ولې اروپا ښځې پوځي خدمت ته رابولي؟

د عکس سرچینه، Norwegian Defence Ministry
- Author, ایمیلیا جانسن او انا هولیګن
- دنده, بي بي سي ګلوبل ویمن
د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته به هره ډنمارکۍ نجلۍ ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو وروسته د پوځ ارزونې یوه مرکز ته ځي او د پوځي خدمت جلب په یوه بهیر کې به برخه اخلي، چې پچې اچوونې ته ورته دی.
له دې وروسته که د پوځي خدمت لپاره د رضاکارو شمېر لږ شي، کېدای شي دا نجلۍ دندې ته وبلل شي. هر څومره چې شمېر کمېږي، د دې نجلۍ د پوځي خدمت دورې تېرولو لپاره به احتمال زیاتېږي.
په ډنمارک کې د نارینه وو لپاره د پوځي خدمت فرصتونه تل موجود وو، خو اوس لومړی ځل ښځې هم په دې کې شاملېږي او د پچې ختلو په دې بهیر کې به برخه اخلي.
پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل نژدې دوه کاله وروسته په ۲۰۲۴ کال کې داسې حال کې دا پرېکړه وشوه، چې سویډن او ناروې له مخکې دا ډول پرېکړې کړې وې.
په تېره یوه لسیزه کې داسې کافي شمېر رضاکار وو، چې په جبري ډول پوځي خدمت ته د خلکو اړ ایستلو ته اړتیا نه وه، خو ډنمارک غواړي لا ډېر ځوانان پوځي خدمت وکړي او کېدای شي په راتلونکو کلونو کې دا هر څه بدل شي.
د پوځي خدمت دورې په هکله د ډنمارکیو ښځو نظرونه وېشلي دي.
ازابیلا چې په څلورو کلونو کې به د دې چارې جوګه شي وايي: ''زه نه غواړم ووژله شم. نه غواړم په پي ټي اېس ډي (له سختې حادثې وروسته سخته خواشیني) اخته شم او دغه راز د یوې ښځې په توګه د جګړې په ډګر کې له ژوند تېرولو ډارېږم.''
نولس کلنه ساره د پوځي ارزونې په یوه مرکز کې چې د نوملیکنې لپاره ورغلې وه، وویل: ''فکر کوم دا ښه ده، چې په داسې څه کې ګډون وکړم، چې مخکې یوازې د نارینه وو د کولو چاره بلل کېده.''
له ۱۹۹۸ کال راهیسې پوځي خدمت ته لاسرسی شونی شو او تېر کال په هغو کسانو کې چې د پوځي خدمتونو دوره یې بشپړه کړې، یو – څلور برخه ښځې وې.
جنسیت ته له پام پرته پوځي خدمت ته جلب او جذب
ناروې بیا په اروپا کې لومړنی هېواد شو، چې د ځوانانو جنسیت ته له پام پرته یې پوځي خدمت ته د ځوانانو جلب او جذب لړۍ پیل کړه.
د ۲۰۱۳ کال هغې پرېکړې ته په پام سره چې د هېواد ټول وګړي باید مساوي حقونه او مسوولیتونه ولري، دا پرېکړه شوې وه.
په ۲۰۱۷ کال کې له هغه وروسته چې روسیې د کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله، سویډن هم د ناروې پر پله پل کېښود او په ۲۰۲۰ کې بیا نېدرلنډ د نارینه وو تر څنګ پوځ ته د ښځینه وو جلب او جذب لپاره قانون چمتو کړ، خو د ټولو لپاره د غوښتنې په صورت کې حاضري د دوی په خپله خوښه وه.
په دا نژدې وختونو کې بیا د بالټیک سیمې استونیا، لاتویا او لیتوانیا هېوادونو کې هم پوځي خدمت ته د ښځو جلب او جذب بحثونه پیل شوي دي.
د یادونې ده، چې ډېر کسان دې هېوادونو ته په راتلونکي کې د روسیې احتمالي یرغل له ګواښ سره د مخامخ هېوادونو په نظر ګوري.

