په غزه کې له اوربند سره څه وشول؟

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ډنيل وېټنبرګ او لارا اوين
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
اسرائیلي ځواکونو د اوربند له هوکړې دوه مياشتې وروسته په داسې حال کې د غزې په بېلابېلو سیمو یو لړ مرګوني هوایي بریدونه کړي چې د اوربند د غځولو خبرې اترې ځنډېدلې دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په وروستيو بريدونو کې تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، او سلګونه نور ټپیان دي.
انځورونه ښیي چې ډېری خلک د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي، او ماشومان هم د وژل شویو کسانو په منځ کې دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، دوی د حماس اړوند "ترهګریز اهداف" په نښه کړي. په بريدونو کې د حماس د یو شمېر جګپوړو چارواکو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې د حماس له برید او د اوسني جګړې له پیل راهیسې له څو اوونيو نسبي ارامۍ وروسته، دا د غزې لپاره یوه له تر ټولو وينلړلې ورځ وه.
د غزې اوربند تړون کې څه دي؟
د غزې اوربند، چې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه پیل شو، دری پړاوونه لري. دا تړون په تدریجي ډول د حماس له لوري د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو په بدل کې د اسرائیلو له زندانونو د فلسطیني بندیانو ازادول او بلاخره د جګړې د پایته رسولو په موخه شوی.
په لومړي پړاو کې، حماس ۲۵ ژوندي اسرائیلي یرغمل او د ۸ نورو مړي اسرائيلو ته وسپارل، چې په بدل کې یې اسرائیلو شاوخوا ۱۸۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل. همداراز، اسرائیلي ځواکونه د فلسطيني وګړو د بېرته ستنېدو په موخه له ګڼ مېشتو سیمو په شاتګ وکړ.
د دویم پړاو خبرې باید د فبرورۍ پر ۴مه پیل شوې وای، خو داسې ونشول. ټاکل شوې وه چې دا پړاو به دایمي اوربند، د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتلو، او د پاتې ټولو یرغمل شویو کسانو خوشي کول تضمین کړي.
درېیم او وروستي پړاو کې د پاتې مړو بېرته ستنول، د غزې بیارغونې بهیر پیلول وو، چې اټکل کېږي کلونه وخت به ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه راهیسې څه پېښ شوي؟
اسرائیلو د مارچ له ۲مې راهیسې غزې ته د بشري مرستو ټولې لارې بندې کړې دي، ترڅو د دوی په وینا حماس دې ته اړ باسي چې د ټرمپ حکومت له خوا وړاندیز شوې د اوربند غځولو نوې طرحه ومني.
د دې طرحې له مخې، نیم یرغمل شوي کسان به د دویم پړاو پیل کې، او پاتې نیمایي به د پای ته رسېدو پر مهال ازاد شي.
خو حماس ټینګار کړی چې د دویم پړاو خبرې باید د اصلي اوربند تړون له مخې پرمخ ولاړې شي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر جو بایډن تر نظارت لاندې شوی و.
دواړه خواوې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو شمېر او د اسرائیلي ځواکونو د وتلو پر وخت اختلاف لري.
د بي بي سي عربي د غزې خبریال عدنان البرش وایي، "موږ د اسرائیلو، حماس، او منځګړو له خوا بېلابېل وړاندیزونه لیدلي، چې دا ټول سره ګډوډ شوي دي."
ایا اوربند پای ته رسېدلی؟
وخت به وښيي چې ايا د اسرائيلو وروستي هوايي بريدونه، پر حماس د فشار راوړلو هڅې محدود عملیات دي او که د جګړې بيا پيل.
اسرائیلو حماس تورن کړی چې د اوربند د غځولو او یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو وړاندیزونه یې "په تکراري ډول" رد کړي دي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورسټین وايي، "له دې وروسته به اسرائیل د حماس پر ضد له زیاتېدونکي پوځي ځواک سره عمل وکړي."
