بریتانیا حکومت په هوټلونو کې مېشت کډوال باسي او په یوه طرح کې یې په پخوانیو پوځي مرکزونو کې مېشت ځایونه په پام کې ورته نیولي

بریتانیا حکومت د دې هېواد هغو افغان کډوالو لپاره د دائمی مېشت ځایونو چمتو کولو یوه طرح جوړه کړې ده. د نوې حکومتي طرحې له مخې باید د دې هېواد په هوټلونو کې دېره افغان کډوال نور باید دا ځایونه پرېږدي.
د کډوالو لپاره د مېشت ځایونو په توګه د پخواني پوځي مرکزونه او کښتۍ هم په پام کې نیول شوې دي. بریتانوي چارواکي وايي، په هوټلونو کې له مېشتو افغان کډوالو به د لیکونو له لارې وغوښتل شي چې نور له دې ځایونو ووځي.
بل لور د دې هېواد اپوزېسیون ګوندونه او د کډوالو حقونو فعالان وايي: ''حکومت د کډوالو کورنیو لپاره د مناسبو مېشت ځایونو له هېڅ ډول تضمین پرته له هغوی غواړي چې هوټلونه پرېږدي.''
په ورته مهال د پخوانیو پوځیانو چارو په برخه کې د بریتانیا دفاع وزارت مرستیال جاني مرسر د خپل هېواد پارلمان ته ویلي، له دې وروسته چې له افغانستانه څوک د دولتي پروګرامونو په لړ کې راځي، په هوټلونو کې به استوګنځایونه نه ورکول کېږی.
ښاغلي مرسر د بریتانیا پارلمان غړو ته وویل: ''د نوې طرحې مانا دا ده، چې په هوټلونو کې مېشت کډوال کې لومړنی وړاندیز شوی مېشت ځای ردوي، له دویم وړاندیزه به بې برخې شي.''
دا طرح د هغو افغانانو لپاره ده، چې په دې هېواد کې له سره د مېشت کېدو حکومتي پروګرام له مخې دغه هېواد ته راوستل شوي دي. په دې کې د هغو افغانانو کورنۍ غړي هم شامل دي، چې مخکې یې په افغانستان کې له بریتانوي حکومتي موسساتو او بریتانوي پوځ سره دندې درلودې.

ښاغلي مرسر بریتانوي پارلمان ته وویل، له افغانستانه ایستل شویو زرګونو کسانو ته په بریتانیا کې په هوټلونو کې مېشت ځایونه ورکړل شوه او په پام کې وه، چې دوی به دې هوټلونو کې دائمي نه اوسي.
نوموړی وايي، د بیا مېشت کېدو دوو پروګرامونو له مخې ۲۴۵۰۰ افغانان په بریتانیا کې دي، چې نژدې اته زره یې لا هم په هوټلونو کې اوسي او لږ تر لږه نیمايي یې ماشومان دي، چې هره ورځ یې لګښت یو میلیون پاونډو ته رسېږي.
بریتانوي چارواکي وايي، د هغو کډوالو یو، پنځمه برخه افغانان دي چې په هوټلونو کې ژوند کوي. جاني مرسر زیاته کړه، تر اوږدې مودې پورې د هوټلونو استوګنې له کبله ځینې افغانان نه دي توانېدلي په ټولنه کې شامل شي، د ځان لپاره کار، روزګار ومومي او له همدې کبله په دوی کې یو ډول بې اطمیناني راټوکېدلې.
د کډوالو حقونو ځینې فعالان بیا له دې حکومتي طرحې سره مخالفت کوي او په دې نظر دي چې '' د کډوالو لپاره نوې طرح چې له مخکې یې ټروما یا ناوړه رواني وضعیت تجربه کړی، د ګډوډۍ او اضطراب لامل کېدای شي او داسې هم کېدای شي چې افغانان د بې کورۍ له خطر سره مخامخ کړي.''
د یادونې ده چې بریتانیا حکومت له افغانستانه د خپلو پوځونو له ایستلو وروسته ژمنه کړې، چې ۲۰ زره افغان کډوالو ته به دې هېواد کې د بیا له سره مېشت کېدو فرصت چمتو کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانیا حکومت به دې لړ کې د ښاروالیو له ځايي شوراګانو سره ۳۵ میلیونه پاونډه مرسته وکړي، چې د مېشت ځایونو په چمتو کولو کې اضافي مالي ملاتړ ترلاسه کړي. ښاغلي مرسر دې لړ کې پارلمان ته وویل، دا ''یوه ملي دنده'' ده، ځکه په وینا یې دې افغان کډوالو د جګړې په اوږدو کې له بریتانوي پوځ سره مرسته کړې. نوموړي زیاته کړه:
''له کډوالو مو تمه دا ده، چې د استوګنې لپاره ورته وړاندیز شوي مېشت ځایونه رد نه کړي، ځکه د مېشت ځای لپاره به دویم وړاندیز نه ورته کېږي.''
بریتانوي چارواکي وايي، په داسې حال کې چې پر بریتانوي مالیه ورکوونکو او د مېشت ځایونو پر ځايي بازار فشار ډېر دی، د مناسبه نه ده، چې په بشپړه توګه د مناسبو مېشت ځایونو په شتون کې دا کډوال په هوټلونو کې دېره پاتې شي.
د بریتانیا کډوالو شورا انور سولومون بیا په دې هکله وايي، د حکومت دا طرح کډوال د بې کورۍ او په لارو، کوڅو کې د پاتې کېدو له احتمالي خطر سره مخامخوي. نوموړي زیاته کړه:
''له هغو کسانو سره چې په بریتانیا کې د تاوده هرکلي ژمنه ورسره شوې وه، باید داسې و نه شي.''
د یادونې ده، بریتانیا حکومت په دې هېواد کې د هغو افغانانو بیا مېشت کولو پروګرام ته چې له بریتاوي پوځ سره یې افغانستان کې دنده درلوده د ''تود هرکلي عملیاتو'' نوم ورکړی و.
اپوزېسیون کارګر یا لیبر ګوند بیا له بریتانوي حکومته غوښتي ''باید داسې ډاډ ترلاسه شي، چې په بریتانیا کې هېڅ یو افغان بې کوره پاتې نه شي.''