د عکس سرچینه، MADS CLAUS RASMUSSEN/Ritzau Scanpix/AFP via Getty Images
د استونیا پوځي اکاډیمۍ یوه څېړونکې ایلیري لیلیمای وايي: ''پر اوکرایین د ۲۰۲۲ کال روسي یرغل سره دا بدلون راغی. زه فکر کوم، دا داسې څه دي، چې هېچا ته د منلو نه و.''
د لاټویا دفاع وزیر اندریس سپریدوس په ټنیګار کوي، چې له ۲۰۲۸ کال وروسته باید د ښځو جذب او جلب لړۍ پیل شي. دی د دې لپاره یو شمېر لاملونه یادوي: ''ځکه موږ یوه یرغلګر هېواد ته څېرمه ژوند کوو. ځکه موږ اړتیا لرو، چې خپله دفاع پراخه او پیاوړې کړو. دغه راز زموږ وګړي د ملي دفاع او امنیت برخه کې باید مساوي حقونه او مسوولیتونه ولري او له همدې امله زه د یوه وزیر په صفت د یوه داسې پوځ ملاتړ کوم، چې سرتېري یې جنسیت ته له پام پرته جلب او جذب شوي وي.''
د زېږون کچې کمېدل
د پوځي خدمت لپاره د ځوانو نارینه وو کمښت هم یوه ستونزه بلله کېږي. په داسې یوه هېواد کې چې ټولټال نفوس یې دوه میلیونه وي.
په لاټویا کې د هرې ښځې لپاره د ماشومانو زېږولو کچه یو اعشاریه ۳۶ ته راټیټ شوی، په داسې حال کې چې د نفوس کچې ټیکاو لپاره دغه کچه دوه اعشاریه یو بلل کېږي.
په دوو نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم په ترتیب سره د یو اعشاریه ۳۱ او یو اعشاریه ۱۸ کچه لیدل کېږي.
د ایلیري لیلمای په خبره همدا دلیلونه دي، چې له کبله یې په بالټیک هېوادونو کې پوځ ته د ښځو ګډون چارې ته اهمیت ورکوي: ''ستونزه به نژدې ۲۰۴۰ کال کې رادبره شي، ځکه په تېرو دوو، درېیو کلونو کې د زېږون کچه دومره ټیټه ده، چې که موږ همداسې د امنیت په اوسني وضعیت کې پاتې شو، نو موږ به کافي کسان نه لرو.''
دا د خپل هېواد استونیا بېلګه یادوي.

اوسمهال استونیا له فزیکي پلوه د وړ نوماندانو په غوره کولو سره شاوخوا ۴۰ ځوان نارینه په وړتیا لرونکو ډلو کې شاملوي.
که دوی غواړي چې په پوځ کې ورته شمېر سرتېري وساتي، د ټولو هلکانو شاوخوا ۹۰ سلنه باید تر ۲۰۴۰ پورې په پوځ کې شامل شي.
اغلې لیلیمای وايي: "یا موږ باید د هغو کسانو ډله پراخه کړو چې موږ یې استخداموو، یا باید نورې لارې ولټوو."
په لیتوانیا کې، د ښځینه سرتېرو د ګډون مسئلې په تړاو عامه بحثونه کېږي، خو په لاټویا کې بیا د سیاستوالو نظرونه وېشل شوي دي.
د فنلنډ په څېر د بالټیک درې واړه ایالتونه د نارینه وو لپاره د اجباري پوځي خدمت بڼه لري، خو په داسې حال کې چې ښځې کولی شي غوره کړي چې برخه پکې واخلي یا نه.
پولنډ چې د روسیې د کالینینګراد سره پوله لري، پلان لري چې له ۲۰۲۶ څخه د ټولو نارینه وو لپاره پوځي روزنه بیا پیل کړي، او ویلي یې دي چې ښځې به هم رضاکارانه کار وکړي.
د اوکراین بېلګه
د ایلیري لیلیمای په وینا، په اوکرایین کې د جګړې ډګر لپاره د ښځو د چمتو کولو اهمیت څرګند کړی.
د اوکرایین دفاع وزارت ویلي چې له ۷۰۰۰۰ ډېرې په وسله والو ځواکونو کې خدمت کوي، چې له دې ډلې یې ۵۰۰۰ د جګړې په لومړۍ لیکه کې دي.
لیلیمای وايي: "دوی یوه ښه بېلګه وه چې څنګه په پوځي خدمت کې ښځو ته اړتیا شته، څنګه اړتیا لرو چې هېواد په خورا سخت حالت کې وي، څنګه هر څوک ونډه واخلي."
د یادونې ده، چې په اوکرایین کې، د پوځي کسانو له کمښت سره سره، هېڅ سیاستوال د ښځینه وو د شمولیت غوښتنه نه ده کړې.
په اوکرایین کې جګړې د اروپا په دفاع کې د ناټو یا د شمالي اتلانتیک تړون سازمان لخوا لوبول شوی مهم رول جووت کړی دی. د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې، د ناټو غړو د سږ کال په دوبي کې په هاګ کې په یوه سرمشریزه کې د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي موافقه وکړه.
خو اروپایي هېوادونه هم پوهېږي چې دوی نور نه شي کولای د دفاع لپاره په متحده ایالاتو تکیه وکړي، او باید ډېر ځان بسیا وي.