نوموړي زیاته کړې چې اسرائیلو د اوربند غځولو لپاره عملي وړاندیزونه کړي، خو "حماس ونه منل، موږ بله لاره نه لرله، او بریدونه مو پیل کړل."

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا بریدونه د اوربند د خبرو "پای" څرګندوي، مارمورسټین وویل، اوربند دوه نیمې اوونۍ وړاندې پای ته رسېدلی.
هغه وویل، "اوربند د ۴۲ ورځو لپاره شوی و. د تړون له مخې، له یوه پړاوه بل ته اتوماتیک تګ شونی نه دی."
د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی به په غزه کې تر هغه جګړې ته دوام ورکړي، تر څو ټول یرغمل شوي کسان بېرته راستانه شي او د جګړې ټول اهداف ترلاسه شي.
بل پلو حماس ویلي چې منځګړي باید اسرائیل "په بشپړ ډول" د اوربند د ماتولو مسؤل وګڼي.
خو د دې هر څه سربېره لا هم هیله شته چې منځګړي به دواړه خواوې بېرته د خبرو مېز ته راولي.
د بي بي سي عربي خبريال عدنان البرش راپور ورکړی چې حماس ښايي د خبرو د بيا پيلېدو لپاره د یو شمېر اسرائیلي یرغملو سپارلو ته چمتو شي.
د غزې بشري وضعیت څه ډول دی؟
د اسرائیلو پوځ نوي هوایي بریدونه داسې مهال کړي چې، د مسلمانانو لپاره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال، ډېری خلکو له لمر ختو وړاندې له خپلو کورنيو سره پېشنمی کاوه.
بي بي سي عربي ته د زين الدین کورنۍ ويلي، د پېشنمي زنګ لا نه و چوپ شوی، چې ناڅاپه کور راباندې راولوېد، له هرې خوا خاورې، خښتې او د ډبرو ټوټې رالوېدې."
اسرائیلو د مارچ له ۲مې د غزې دوه میلیونه اوسېدونکو ته د خوړو، درملو، تېلو، برېښنا، او نورو توکو رسېدل بند کړي دي.
حتی له دې بریدونو مخکې، اټکل کېده چې د غزې ۷۰٪ ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي، مهند هادي، دا وضعیت "بېساری ناورین" بللی.
په لوېديځه غاړه کې د فلسطين سره صليب وياندې نبال فرسخ بي بي سي ته وويل، روغتونونه "ډېر بوخت" دي، او سلګونه ټپیان یو ځای ور وړل شوي.
د غزې د روغتونونو عمومي رئیس ډاکټر محمد زقوط وايي، ټپیان سوځېدلي او هډوکي يې مات دي، او ډېر لا هم عملیات ته انتظار باسي.
نوموړي وويل، "بریدونه دومره ناڅاپي وو، چې د شته روغتیايي کارکوونکو شمېر د دې لویو بریدونو لپاره کافي نه و، نو سملاسي اضافي ټیمونه راوبلل شول."
له بي بي سي عربي سره یوې ښځې، چې ورور یې احمد معین الجمله د نړېدلې ودانۍ له خاورو لاندې ژوندي رایستل شوی، وویل، "هغه لا هم د روغتون په دهليز کې پر ځمکه پروت او عملیات ته منتظر دی."
د اسرائیلي پوځ له لوري د غزې خلکو ته د وتلو امر شوی، او هغوی ته ویل شوي چې خان یونس او یا د غزې ښار لوېدیځو سیمو ته لاړ شي.
له اسرائیلي یرغملو سره څه پېښیږي؟
د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، د اسرائیلي بریدونو یو علت د حماس له خوا "زموږ د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو پرله پسې انکار" دی.
د اسرائیلو د معلوماتو له مخې، لا هم ۵۹ یرغمل کسان په غزه کې ساتل کېږي، چې له هغوی تر ۲۴ پورې ژوندي بلل کېږي.
