تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېف بي ای د ډونلډ ټرمپ د وکیل د کور او دفتر سندونه یووړل
امریکايي رسنۍ رپوټوي چې د اېف بي ای پولیسو د دغه هېواد د ولسمشر د شخصي وکیل مایکل کوهن کور او دفتر پلټلي او ځینې سندونه یې ترې وړي دي.
ویل کېږي یوې هنرمنې ته د پیسو ور کولو سند هم پولیسو له ځان سره وړی دی.
دغې هنرمنې ته ځکه پیسې ور کړل شوې وې چې له ډونلډ ټرمپ سره د خپلو پخوانیو جنسي اړیکو په تړاو رسنیو ته څه ونه وايي.
ولسمشر ټرمپ د اېف بي ای دا ګام "شرموونکی او پر هېواد برید" بللی دی.
مایکل کوهن د هغو کسانو له ډلې دی چې د ټرمپ- مسکو د اړیکو په تړاو د دوسیې څارونکی رابرټ مولر یې هم څاري.
ډونلد ټرمپ پر دې پلټنو نیوکې کوي او د ښاغلي مولر ډله یې د "خلکو تر ټولو متعصبه ډله" بللې ده.
سټارمي ته پیسې ور کول
ښاغلي کوهن پر ۲۰۱۶ کال له ولسمشرۍ ټاکنو څو ورځې مخکې پورن هنرمنې سټارمي ډانیلز ته ۱۳۰ زره ډالر ور کړي وو.
ویل کېږي دا پیسې د دې لپاره ور کړل شوې چې له ډونلډ ټرمپ سره د خپلو ادعايي جنسي اړیکو په هکله رسنیو ته څه ونه وايي.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ مېرمن ډانیلز ته د ښاغلي کوهن د پیسو له ور کړې بې خبري وښوده او په دې تړاو پوښتنې یې هغه ته اړوند وبللې.
په نیویارک کې فدرالي څارنوالان وايي، د ښاغلي کوهن د پلټنو حکم د رابرټ مولر له غوښتنې وروسته شوی دی.
د مایکل کوهن وکیل سټیون ریان د یوې بیانیې په خپرولو سره د ښاغلي کوهن او د هغه د موکلانو د پټو سندونو د وړلو خبره کړې او د فدرالي چارواکو دا ګام یې "یو مخ بې ځایه او بې ضرورته" بللی دی.
که څه هم مایکل کوهن سټارمي ډانیلز ته پیسې ور کول منلي، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه لپاره یې دا کار کړی دی.
د سټارمي ډانیلز دعوه
سټارمي ډانیلز له ډونلد ټرمپ سره د جنسي اړیکو د درلود دعوه او غوښتنه لري چې د امریکا ولسمشر هم باید په دې هکله شاهدي ووايي.
هغه زیاتوي، د خپلې کورنۍ د امنیت لپاره یې پر ۲۰۱۶ کال تړون وکړ، ځکه پر ۲۰۱۱ کال یوه نااشنا کس ګواښلې وه او ورته ویلي یې و: "له ټرمپ لرې اوسئ. "
که څه هم ډانیلز وايي، چې دا چوپتیا یې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره وه، خو ښاغلي کوهن د "پای او نه تکرار" په نوم یو لیک هغې ته واستاوه.
دا لیک له "بې قانونه" چارې د لاس اخیستلو لپاره وي.