تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ کور کې تالاشي؛ چارواکو ۱۱ اسناد ضبط کړي
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کور کې د تالاشۍ په هکله د امریکا تحقیقاتي ادارې ایف بي ای پلټنو امر ښيي چې د ښاغلي ټرمپ له کوره د بېلا بېلو اسنادو ۱۱ ټولګې ضبط شوې دي.
د امریکا فدرالي پولیسو روانه اونۍ په فلورېډا ایالت کې د ښاغلي ټرمپ شخصي جایداد تالاشي کړی و او د امریکا عدلیې وزارت پر پنجشنبه د دې جایداد تالاشي حکم د مهر او موم پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د محکمې له لورې د مهر ماتولو له حکم مخکې د امریکا یو شمېر رسنیو ادعا وکړه چې دا حکم یې لیدلی دی. بل لور ښاغلي ټرمپ له هر ډول غیر قانوني کړنې انکار کړی او په وینا یې دا اسناد محرمانه نه و.
د ښاغلي ټرمپ د کور تالاشۍ اووه مخیز امر له ماتېدو وروسته معلومه شوه چې ایف بي ای مسوولینو غوښتل معلومه کړي چې ایا له جاسوسۍ ضد قوانینو چې حساس امنیتي یا محرمانه اسناد ممنوع کوي، سرغړوونه شوې او که نه.
د دې قانون له مخې درجه بندي شوي اسناد اخیستل ممنوع بلل کېږي. کله چې ښاغلی ټرمپ ولسمشر و، له قانونه د سرغړوونې سزا یې زیاته کړه او اوس یې سزا تر پنځو کلونو زنداني کېدو پورې ده.
د تالاشۍ په امر کې ویل شوي چې د مارالاګو نومي دې جایداد هغه ځانګړې خونې نه دي تالاشي شوې چې ښاغلي ټرمپ او کارکوونکو یې کارولې.
د وال سټریټ ژورنال خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، چې په دې ۲۰ کڅوړو اسنادو کې د فرانسې ولسمشر په هکله هم 'ځینې معلومات ' شته، خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.
د اسنادو هغه لیستونه چې امریکايي رسنیو لیدلي لږ تر لږه یو یې د محرمانه مهر لري. ښاغلي ټرمپ بیا په دې هکله پر خپله خواله رسنۍ یوه بیان کې ویلي، ټول اسناد خوندي وو او ده د تالاشۍ له امر پرته هم په بېرته ورکولو کې کومه ستونزه نه درلوده.
نوموړي لیکلي: ''هر وخت مو چې غوښتي وای، اسناد مو ترلاسه کولای شوای، یوازې پوښتنې بسنه کوله. ''
ښاغلی ټرمپ او پلویان یې ادعا کوي چې له ده دا پوښتنې، ګروېږنې او تالاشۍ سیاسي انګېزه لري.