زیلېنسکي د اوکرایین جګړې ختمولو لپاره له امریکا سره "ریښتینې همکارۍ" ته چمتو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وروسته له هغې چې د امریکا وړاندیز شوې د سولې طرحې مخکېنۍ مسوده یې ترلاسه کړه چې له روسیې سره د جګړې د پای لپاره جوړې شوې، وايي د جګړې د ختمولو لپاره له متحده ایالاتو سره د "ریښتینې همکارۍ" لپاره تیار دی.
څو امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې د دې طرحې له مخې به کېیف د دونباس په ختیځ کې هغه سیمې پرېږدي چې لا هم د اوکرایین تر کنټرول لاندې دي. همداراز به د خپل پوځ اندازه راکموي او دا به ژمنه کوي چې هېڅ وخت به له ناټو سره نه یوځای کېږي.
د اوکرایین ولسمشر دا هم ویلي د دې طرحې په اړه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خبرو نیت لري.
رپوټونه وايي دا طرحه د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د هغه روسي سیال کریل دیمیتریف چمتو کړې، په داسې حال کې چې اوکرایین په دې پروسه کې شامل نه و.
په هغه بیان کې چې د زیلېنسکي دفتر د پنجشنبې په ورځ، د نومبر پر ۲۰ خپور کړ، ولسمشر ویلي باور لري دا مسوده "د ډيپلوماسۍ د بیا راژوندۍ کېدو لامل کېدای شي" او زیاته کړې یې ده چې اوکرایین "منلې چې د طرحې پر ګټو داسې کار وکړي چې جګړې ته یو عادلانه پای وټاکل شي".
کېیف ویلي د "هر هغه معنا لرونکو وړاندیزونه ملاتړ کوي چې رښتینې سوله رامنځته کولای شي".
اوکراییني چارواکو تر اوسه هېڅ داسې تفصیل نه دی په ډاګه کړی چې په دې وړاندیز کې څه شامل دي. خو د هغو سرچینو په وینا چې د امریکایي رسنیو اکسیوس، فایننشل ټایمز او رویټرز لخوا راخیستل شوي، د طرحې دا پلان دی چې کېیف به د دونباس په ختیځ کې له هغو څخه تېر شي چې لا هم د اوکرایین تر کنټرول لاندې دي، د خپل پوځ اندازه به په څرګند ډول راکمه کړي او له ډېرو وسلو به لاس واخلي.
د مسکو په ګټه طرحه؟
که دا طرحه د اوکرایین له لوري ومنل شي نو دا غوښتنې به په څرګنده د مسکو په ګټه وي - او همدا خبره د کېیف سوړ غبرګون تشریح کوي.
خو د سپینې ماڼۍ په یوه خبري ناستې کې، د ډونلډ ټرمپ ویاندې کارولین لویت هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دغه طرحه د اوکرایین له لوري د لويو امتیازاتو ورکولو غوښتنه کوي.
هغې وویل چې سټیو ویتکاف او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له دواړو خواوو سره په مساوي ډول خبرې کړې دي چې پوه شي دواړه هېوادونه پر څه ژمنې کولی شي.
هغې زیاته کړه: "دا یوه ښه طرحه ده، هم د روسیې لپاره هم د اوکرایین لپاره" (خو نور جزییات یې ورنه کړل).
هغې وویل: "موږ باور لرو چې طرحه باید دواړو لورو ته د منلو وړ وي او موږ به ډېر جدي کار وکړو چې دا موضوع یوې پایلې ته ورسوو."
مسکو بیا دغه طرحه، چې ویل کېږي ۲۸ مادې لري، بېارزښته وبلله.
د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل سره له دې چې له امریکا سره "اړیکې" موجودې دي، خو "هېڅ داسې بهیر روان نه دی چې موږ یې مشوره وبولو".
د زیلېنسکي د دفتر بیان له هغې لیدنې وروسته خپور شو، چې د پنجشنبې په ورځ په کېیف کې د اوکرایین د ولسمشر او د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره وشوه.
د کېیف پر ساړه غبرګون سربېره، ولودیمیر زیلېنسکي وویل هغه "د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د ډلې هڅې د ستاینې وړ بولي چې غواړي اروپا ته بېرته امنیت راولي" - ښايي دا د امریکا د ولسمشر د ملاتړ د ساتلو یوه هڅه وي، که څه هم د هغه د حکومت چلند د روسیې په اړه نرم ښکاري.

د عکس سرچینه، Andrew Harnik/Getty Images
خو نه اوکرایین او نه یې اروپايي شریکان د دې نوې طرحې د مسودې په جوړولو کې شامل وو او د اروپا د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې د کېیف یا بروکسل له مشورې پرته د هرې طرحې جوړول د منلو وړ نه دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس وویل: "د دې لپاره چې هره طرحه عملي شي، اړینه ده چې اوکرایینیان او اروپایيان ورسره ملګري وي."
د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف هم خبرداری ورکړ چې هره سولهییزه هوکړه باید د "شخړې له ریښو" سره مقابله وکړي - هغه اصطلاح چې مسکو یې د خپلو هغو ډېرو غوښتنو لپاره کاروي، چې د اوکرایین له نظره د تسلیمېدو په معنی ده.
د اوکراین د پارلمان غړې لیزا یاسکو بيبيسي ته وویل اوکرایین "په هېڅ برخه کې په مشوره کې نه و شامل".
هغې وویل: " داسې ښکاري چې څوک غواړي زموږ پر ځای پرېکړه وکړي او دا د ډېرو اوکرایینیانو لپاره ډېر دردناک دی."
له هغه وخته چې ډونلډ ټرمپ د روان کال په پیل کې دویم ځل ولسمشر شو، هغه د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو لپاره بېلابېل ګامونه اخیستي دي - په دې کې له پوتین سره په الاسکا کې دوه اړخیزه ناسته، د هغه د استازي ویتکاف څو سفرونه مسکو ته او له ولودیمیر زیلېنسکي او نورو لوېدیځو مشرانو سره ناستې شاملې دي.
خو د روسیې د پراخ یرغل څلور کلنۍ ته په رسېدو، لا هم دواړه خواوې پر دې چې جګړه څنګه پای ته ورسول شي ژور اختلافات لري.
په داسې حال کې چې اوکرایین په روسیه کې د پوځي تاسیساتو او د انرژۍ مرکزونو په نښه کولو کې د اوږده واټن ډرونونو په کارولو کې مهارت موندلی، پر اوکراییني هدفونو د مسکو بریدونه په هېڅ ډول نه دي کم شوي.
د روانې اونۍ په پیل کې، لږ تر لږه ۲۶ کسان د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونو په ترڅ کې د اوکرایین د لوېدیځ ښار ټرنوپیل په استوګنیزو اپارتمانونو کې ووژل شول. زیلېنسکي وویل ۱۷ نور کسان لا هم لادرکه دي.











