پر کانګرس چپاو؛ ایا د امریکا د جمهوریت پر زړه پخوا هم کله برید شوی و؟

د امریکا پلازمېنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره وروستیو اعتراضونو او د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو ورختلو نړۍ حېرانه کړه.

د نړۍ لروبر کې خلکو په حېرانۍ د خپلو تلویزونو پر پردو او خواله رسنیو کتل چې سلګونه لاریونوال څنګه د امریکا د جمهوریت پر زړه "کپیټل هېل" چپاو وروړي او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ښکېلېږي.

له تاوتریخوالي دغه ډک اعتراض ته له دې کبله پام ډېر واوښت چې کانګرس ودانۍ کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د تایید غونډه روانه وه او تلویزیونونو په ژوندۍ بڼه خپروله.

په دې پېښه کې ۵ کسان ووژل شول چې ۴ یې د ولسمشر ټرمپ پلویان او پینځم امنیتي سرتیری و چې د لاریونوالو لخوا تر ژوبلېدو یوه ورځ وروسته روغتون کې مړ شو.

نوي منتخب ولسمشر جوبایډن دا ګام "بلوا او بغاوت" وباله او اوسني مرستیال ولسمشر مایک پېنس دا اړودوړ د امریکا د پلازمېنې تر ټولو تیاره ورځ ونوموله.

خو دا د کانګرس پر ودانۍ چې د امریکا د جمهوریت زړه او د ملا تیر یې بولي، لومړی برید نه وو.

وړاندې دې ودانۍ کې له چاودنو نیولې تر ډزو څلور ځله بریدونه شوي دي.

په ۱۸۱۴ کال یې د بریتانیا د پوځ لخوا د سوځولو هڅه

ښایې د امریکا پر کانګرس تر ټولو مشهور برید د ۱۸۱۲ کال د جګړې پر مهال د بریتانوي پوځیانو وي.

د مرستیال امیرالبحر الکزانډر کاکبرن او تورن جنرال رابرټ راس په مشرۍ برېتانوي ځواکونو په ۱۸۱۴ کال د واشنګټن ډي سي تر نیولو وروسته د کانګرس د ودانۍ چې رغنیزې چارې یې روانې وې- د سوځولو هڅه وکړه. خو ورښت دا ودانۍ وژغورله.

خو بریتانوي پوځیانو د امریکایانو لخوا یارک کې د لوړې کاناډا د پلازمېنې د سیځل کېدو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ په ګډون د واشنګټن ډي سي نورې مهمې ودانۍ وسیځلې.

د ۱۸۱۴ کال برید لومړی ځل و چې یوه بهرني ځواک واشنګټن ولکه کې راوست.

واشنګټن کې د بریتانیا سفارت په ۲۰۱۴ کال د دوی د پوځ لخوا د سپینې ماڼۍ د سیځلو پر ۲۰۰مه کلیزه پر خپل ټویټر دې ودانۍ ته د ورته کېک انځور خپور کړ او په دغه کار یې خواشینې وښوده.

د ۱۹۱۵ کال د جولای پر ۴مه د ډینامنټ برید

د بریتانوي پوځ تر برید پوره یوه پېړۍ وروسته د هارورډ پوهنتون یوه پخواني استاد اېرک میونټر د سنا د هرکلي خونه کې د ډینامنټ څلور بمونه وچاودول.

دغو چاودنو ودانۍ زیانمنه کړه خو د سر زیان یې نه درلود.

اېرک چې وړاندې یې په هاروډ کې د جرمني ژبې تدریس کاوه - وویل دا برید یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د امریکایانو لخوا بریتانویانو سره د جرمني خلاف د مرستو ځواب کې کړی دی.

میونټر تر دغه برید یو ورځ وروسته پر امریکايي پانګوال او بانکوال 'جی.پي مورګن جونیر' ډز وکړ او هغه یې ټپي کړ.

د مورګن یوه خادم هغه ونیو چې بیا بندي شو او وروسته یې ځان وواژه.

په ۱۹۵۴ کال د پورتوریکو د ملتپالو برید

د ۱۹۵۴ کال د مارچ پر لومړۍ نېټه د پورتوریکو څلورو ملتپالو یو ناڅاپه د استازو جرګې ګالرۍ کې د خپل ټاپو بیرغ پورته کړ، د پورتوریکو د خپلواکۍ شعارونه یې ورکړل او ډزې یې پیل کړې.

دغه برید کې د کانګرس پینځه غړي ټپي شول.

د دې ډلې مشرې لولیتا لیبورن د نیول کېدو پر مهال وویل چې "زه د چا وژلو پسې نه یم راغلې - د پورتوریکو لپاره د وژل کېدو لپاره راغلې یم".

لیبورن په ۵۰ او درې ملګري یې په ۷۵ کالو بند محکوم شول.

خو وروسته ولسمشر جیمي کارټر دوی وبښل.

دا کسان تر خوشې کېدو وروسته پورتوریکو ته ستانه او هلته له ډېر تود هرکلي سره مخامخ شول.

په ۱۹۸۳ کال بمي چاودنه

د ۱۹۸۳ کال د نومبر پر ۷مه د سنا د ودانۍ دویم پوړ کې درنه چاودنه وشوه.

تر دې چاودنې یوه دقیقه وړاندې یوه کس چې ځان یې د "وسله وال مقاومت ډلګۍ" غړی باله د کپیټل هیل پر سویچ بورډ زنګ کړی او ویلي و چې چاودنه کېدونکې ده.

هغه ویلي و چې دا برید لبنان او ګرېناډا کې د امریکا د پوځي عملیاتو په ځواب کې کېږي.

دغه برید هم د سر زیان نه درلود خو مالي زیانونه یې واړول.

په ۱۹۸۸ کال د ایف بي ای څارګرو د کیڼ اړخې ډلې ۷ غړي د کانګرس ودانۍ کې پر چاودنه سربېره په مېکنایر او نیو یارډ کې د بېلابېلو بریدونو په تور ونیول.

دا بریدونه په ۱۹۸۳ او ۸۴ کلونو کې شوي وو.