ولې غیر مذهبي خلک روژه نیسي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سناء الخوري
- دنده, د مذهبي چارو خبریاله - بي بي سي عربي نیوز
ستاسو د روژې نیولو دلیل څه دی؟ ایا دا ستاسو د دین یو فرض دی؟ که دا ستاسو لپاره د عبادت او له خالق سره د نژدېوالي یو مهم پړاو دی؟ ښايي ځکه چې ستاسو کورنۍ به احساس وکړي چې که روژه و نه نیسئ، نو هغوی ستاسې په روزنه کې پاتې راغلي؟ یا دا چې رمضان ستاسو د کورنۍ یو دود دی چې نهغواړئ له لاسه یې ورکړئ؟ یا هم ځکه چې د نورو د قضاوت له وېرې نهغواړئ ښکاره روژه وخورئ؟
د دې پوښتنو ځوابونه له یو چا وبل چا ته توپیر کولی شي، ان د یو کس لپاره دا تجربه هم د رواني، روغتیايي یا ایماني حالت له مخې بدلېدلی شي.
خو د ډېرو کسانو لپاره، روژه د دوی د دین یوه اساسي برخه ده، ځکه چې دا یو مقدس فرض دی او د دوی د کلتوري هویت د پیاوړتیا لپاره یو فرصت ګڼل کېږي.
خو هغه کسان چې مؤمنان نه دي، نه له دیني پلوه ژمن دي، یا خپل ځان مسلمان نه بولي، خو بیا هم هر رمضان روژه نیسي، ولې دا کار کوي؟
په ځینو عربي هېوادونو کې هغوی ته "د رمضان عُبّاد (بندګان)" ویل کېږي، یعنې هغه کسان چې د کال په اوږدو کې مذهبي احکام نه عملي کوي، خو یوازې د رمضان پر مهال دینداري غوره کوي.

د عکس سرچینه، Khaled DESOUKI / AFP
خو زموږ بحث د هغوی په اړه نه دی، نه هم د هغو کسانو په اړه چې یوازې د ټولنیز فشار له وېرې د "متقیانو" بڼه غوره کوي. بلکې زموږ خبرې د هغو کسانو په اړه دي چې له دیني عقایدو سره خاص تړاو نه لري، خو بیا هم د غیر عقیدتي دلایلو له امله روژه نیسي.
بي بي سي نیوز عربي له بېلابېلو عربي هېوادونو له نارینهوو او ښځو سره د دې موضوع په اړه خبرې کړي، دا ځکه چې د شخصي عقیدې افشا کول حساسې مسلې دي، نو هغوی یوازې د نوم پټ ساتلو په شرط د خبرو کولو موافقه وکړه.
د ډېری کسانو لپاره، د روژې نیولو دلیلونه دوه بُعده لري: یو روحاني او رواني لامل او بل کورنی او ټولنیز لامل.
روحاني نوی کال
له لبنانه فؤاد وایي: "رمضان ما ته د روحاني نوي کال په څېر دی. لکه څنګه چې خلک د میلادي نوي کال په شپه پرېکړې کوي، چې په راتلونکي کال کې یې عملي کړي، رمضان زما لپاره د نویو صحي پرېکړو، نویو عادتونو او د مثبت بدلون لپاره د هڅې یو فرصت وي. یوه بشپړه میاشت کافي وخت دی چې یو نوی عادت زده کړې. د ځان انضباط ته متوجه کول او د صبر تمرین کول کومه بده خبره نه ده."
فؤاد وایي، کله چې "یې خپل ایمان له لاسه ورکړ"، هغه له خپل هېواد بهر اوسېده، خو بیا یې هم روژه نیوله.
"زه د دین پر ضد دښمني نه لرم او له اره د رمضان فضا او پکې شته الفت خوښوم. کله چې زه مسافر وم، نو روژې ما ته یو روحاني مفهوم درلود او دا زما له کورنۍ سره د تړاو یوه وسیله وه."
تر دې شخصي اړیکې ورهاخوا، فؤاد باور لري چې د روژې پر مهال د بېوزلو په اړه فکر کول مهم دي.
"البته، موږ هر وخت کولای شو د بېوزلو په اړه فکر وکړو، خو د روژې د بښنې، سخاوت او خیرات ورکولو فضا ماته ځانګړی الهام راکوي. دا یو ارزښت لري او یوازې یو تصادفي عمل نه دی."
کله چې فؤاد بېرته لبنان ته ستون شو، نو روژه یې پرېښوده.
"که زه دلته روژه ونیسم، نو دا به دوهمخی ښکاره شي، لکه داسې چې غواړم خلکو ته دا وښیم زه بدل شوی نه یم. دا به داسې وي لکه خپل واقعي فکرونه پټول او ما نه غوښتل دا کار وکړم."

