تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لسو ولایتونو کې د سیلابونو اټکل شوی؛ خوست کې سیند د ېوې کورنۍ پنځه غړي وړي
په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې شمال ختیځ، ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو کې به نن او سبا (شنبه او یکشنبه) سخت ورښتونه وشي چې ځینو سیمو کې به سیلاب به هم ورسره مل وي.
یاده اداره وايي، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د ډېر باران او سیندونو را وتو اټکل په کې شوی دی.
د هوا پېژندنې ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو کچه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي پورې اټکل کړې ده.
بل خوا، د خوست د مندوزیو په اسماعیل خیلو سیمه کې د سیند اوبو زیاتېدو له کبله په یوه موټر کې پنځه تنه سپرلۍ تېر ماښام (۲۸/۰۷/۲۰۲۳) اوبو وړې دي.
خوست کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر دوست محمد حلال سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې مور، پلار او درې اولادونه یې وو.
د طالبانو حکومت کې له پېښو سره د مبارزې وزارت هم دا پېښه تائید کړې ده.
د دې ترڅنګ د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي بي بي سي ته وویل، چې ځینو سیلاب ځپلو سیمو ته یې مرستې استولې دي.
نوموړي د کابل د پغمان سیمې ته په اشارې وویل: "هالته مو لومړنۍ مرستې استولې دي. خیمې، خوراکي توکي، البسه، نغدي مرستې شوې دي. "
افغانستان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بېلا بېلو ولایتونو کې ورښتونه روان شوي دي چې د سیلابونو له کبله یې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د مړو شویو کسانو شمېرې بېلا بېلې دي، خو یوازې د وردګو په جلرېز کې ۲۴ کسان مړه شوي وو چې ۲۱ یې د یوې کورنۍ غړي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، تر دې دمه له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.
دغه وزارت زیاتوي چې راوتلو سیلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۰۰ څاروي هم وړي دي.