د اسرائيلو بريد کې د حماس یو لوړ پوړی مشر وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
حماس ډلې تائید کړې، د دوی يو بل لوړ پوړی مشر اسماعيل برهوم چې د مالي چارو مسئول ګڼل کېده له ټپي کېدو څلور ورځې وروسته د خان يونس پر يوه روغتون هوايي بريد کې وژل شوی دی.
په همدې مهال په غزه کې د روغتيا وزارت چې د حماس له خوا اداره کېږي ويلي، په دې تړانګه کې د جګړې له امله د وژل شويو شمېر اوس له ۵۰ زرو اوښتی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پوځ خپل عملیات پراخوي او زرګونه اضافي سرتېري غزې ته د لېږلو لپاره چمتو کوي.
د اسماعیل برهوم د مړینې اعلان څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې حماس د غزې په جنوب کې د دې ډلې د یوه سیاسي مشر صلاح بردویل د وژل کېدو خبر ورکړ.
د حماس یوه چارواکي د دوشنبې په شپه بي بي سي ته وويل، ښاغلی برهوم څلور ورځې وړاندې په هوایي بریدونو کې ټپي شوی و او د درملنې لپاره په خان يونس کې ناصر روغتون ته تللی و.
ناصر روغتون په خان یونس کې ترټولو لوی روغتیايي مرکز دی.
خو د اسرائیلو پوځ بیا وايي، په هوايي برید کې یې د "کره اطلاعاتو" پر بنسټ د حماس یو لوړ پوړی غړی په نښه کړی چې په وینا يې د روغتون په ودانۍ مېشت و او له هغه ځايه يې عملياتي کړنې يې ترسره کولې.
د غزې د روغتیا اداره، بيا وايي، په برید کې "ډېری نور" ټپیان شوي، چې په هغو کې د ناصر روغتون طبي کارکوونکي هم شامل دي.
د حماس روغتیا وزارت: غزه کې له ۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت وايي، پر غزه د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې دغلته له ۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰۰۲۱ کسان ښودلی چې دا له جګړې وړاندې د غزې د نفوس ۲اعشاریه ۱ سلنه جوړوي. یا په بل عبارت په غزه کې چې د جګړې له پیل وړاندې څومره کسان اوسېدل؛ له ۴۶ کسانو ۱ یې وژل شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، د جګړې له پیل راهیسې دغلته ۱۳۳ زره او ۲۷۴ کسان ټپیان شوي دي.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت له خوا ور کړل شوې شمېرې د جګړې په اوږدو کې په پراخه کچه کارول شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو لخوا د باور وړ ګڼل کېږي. خو اسراییل په دوامداره توګه د غزې د چارواکو لخوا خپاره شوي معلومات رد کړي دي.
د بي بي سي په ګډون نړیوال خبریالان د اسراییلو لخوا غزې ته په خپلواکه توګه له ننوتلو څخه منع شوي دي، نو ځکه بي بي سي د غزې په تړاو له دواړو خواوو خپرې شوې شمېرې نه شي تاییدولی.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې له روغتیا وزارت څخه د وژل شویو کسانو په تړاو په خپرو شویو شمېرو کې دا نه ده روښانه شوې چې په یاد شمېر وژل شویو کسانو کې څومره یې ملکي وګړي او څومره یې د حماس وسله وال دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په تېره نومبر میاشت کې وویل، د دوی ارزونه ښیي چې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو نږدې 70 سلنه یې ښځې او ماشومان وو.
په تېره جنورۍ میاشت کې لانسیټ طبي مجلې یوه څیړنه خپره کړه چې پکې راغلي، په غزه کې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر ښايي تر هغو شمېرو ۴۱ سلنه لوړ وي چې د غزې د عامې روغتیا وزارت خپرې کړې دي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان یې پکې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمال کړل، پیل شوه.
اسراییل د حماس له خوا د اکتوبر د ۷مې نیټې برید ته په پراخ پوځي یرغل سره ځواب ورکړ چې له امله یې په غزه کې له مرګ ژوبلې ور هاخوا کورونو او زېربناوو ته پراخې ویجاړۍ اړولې دي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳مه ) هم لږ تر لږه د ۳۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی. دې سره له تېرې سې شنبې په سیمه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو له بیا پیل را وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۶۷۳ کسانو ته رسېدلی دی.