د عکس سرچینه، Yassine Gaidi/Anadolu Agency
روحاني پاکوالی
په پردیسۍ کې د روژې تجربه یوازې د فؤاد لپاره نه، بلکې د ډېرو نورو لپاره هم یو کلتوري او عاطفي بُعد لري.
بسمة، چې له تونس څخه ده او په یوه اروپايي ښار کې ژوند کوي، د رمضان لپاره څو اونۍ مخکې چمتووالی پیلوي، سره له دې چې مذهبي نه ده او د کال په اوږدو کې هېڅ مذهبي مراسم نه ترسره کوي. هغې ته د دین او عبادت موضوع دومره مهمه نه ده، ان خپله لور هم نه مجبوروي چې دیني اصول عملي کړي.
"زما مور مذهبي وه او له عبادتونو او دیني دودونو سره یې کلک تړاو درلود، خو کله چې زه لویه شوم او له کوره ووتم، د دې عادتونو پر ضد مې بغاوت وکړ. خو د پلار له مړینې او له هېواده له وتلو وروسته، رمضان ما ته لا هم ځانګړې ارزښت لري. دا د تېر وخت او زموږ د کورنیو غونډو لپاره د نوستالجیا (خاطرې) یوه بڼه ده."
بسمة د روژې فضا خوښوي، د روژهماتي چمتو کول، دسترخوان سینګارول، نوی لوښي، مېزپټۍ او ګلونه اخیستل. د کورنۍ غړو ته زنګونه وهي، هغوی ته د مبارکۍ پیغامونه استوي او هره ورځ پوښتي چې د روژهماتي لپاره څه پخوي.
له رمضان بهر، بسمة د کال په اوږدو کې د وقفهیي روژې طریقه عملي کوي، او دا عادت د "روحاني پاکوالي" یوه بڼه ګڼي، نه د دیني عقیدې.
"روژې ما ته د انضباط او ژمنتیا درس راکړ. که زه سهار خوراک ونه کړای شم، نو د ژوند له هر ډول چلنج سره به مقاومت وکړای شم. دا احساس راکوي چې زه پیاوړې یم او کولی شم چې خپلې غوښتنې او شهوات کنټرول کړم."
بسمة زیاتوي: "روژه بدن ته انرژي ورکوي. کله چې ته روژه نیسې، نو باید د خوراک انتخاب ته پام وکړې. دا کار د بدني او ذهني انضباط لپاره مهم دی او زما مزاج هم ښه کوي."

د عکس سرچینه، Saqib Majeed/SOPA
ویښتابه او بشپړ شعور
روانې لامل یا ذهني ویښتابه تمرین د راغدې لپاره خورا مهم دی، ځکه چې هغې ته روژه نیول د ذهني تمرکز او شعوري حضور یوه بڼه ده.
هغې وویل: "روژه د تفکر او روحاني مراقبې لپاره مرسته کوي او د ذهن د پوهې وړتیاوو د فعالولو سبب ګرځي. کله چې ته د خوراک فکر له ذهنه وباسې او د مغز هغه برخه بنده کړې چې د خوراک اړوند ده، نو ستا شعور او ادراک په نورو مهمو ځایونو کې حاضر وي."
راغده د خپل ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال مذهبي او ژوره مؤمنه وه، خو د وخت په تېرېدو یې له ډېرو دیني دودونو او عادتونو نه لاس واخیست، خو د روژې عادت یې وساته، ځکه چې د هغې په وینا، له دې عمله ګټه ترلاسه کوي.
هغې وویل: "زما له روژې سره تړاو یوه عاطفي بڼه لري، ځکه زه د کورنۍ غونډې او د رمضان فضا خوښوم. حتې که زما اولادونه کوم دیني شعائر عملي نه کړي، بیا یې هم د رمضان دودونه خوښ دي. له بلې خوا، زه دا د کلتوري او تاریخي میراث په توګه ساتل غواړم."
راغده خپل ماشومان روژې ته هڅوي، ځکه چې د هغې په باور، "روژه د نفس تهذیب ته ګټه لري او صبر ور زدکوي. هغه څوک چې د لوږې، ستړیا او کمزورۍ مقابله کولی شي، نو د ژوند نور ستر چلنجونه به هم فتح کولی شي."
له برترې قوې سره تړاو
راوي، چې له لبنان څخه دی، روژه د ځان روزنې یو ډول ګڼي. هغه ځان ملحد نه ګڼي، خو دیني عمل ته ژمن نه دی. دی وايي: "که ما زر کاله پخوا ژوند کولی، ښايي د معتزله فرقې غړی به وای".
(معتزله یوه اسلامي فرقه وه، چې د عباسي خلافت پر مهال وغوړېده او عقل ته یې تر نقل (دیني متن) لومړیتوب ورکاوه).
دی زیاتوي: "زه روژه یوه فرصت بولم، چې په شخصي کچه د التزام، انضباط او نفس روزنې تمرین وکړم".
دا ورته احساس عربي ته هم شته، چې له تونس څخه دی. د روژې صحي ګټې تر څنګ، دی باور لري چې روژه د روح پاکوالی دی.
د مصر ایمان هم، چې د "برترې قوې" اصطلاح کاروي، له څو کلونو وقفې وروسته، د روغتیايي شرایطو باوجود، د روژې پرېکړه کړې ده.
ایمان د یوې مزمنې ناروغۍ له امله د خپل بدن د کنټرول احساس له لاسه ورکړی و، خو روژه نیول او انضباط ورته دا حس ورکوي، چې خپل واک بېرته ترلاسه کوي.
هغې وویل: "زه د اسلام پر ټولو تعالیمو باور نه لرم، خو زما کورنۍ مذهبي ده او د روژې فضا راته اشنا ده. نو دا زما لپاره یو فرصت دی، چې له برترې قوې سره اړیکه پیدا کړم، تر ځان لوی څه احساس کړم او ځان ته د تواضع یادونه ورکړم."











