'بهايي' څه ډول مذهب دی او قطر یې یوه مشر ته په کوم تور سزا ورکړې؟

د قطر یوې محکمې د 'بهايي' مذهب منونکي ۷۱ کلن سړي ته د پنځه کاله بند سزا اورولې ده. د ریمي روحاني په نوم دغه سړي ته "په اسلامي تعلیماتو کې د شکونو پيدا کولو په تور" دغه سزا ورکړل شوې.
دی قطری او د 'بهايي' مذهب پېرو دی. کورنۍ یې وايي چې هغه د قطر حکومت په تېره اپرېل میاشت کې پر خواله رسنۍ د یوې لیکنې پر سر نیولی و.
د 'بهايي' مذهب پلویان د قطر هېواد په لږکیو کې حسابېږي او ریمي روحاني یې له مهمو مشرانو دی. د ده په نیول کېدو په خپله 'بهايي' ټولنې او د بشري حقونو لپاره کار کوونکو کسانو نیوکې کړې دي.
بيبيسي په لندن کې د قطر سفارت وپوښت چې په دغه هېواد کې د 'بهايي' عقیدې له پېروانو سره د "ناروا چلند" په هکله د تورونو په ځواب کې څه وايي خو د دغه رپوټ تر خپرېدو شېبې یې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.
ریمي روحاني څوک دی او د 'بهايي' پېروانو عقیده څه ده؟
ریمي روحاني په قطر کې زېږېدلی دی او خپل ډېر عمر یې په همدغه هېواد کې تېر کړی.
کورنۍ یې وايي چې ښاغلی ريمي د قطر "په کاروباري کړیو کې د یوه مهم کس" په توګه پېژندل کېده او په تېرو وختونو کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونو مشر هم پاتې شوی دی.
همداراز دی د بهايي مذهب پېروانو د 'قومي روحاني شورا' مشر هم ټاکل شوی و چې د دغو لږکیو ځينې مذهبي او ټولنیزې چارې او غونډې سمبالوي.
د ریمي روحاني لور نورا له بيبيسي عربي سره په خبرو کې ویلي چې پلار یې "ټولې چارې په روڼتیا او له قطري چارواکو سره په همغږۍ" ترسره کړې دي او د ده پر فعالیتونو پخوا کوم اعتراض هم نه دی شوی.
ښاغلی روحاني تېر کال هم نیول شوی و. هغه ځل قطري چارواکو ده ته د حکومت له اجازې پرته د چندې ټولولو په تور د یوې میاشتې بند او د ۵۰ زره ډالره جریمې سزا ورکړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بيبيسي عربي د خبر له مخې، د بهايي مذهب د دغه قطري مشر په خلاف محکمې په خپله پرېکړه کې لیکلي چې د قطر ملکي څارنوالۍ هغه ته په ۲۰۲۴ کې بهايي عقیدې ته د ودې ورکولو، "د اسلام د بنسټ او تعلیماتو په اړه د پوښتنو راولاړولو او د ټولنیزو نورمونو او ارزښتونو تر پښو لاندې کولو په تور" دا سزا اورولې ده.
پر ښاغلي روحاني دغه تورونه پر اېکس پاڼه او انسټاګرام د هغه د ځينو لیکنو له امله پورې شوي دي.
محکمې د قطر په دولتي ادارو کې د ځينو هغو کارکوونکو شاهدي واورېده چې پر خواله رسنیو د ریمي روحاني د لیکنو د څارلو دنده ورکړل شوې وه. محکمې د څارنوالانو له لوري پر ریمي روحاني د لګول شوو درو تورونو په ترڅ کې هغه ته د پنځه کاله بند سزا واوروله.
په ملګرو ملتونو کې د بهايي لږکیو استازې صبا حداد ویلي چې ریمي روحاني ته د بند او جریمې سزا "د دروغو تورونو پر مټ هغه ته یوازې د ده د مذهبي پېژندګلوۍ او فعالیتونو له کبله ورکړل شوې."
اغلې حداد همدا راز ویلي چې، "پر ریمي روحاني برید په قطر کې د بهايي عقیدې پر ټولو پېروانو او د ازادۍ په بنسټيزو حقونو برید دی."
د بشري حقونو څار سازمان د منځني ختیځ څانګې مرستیال مشر مایکل پيج د محکمې پرېکړه له انساني حقونو "سخته سرغړونه" بللې ده.
بهايي څه ډول مذهب دی؟
بهايي په نړۍ کې د نورو لرغونو مذهبونو پرتله نوی دی. د دې عقیدې بنسټګر 'بهاءالله' نومېږي چې په ۱۸۶۳ کې یې په ایران کې د دغه مذهب بنسټ ایښی و. د پېروانو یې عقیده دا ده چې ګواکې بهاءالله پر ځمکه د خدای "نښه" ده. د یادولو ده چې په خپله بهاءالله ویلي چې دی د خدای پیغمبر نه دی.
د بهايي عقیدې پېروان ټول مذهبونه سم ګڼي او د خدای وحدانیت ته ډېر ارزښت ورکوي.
دوی په دې باور دي چې د انسانانو د ګټې لپاره باید ټول خلک ګډ کار سره وکړي.
د یوې محتاطې شمېرنې له مخې، په ټوله نړۍ کې د دې عقیدې د پېروانو شمېر له پنځو تر اتو میلیون وګړو دی.
د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د منځني ختیځ په ځينو هېوادونو کې د بهايي مذهب پېروان له توپيري چلند سره لاس او ګرېوان دي.











