حیرتانو ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی

د ویډیو تشریح، حیرتانو ته د ګرځندویانو تګ راتګ ډېر شوی

په دې وروستیو کې د افغانستان شمال کې حیرتان ښارګوټی د کورنیو ګرځندیانو له پاره په پام ځای اوښتی دی. دغلته د آمو سیند منظرې، په سیند کې روانې بېړۍ، کب نیونه، د رېل ګاډي تګ راتګ او د حیرتان شګو په زړه کې د ګرمو اوبو چینې، هغه څه دي چې سیمه یې ګرځندویانو ته په زړه پورې کړې ده. د بلخ ګرځندوی اداره وايي لرغونو سیمو ته د ګرځندویانو ورتګ سره امنيت ښه شوی، خو اوسمهال ډېری ګرځندویان د حیرتانو او تاشقرغان خوندي سیمو ته ورځي. نجیب پاڅون همدغو سيمو ته په مېلو ورغلو کسانو سره خبرې کړې دي.