مایک پېنس د امریکا راتلونکو ولسمشر ټاکنو له نوماندۍ په شا شو

د امریکا مخکیني مرستیال ولسمشر مایک پېنس د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ په شا شوی دی.

هغه ویلي "اوس مې وخت نه دی."

ښاغلي پېنس دا اعلان شنبه په لاس وېګاس کې د جمهوریت غوښتونکو یهودي اېتلاف غونډه کې کړی.

نوموړي یوه بیان کې لیکلي "موږ تل پوهېدو چې دا به یوه ستونزمنه مبارزه وي، خو پښیمانه نه یم."

مایک پېنس د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپالو لومړنی ستر نوماند دی چې له ټاکنیزو منډو ترړو لاس اخلي.

د جمهوریپالو ټاکنیز کمپاین کې مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکښ دی.

وروستیو نظر پوښتنو ښاغلی پېنس کمزوری ښوده او داسې برېښېده چې د جمهوریپالو رای ورکوونکو د ملاتړ په خپلو کې ډېر بریالی نه و.

مایک پېنس کمپاین ډېره اندازه پورونه هم اخیستي وو.

نوموړي د سپتامبر تر وروستیو ۶۲۱ زره ډالر پوروړی و او په بانک کې یې یوازې ۱ اعشاریه ۲ میلیون ډالر درلودل،‌ چې تر نورو جمهوریپالو سیالانو یې پام وړ کم وو.

هغه اوس په خپره کړې اعلامیه کې خپلو ملاتړو ته لیکلي "زه له دې کمپاین وځم، خو د محافظه کاره ارزښتونو لپاره له مبارزې هېڅکله نه په شا کېږم."

۶۴ کلن پېنس تر هغې وروسته د ګڼو جمهوریپالو رای اچوونکو ملاتړ له لاسه ورکړ چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۶مه د کانګرس پر ودانۍ د چپاو په تړاو یې په زغرده له ډونلډ ټرمپ لاره جلا او کانګرس کې د هغې غونډې مشري وکړه چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو پایله کې یې د جو بایډن بریا تاییدوله.

ښاغلي ټرمپ مایک پېنس له دې کبله بې جراته بللی و، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې یې د دیموکراتانو د بریا له رېدولو ډډه وکړه.‌

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې یو شمېر اعتراض کوونکو "د مایک پېنس راوځړوئ" شعارونه ورکول او تر هغې را وروسته د ټرمپ ګڼ شمېر وفادرا پلویان ورته د خاین په سترګه ګوري.

ښاغلي پېنس تېره مارچ میاشت کې ویلي وو چې د ډونلډ ټرمپ لخوا د احتجاج‌کوونکو هڅونې "پر هغه ورځ د ده کورنۍ او کانګرس ودانۍ کې نور ټول موجود کسان خطر سره مخامخ کړل."

اوس هغه له ټاکنیزو منډو ترړو د لاس اخیستلو بیانیه کې دا نه دي ویلي، چې د کوم جمهوریپال نوماند په ګټه له کمپاین وتلی دی.

خو پر امریکانو یې غږ کړی چې داسې مشر انتخاب کړي چې د امریکا د ځواکمنتیا، سوکالۍ او ازادۍ لپاره کار کوي.

هغه داسې حال کې له ټاکنیز کمپاین شا ته کېږي، چې ټاکلې د نومبر اتمه د جمهوریپالو نوماندانو دریمه مناظره ترسره شي.