افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ او عواید یې ډېر شوي

د عکس سرچینه، Musafer Khanzoy
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ له اړخه یې نهه دېرش میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.
د وزارت په وینا، د کورنیو سیلانیانو په شمېر کې هم د تېر کال پرتله درې برابره ډېروالی راغلی او لامل یې د ګرځندوی برخه کې د نویو پالیسیو جوړول او د اسانتیاوو برابرول په ګوته شوي.
ندیمه چې پر خواله رسنیو په پاټینګړې کاکۍ مشهوره او کلونه کېږي په کاناډا کې اوسېږي، په یوه وېډیو کې وايي په لومړي ځل یې د خپل هېواد ښکلا ولیدله.
نوموړې دا وېډیو د بامیان ولایت په یوه زرغونه دښته کې چې شاوخوا یې خرونه او پسونه ښکاري ثبت کړې ده.
د بامیان له طبیعي ښکلا او لرغونو ځایونو لکه بند امیر او د بودا ویجاړې شوې مجسمې ترڅنګ د افغانستان د لرغونو سیمو لیدو ته په کور د ننه سیلانیانو سربېره د بهرنیو سیلانیانو یوه نوې څپه هم ورماته شوې ده.
جوزیف سکلفر د یوه بریتانوي ګرځندوی شرکت مشر دی چې غواړي افغانستان ته د سیلانیانو د استولو اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه بریتانوی چې د افغانستان ګڼو ولایتونو ته تللی وايي، افغانستان له هر پلوه د سیل ځانګړي ځایونه لري چې په ډېرو نورو هېوادونو کې یې ساری نه شته.
"له پخوا ځینې ستونزې شته؛ ځکه ځینو سیمو ته د بهرنیانو ورتګ ناورین راوړی او خلک کله -ناکله هم اندېښمن وي، خو موږ تمه لرو چې زموږ په څېر سیلانیان دا تصور په افغانستان کې بدلولی شي چې موږ د افغانستان د خلکو لپاره ښه څه راوړو. بهرنیان به دلته له راتګه خوند واخلي او د افغانستان خلک به ګټه وکړي. بل دا چې کله بهرنیان او امریکایان دلته وو فساد و، هغوی پرېمانه پیسې وېشلې، نو ځکه د افغانستان ګرځندوی صنعت پایښت او ټیکاو ته اړتیا لري او باید د ګرځندوی برخه کې کاري فرصت رامنځ ته کړو".

واک ته د طالبانو له رستنېدو وروسته چې په هېواد کې ورسره د ناامنیو پېښې کمې شوې، د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ بیا پیل شوی چې د ځايي خلکو په وینا په وروستیو څو لسیزو کې کمساری دی.
مهدي ابراهیمي چې د بهرنیو سیلانیانو لارښود دی وايي په تېرو کلونو کې د میاشتې شاوخوا لسو بهرنیو سیلانیانو مېلمه پالنه او لارښوونه کوله، په وروستیو دوو کلونو کې د ده په ټکو دا شمېر ۵۰ تنو ته رسېږي.
ښاغلی ابراهیمي وايي، د بامیانو سربېره د کندهار، هرات، مزار شریف او نورستان هغه سیمې دي چې بهرني سیلانیان یې لیدو ته لېوال دي.
"زموږ د سیلانیانو یا بهرنیو مېلمنو لویه برخه امریکایان دي. د بېلګې په توګه زموږ په لسو مېلمنو کې څلور یې له امریکا دي او پاتې نور له بېلابېلو هېوادونو څخه دي، له انګلستان، اسټرالیا او کاناډا نه دي".
د طالبانو حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې لرغونو او تفریحي سیمو ته د ورغلو کورنیو سیلانیانو شمېر ۲۶ میلیون تنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی ویاند عبدالمتین قانع وايي، د امنیت سربېره د ګرځندوی برخه کې د نوې پالیسي جوړول او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرول د ګرځندوی صنعت د غوړېدو لامل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو کې د بامیان د بند امیر سیمې داسې انځورونه خپاره شوي چې یو شمېر سیلانیان د بند حفاظتي برخې ته له ګاډو سره ننوتلي او دا ښيي چې د طبیعي میراثونو مدیریتي برخه کې اړین پام نه کېږي.
د کرنې وزارت چې د ملي پارکونو مدیریتي چارې سمبالوي او هر کال د عوایدو راټولولو چارې خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکوي په دې اړه څه نه وايي. د اصولو له مخې د بند حفاظتي برخې ته یواې پلي سیلانیان ورتللی شي.
افغانستان د سیلانیانو راجذبولو او ګرځندوی د ودې لپاره لوی ظرفیتونه لري خو د بند امیر او د اریوب ځاځي په شان سیمې باید له انساني مداخلې نه وساتلې شي.
پر افغانستان اوسني واکمن د ګرځندوی صنعت په غوړولو سره نه یوازې هڅه کوي سیمې ته د سیلانیانو پام راوګرځوي، بلکې دا پیغام لېږدول هم غواړي چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دوی د واکمنۍ پرتله بدلون کړي.
په بامیان کې د بودا ۳۸ هسکه مجسمه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو والوځوله او ویجاړه کړه، اوس یې پاتې شوني دوی ته د عوایدو سرچینه ګرځېدلې ده.
هر کال د بودا په څېر لرغونو سیمو او د ملي پارکونو عمومي دروازې داوطلبۍ ته اېښودل کېږي، ګټونکي شرکتونه بیا له سیلانیانو نه له ۵۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې فیس اخلي.
په وروستیو کې ددغو پیسو په اړه ځینې شکایتونه هم راپورته شوي او غوښتنه شوې چې باید اندازې ته یې یو معیار وټاکل شي.