د عکس سرچینه، Reuters
جرمني اوسمهال په ۲۰۲۶ کال کې د رضاکارانه پوځي خدمتونو د معرفي کولو پر وړاندیزونو بحث کوي، په داسې حال کې چې فرانسه غواړي د رضاکارانه پوځي خدمتونو اوسنی پروګرام کې اصلاحات راولي، چې د جګړې لپاره پر روزنې ډېر ټینګار وکړي.
د پوځي خدمتونو څرنګوالی او موده د یو هېواد او بل هېواد ترمنځ توپیر لري، ځینې هېوادونه په پوځي مرکزونو کې د استخدام سرتېري ځای پر ځای کوي او ځینې نور یې په جلا توګه روزنه ورکوي.
د جبري خدمتونو لپاره عامه ملاتړ هم توپیر سره لري. د ۲۰۲۵ کال په می کې د بهرنیو اړیکو په تړاو د اروپايي شورا لخوا ترسره شوې نظرپوښتنې وموندله چې په فرانسه، جرمني او پولنډ کې اکثریت په کلکه د اجباري پوځي خدماتو بېرته پیلېدو ملاتړ کړی دی.
کله چې د ښځو د جبري استخدام خبره کېږي، په ډنمارک کې مخالفت خاموش و، خو بالټیک هېوادونو کې نظر پوښتنې ښیي چې یوازې یو کوچنی اقلیت د دې نظر ملاتړ کوي. د دفاع وزیر اندریس سپروډز مني، چې ''د لاټویا ټولنه په دې اړه بحث کوي، او دا مهال د لاټویا اکثریت ټولنه د داسې چلن په تړاو خورا محتاطه ده،"
دی دا هم وايي، چې لاټویا د استونیا او لیتوانیا پرتله د نارینه وو د بیا استخدام پیلولو کې خورا سوکه وه:
"په لاټویا کې استخدام ایله په ۲۰۲۳ کې بیا پیل شو. نو، دې هم یو څه وخت ونیو."
د ښځو لپاره خوندیتوب
یوه بله ستونزه د اډانې هم ده. ځینې پوځونه دومره وړتیا نه لري، چې په یوه وخت او ناڅاپه ډېر سرتېري جذب کړي، ځکه چې ډېر چمتوالی غواړي او روزونکي باید وګومارل شي.
د دې تر څنګ نوی یونیفورم او او پوځي بکسونه باید وپېرل شي، ځکه د نارینه پوځیانو لپاره طراحي شوي معیاري یونیفورم د ښځینه پوځیانو لپاره مناسب نه دي.
دغه راز د پوځي کلتور په هکله هم پوښتنې راپورته کېږي، چې ایا پوځونه د ښځو لپاره خوندي دنده ده او که نه.
په ډنمارک کې د ښځو ټولنې مشره لوئیس وینترالیس وايي: ''موږ د ډنمارک پخوانیو ښځینه سرتېرو له ټولنې سره خبرې کړې دي، دوی وايي، چې د ښځې په صفت په ډنمارکي پوځ کې ژوند اسانه چاره نه ده. له زهرجن چاپېریال سره ستونزې هم شته.''

د عکس سرچینه، Reuters
د ډنمارک د دفاع وزارت لخوا په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شوې سروې ښوولې چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ډنمارک په پوځ کې ۲۰ اعشاریه درې سلنه مېرمنې له ناغوښتل شوې جنسي پاملرنې یا ځورونې سره مخامخ شوې دي.
وزارت مسوولین وايي، دوی به د ناوړه ګټه اخیستنې له منځه وړلو لپاره هڅو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې دا په ګوته کوي چې د اغېزمنو ښځو تناسب د ډنمارک ټولنې پرتله ټیټ دی.
د بالتیک سمندر په بله غاړه بیا اندریس سپروډز ډاډه دی چې د لاټویا پوځ د ښځو لپاره خطرناک نه دی، یا د هغو کسانو لپاره چې اوس د رضاکارانو په توګه خدمت کوي (د ټول پوځي پرسونل ۱۸سلنه)، یا د هغو کسانو لپاره چې ممکن په راتلونکي کې استخدام شي.
هغه وايي: "هو، دا ټولشموله دی." " د وسله والو ځواکونو دننه دا اوس مهال یو خوندي ځای دی."
په نړیواله کچه پوځ کې د ښځو استخدام خورا کم دی. په ۲۰۱۹ کال کې د پیو څېړنیز مرکز راپور ورکړ چې په اسرائیل، شمالي کوریا او لږترلږه څلورو افریقایي هېوادونو ،اریټریا، مالي، مراکش او تونس کې جبري پوځي خدمت شته. معمولا هغه نارینه او ښځینه چې پوځي خدمت ترسره کوي د ریزرف یا احتیاط برخه کېږي، او په راتلونکو کلونو کې د نورې روزنې لپاره بلل کېږي، یا د جګړې پر وخت د دندې لپاره غوښتل کېږي.
په اروپا کې د ډېری خلکو لپاره د پوځي استخدام موضوع، د ښځینه پوځي استخدام له موضوع پرته هم داسې ښکاري چې ناڅاپه راپورته شوې ده. سره له دې، ایلیري لیلیمای لاهم فکر کوي چې هر څه دومره چټک نه دي، لکه څنګه چې کېدای شي. هغه وايي:
"ډنمارک ډېره چټکه پرېکړه وکړه، او دوی په حیرانۍ سره په چټکۍ سره عمل پرې وکړ، خو په نورو هېوادونو کې ډېرې خبرې کېږي، خو هیڅ عمل نه شته."

- This is part of the Global Women series from the BBC World Service, sharing untold and important stories from around the globe