د یرغمل شویو کسانو د کورنیو یوې استازې ډلې د اسرائیلو حکومت تورن کړی چې د نویو هوایي بریدونو په ترسره کولو سره یې د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو هڅه پرېښوده.
د یرغمل شویو کسانو او ورکو کورنیو د فورم له خوا په یوه بیان کې راغلي، "د کورنیو، یرغمل شویو، او د اسرائیلي وګړو تر ټولو لویه وېره رښتیا شوه." دا ډله اوس په اسرائیلو کې د نویو مظاهرو تنظیمولو ته تیاری نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا لپاره د اسرائيلو پخواني سفير بي بي سي ته ويلي، "په دې کې اسرائيل کوم ښه غوراوی نه لري".
"دا د بد او بدتر ترمنځ غوراوی و، ځکه که تاسو پر حماس پوځي فشار راوړئ چې یرغمل خوشي کړي، هغوی بیا یرغمل وژني."
"د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو له لارې، اسرائیل د پاتې ژوندي یرغمل کسانو ته د مرګ سزا ورکولو خطر اخلي."
حماس بیا اسرائیل د یرغمل شویو کسانو د مړینې مسؤل بللی او ویلي یې دي چې د اسرائیلو د نوي برید پریکړې یرغمل شوي کسان له "نامعلوم برخلیک" سره مخامخ کړي.
نورو هېوادونو څه غبرګون ښودلی؟
امریکا تائید کړې چې اسرائیلو سپینې ماڼۍ ته له بریدونو مخکې خبر ورکړی و. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند براین هیوګز ويلي، "حماس کولی شوای یرغمل شوي کسان خوشي کړي او اوربند ته دوام ورکړي، خو پر ځای یې جنګ ته لومړیتوب ورکړ."
مصر، چې د خبرو اترو یو منځګړی هم دی، د بهرنيو چارو وزارت وياند يې تمیم خلف دا بريدونه "ښکاره سرغړونه" او "خطرناک تاوتریخوالی" بللی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي چې بیجېنګ د وضعیت په اړه "ډېر اندېښمن" دی او پر دواړو خواوو یې غږ کړی چې "له هر هغه عمل ډډه وکړي چې د جګړې پراخېدو ته لاره هواروي."
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمتري پسکوف هم وضعیت "د اندېښنې وړ" بللی او دا یې "د کړکېچ د زیاتوالي بله مرحله" یاده کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د دې بریدونو له امله "ټکان" خوړلی، او "په کلکه" يې د اوربند د درناوي غوښتنه کړې ده.
راتلونکی به څه وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تحلیل: په بيت المقدس کې د بي بي سي عربي خبريال مهند تتونجي
د سیاسي سرچینو له مخې، د اسرائیلو د نویو بریدونو موخه پر حماس فشار راوړل دي، ترڅو د امریکا د منځني ختیځ د استازي سټیو ویتکوف وړاندیز ومني.
د لومړي وزير نتنیاهو د حکومت او د هغه د ائتلافي شریکانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل لپاره پراخ ملاتړ شته.
د اسرائیلي پوځ نوی ټاکل شوی مشر ایال زامیر، داسې یو څوک دی چې نتنیاهو یې مخکې ملاتړ کاوه، نو له دې سره د پخوا په څېر د پوځي مشرتابه دننه د جګړې د بیا پیل پر ضد پیاوړې مخالفت نشته.
نتنیاهو دا مهال په خپل حکومت کې له لویو ستونزو سره مخ دی، چې په هغو کې د ملي بودیجې پر سر اختلافونه او د ارتودوکس یهودانو د جبري پوځي خدمت مسئله شامله ده.
که څه هم له جګړې د اسرائیلو رسمي موخه دا ده چې یرغمل شوي کسان بېرته راستانه او حماس له منځه یوسي، خو د جګړې بیا پیل د نتنیاهو د ښي اړخو ائتلافي شریکانو د خوښۍ لامل هم دی، او د هغه د حکومت له ثبات سره مرسته کوي.











