کیېف: روسیې پر باخموت ښار فاسفورس بمونه غورځولي

د ویډیو تشریح، اوکرایین پر روسیې باخموت کې د فاسفورس د برید تور پورې کړی

اوکرایین تور پورې کړی چې روسیې یې پر کلابند باخموت ښار د فاسفورس بمونو برید کړی دی.

د اوکرایین پوځ لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې چې د ډرون په وسیله اخیستل شوي، ښکاري چې باخموت کې سپین فاسفورس ته ورته مهمات کارول شوي دي.

د سپین فاسفورس وسله بنده نه ده، خو د ملکي استوګنې سیمو کې یې کارېدل جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

د دغو کیمیاوي توکو له کبله داسې اور لګېږي، چې وژل یې خورا ګران وي.

باخموت که څه هم کوم ځانګړی ستراتېژیک اهمیت نه لري، خو روسیه یې له څو میاشتو راهیسې نیولو لپاره خونړۍ جګړه پر مخ وړي.

د لوېدیځو چارواکو اټکل دا دی چې د دغه ښار د نیولو په هڅه کې زرګونه روسي سرتېري وژل شوي دي.

اوس د اوکرایین ځانګړي ځواکونه وايي چې مسکو د دغه ښار ویجاړولو ته مټې رانغښتې دي.

روسیه پر اوکرایین د یرغل د پیل په لومړیو وختونو کې د ماریوپول د کلابندۍ پر مهال او له هغې را وروسته څو ځله د فاسفورس وسلو په کارولو تورنه شوې.

خو مسکو په زغرده اوکرایین کې د دغو وسلو کارول نه دي تایید کړي.

د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف ټینګار کړی چې "روسیې کله هم له نړیوال کنوانسیونه سر نه دی غړولی."

هغه دا څرګندونې د اوکرایین د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي لخوا پر مسکو د دا ډول وسلو د کارېدو له تورونو وروستې کړې وې.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ماریوپول

تر اوسه روښانه نه ده چې د فاسفورسو دغه مشکوک برید دقیقآ کله شوی.

خو اوکرایین دفاع وزارت لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې چې ظاهرآ د یوه څارګر ډرون په وسیله اخیستل شوي، لیدل کېږي چې پر لوړپوړو ودانیو د اور لمبې بلې دي.

پر خواله رسنیو یوه بله خپره شوې ویډیو کې بیا ښکاري چې لاندې پر ځمکه هم اور بل دی او د شپې له مخې پورته اسمان د فاسفورسو سپین لوګي پوښلی.

د بي بي سي لخوا د اوکرایین دفاع وزارت د دې ویډیو ارزونه ښيي، چې دا پېښه د باخموت د مرکز لویدیځ کې د ماشومانو یوه روغتون ته نږدې شوې ده.

دې څېړنه کې که څه هم د اور اخیستونکو مهماتو د برید پخلی شوی، خو مشخصآ د فاسفورس کارېدل نه دي تایید شوي.

سپین فاسفورس

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

سپین فاسفورس موم یا واکس ته ورته ماده ده چې ازاده فضا کې اکسیجن سره له تماس اور اخلي او روښانه لوګی رامنځته کوي.

د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی، چې دغه کیمیاوي توکي د هغو ټپونو د شدت او ژوروالي له کبله چې لامل یې ګرځي، وژونکې ده.

د سپین فاسفورس اور د سانتيګراد ۸۰۰ درجې تودوخه رامنځته کوي چې د انسان غوښه او وجود سوځولی شي.

دغه ماده ډېره سرېښناکه ده، چې توږل یا لېرې کول یې ګران دي.

ان دا اندېښنه هم شته چې که د دغو توکو په وسیله د ژوبل شوي کس له ټپه پټۍ یا بنداژ لېري شي، نو بیا هم اور اخیستی شي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د هغو مشخصو دودیزو یا متعارفو وسلو کنوانسیون یې لاسلیک کړی چې د ملکي استوګنې سیمو کې د اور خپرونکې وسولو کارېدل منع کوي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان وايي، سپین فاسفورس په دغه تړون کې نه شاملېږي، ځکه بنسټیز هدف یې "د پوځي عملیاتو پټولو لپاره د لوګي د پردې رامنځته کول دي."

دغه سازمان زیاتوي دا کیمیاوي توکي له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول کارول کېږي او دا چې ګوندې د امریکا متحدو ایالتونو هم عراق او سوریه کې د داعش جنګیالیو خلاف کارولي دي.

باخموت تر جګړې وړاندې ۸۰ زره اوسېدونکې درلودل. خو اوس راپورونه دا دي دغلته هېڅ ملکي کس نه دی پاتې.

د دغه برید خبر داسې مهال ورکړ شوی چې د روسیې د واګنر ملېشه ډلې مشر ویلي، د مې په لسمه به له باخموته خپل اړوند ځواکونه په شا کړي.

Wagner

د عکس سرچینه، CONCORD PRESS SERVICE

د عکس تشریح، یوګیني پراګوژین - د واګنر ملېشه مشر

نوموړي دا پرېکړه د روسیې دفاع وزارت سره د پوځي مهماتو پر سر د اختلافاتو له کبله کړې.

خو د اوکرایین دفاع وزارت بیا ویلي، چې واګنر ډلې په نورو سیمو کې هم لومړیو لیکو خپل سرتیري ایستلي او د باخموت پر لور خوځولي دي.

دا پرمختګونه داسې حال کې دي چې اوکرایین راتلونکو اوونیو کې د پراخو ځوابي عملیاتو پیلولو ته پر چمتووالي بوخت دی.

د واګنر ملېشې مشر ویلي، د اوکرایین عملیات ښايي د می له ۱۵مې پیل شي.

دغه عملیات ښايي د اوکرایین له زاپوریژیا ښاره پیل شي چې ۸۰ سلنه د روسانو تر کنټرول لاندې دی.

دې سیمې ته د روسیې لخوا ګومارل شوي والي د جمعې پر ورځ وویل چې لومړۍ کرښې ته د نږدې کلیو اوسېدونکو ته یې د وتلو امر کړی دی.

روسیې تېر کال د یوې تش په نامه ټولپوښتنې له لارې د اوکرایین دا او څو نورې سیمې په ناقانونه توګه خپلې خاورې پورې وتړلې.

خو نړۍ دا سیمې د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت نه پېژني.