تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جو بایډن د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د بیا درېدو اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د را روان ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ولسمشرۍ ته درېږي.
په دې توګه د دې امکان نه شي ردېدلی چې نوموړی یو ځل بیا د جمهوریپال ګوند له اړخه له مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره سیالۍ ته ووځي.
جو بایډن ټاکنیزې منډې ترړې د يوې وېډیو په خپرولو پیل کړې.
هغه په دې وېډیويي پیغام کې آزادۍ او حقونه له خطر سره مخ ګڼي او دا وخت او شېبه مهم بولي. نوموړی وايي "دا د ډاډمنتیا وخت نه دی" او له همدې امله بیا د ولسمشرۍ ټاکنو سیالۍ ته وځي.
په دغو منډو ترړو کې به اوسنۍ مرستیاله کماله هرېس هم ورسره وي.
هغه ۵۸ کلنه او جو بایډن ۸۰ کلن دی.
ښاغلی بایډن وار له مخه د امریکا د تاریخ تر ټولو د پاخه منګ ولسمشر دی او ښايي د کمپاین په اوږدو کې یې د عمر او روغتیا په اړه پوښتنې هم راولاړې شي.
که دی د راتلونکې کال ټاکنې ګټي، نو په ۲۰۲۹ کې د دویم پړاو ولسمشرۍ له بشپړولو وروسته به ۸۶ کلن وي.
ښاغلي بایډن د روان کال په پیل کې وویل: "خلک کولی شي چې د عمر په اړه يې مسلې راپورته کړي."
خو زیاته کړې يې وه چې" یوازینی شی چې زه یې ویلای شم دا دي چې ننداره مې وکړئ."
ښاغلي بایډن د ۲۰۲۰ کال ټاکنو د امریکا د وخت له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مخ و او خپل دغه جمهوريپال سیال یې په دې شعار مات کړ چې د "امریکا روح [اصلیت] بیا راستنوي".
ښاغلي بایډن په درې دقیقو کې د اعلان ویډیو کې وویل: "کله چې زه څلور کاله مخکې ولسمشر شوم، ما وویل چې موږ د امریکا د روح لپاره مبارزه کوو او موږ لا هم پر دې ولاړ یو".
نوموړی زیاتوي "هغه پوښتنه چې ورسره مخ یو دا ده چې آیا په راتلونکو کلونو کې به لږه که ډېره آزادي ولرو. ډیر حقونه یا لږ؟ زه پوهېږم چې ځواب باید څه وي او فکر کوم چې تاسو هم پوهېږئ. دا د ډاډمنتیا وخت نه دی. له همدې امله زه بیا ټاکنو ته درېږم."
ښاغلي بایډن له اوږدې مودې داسې نښې نښانې ښکاره کړې وې چې غواړي بیا ټاکنو ته ودرېږي خو پوښتنه دا وه چې کله به رسمآ اعلان وکړي.
پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وار له مخه د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړې او دا د داسې احتمال په معنا ده چې بایډن او ټرامپ به د ۲۰۲۴ د نوامبر په پنځمه ټاکنو کې مخامخېږي.
که څه هم ښاغلی ټرامپ د د فلوریډا د والي رون ډیسانتیس په څیر د بل لېوال نوماند له سیالۍ سره هم مخ دی، خو دی او جو بایډن له هغو څېرو دي چې ښکاري له خپلو ګوندونو به د نوماندۍ فرصت وګټي.