تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د امریکا ولسمشر 'جو بایډن' د هېواد دښمن وباله
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل ځایناستی یا اوسنی ولسمشر جو بایډن "د هېواد دښمن" بللی دی.
هغه پر ښاغلي بایډن او دیموکراتانو دا توندې نیوکې د پنسیلوانیا ایالت ویلکس بار کې د خپلو زرګونو پلویانو یوې سترې غونډې ته وینا کې کړې دي.
دا "اېف بي ای" له خوا تېره میاشت فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ د کور تر پلټل کېدو وروسته لومړی ځل و چې هغه د خپلو پلویانو منځ کې راڅرګندېږي.
نوموړي دلته ولسمشر بایډن تورن کړ چې ګوندې "اېف بي ای" د ده پر وړاندې د وسیلې په توګه کاروي.
هغه ادعا وکړه چې د ده پر کور چاپه د امریکا تاریخ کې د واک د ناوړه کارونې تر ټولو هېښوونکې بېلګه وه.
۷۶ کلن ډونلډ ټرمپ د دې لپاره پنسیلوانیا ته تللی و چې هلته دوو جمهوریپالو نوماندانو ته کمپاین وکا.
ډاکتر محمد اوز له دغه ایالته د جمهوریپالو په استازولۍ د امریکا سنا ته ولاړ دی او سناتور ډوګ ماستریانو بیا د پنسیلوانیا د راتلونکي والي څوکۍ لپاره سیالۍ کوي.
خو دغو دواړو جمهوریپالو نوماندانو دې غونډې لنډې ویناوې وکړې او جلسه تر ډېره د ښاغلي ټرمپ په وینا توده وه.
ډونلډ ټرمپ د خپلې نږدې دوه ساعته وینا لومړۍ برخه 'ایف بي ای' لخوا د ده د کور د پلټنې په نیوکو تېره او ورپسې بیا خپلې دا پخوانۍ ادعاوې تکرار کړې چې ګوندې د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ورسره درغلي شوې وه.
هغه دا هم وویل چې د هېواد ژغورلو لپاره به کار کوي.
د امریکا مخکیني ولسمشر د خپلو پلویانو دې غونډې ته وینا کې څو ځله دا غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو کاروباریانو ته دې د اعدام سزا ورکړ شي.
امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په رانږدې کېدو سره د دغه هېواد مخکیني او اوسني ولسمشر پر یوه بل نیوکې ډېرې کړې دي.
دغه ټاکنې نومبر میاشت کې کېږي.
مخکې ښاغلي بایډن ډونلډ ټرمپ او د هغه غورځنګ د امریکا دیموکراسۍ ته خطر بللی و.