا کې وویل، "له دې ادارې سره خبرې اترې منطقي، هوښیارانه او د درناوي وړ نه دي."

د خامنه‌ای بې باوري له اټومي تړون څخه د ټرمپ د وتلو د "اعظمي فشار" له کمپاین وروسته په ۲۰۲۰ کال عراق کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو سرچینه اخلي.

خو هغه د خبرو اترو له لومړي پړاو څخه رضایت څرګند کړ، ویې ویل چې "ښه" پر مخ تللی.

نوموړی دا خبرداری هم ورکړی چې "نه ډېر خوشبین دی او نه ډېر بدبین".

هغه مخکې دا خبرداری هم ورکړی و چې که پر اټومي تاسیساتو یې برید وشي، ایران به غچ واخلي.

د هغه سلاکار علي لاریجاني ان ویلي چې که برید وشي نو ایران ښايي "اړ" شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

لاریجاني د روانې میاشتې پیل کې دولتي تلویزیون ته وویل: "موږ په وسلو پسې نه یو، او د IAEA له څارنې سره څه ستونزه نه لرو - ان د تل لپاره. خو که تاسو بمبارۍ ته مخه کړئ، ایران به له بیا غور کولو پرته بله چاره ونه لري. دا ستاسې په ګټه نه ده."

مستقیم که غیر مستقیم مذاکرات؟

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایران د مذاکراتو مشري عباس عراقچي (ښی) او د امریکا سټیف ویټکاف کوی

هر اړخ د خبرو اترو د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو خپل لیدلوری خپروي.

امریکا وايي چې خبرې اترې مستقیمې دي. ایران وايي نه دي، او عمان د لیکلو یادښتونو په تبادله کولو سره منځګړیتوب کوي.

عراقچي په مسقط کې د لومړي پړاو مذاکراتو وروسته ومنله چې د خبرو د تالار پر لاره د مخامخېدو پر مهال یې له ویټکاف سره "د دېپلوماتیک درناوي له مخې" لنډه مکالمه درلوده.

خو د امریکا اکسیوس خبري ویب پاڼې د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دواړو مشرو مرکچیانو تر ۴۵ دقیقو پورې خبرې کړې.

تهران محرمیت غوره ګڼي. واشنګټن بیا د تبلیغاتو په لټه کې دی.

تر هغې وروسته چې دواړو خواوو د مذاکراتو د لومړي پړاو په اړه مثبت بیانونه ورکړل، د ایران اسعارو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوه.

د ایران مشرتابه د خپل هېواد د سختو اقتصادي شرایطو له کبله له ولسي نارضایتۍ او له دې کبله د لاریونونو د ترسره له احتمال ښه خبر دی.

د ایران د حکومت وېره یوازې له بمونو نه ده، بلکې له لاریونونو هم وېرېږي.