د نیویارک ښاروالۍ ته مسلمان نوماند: "موږ باید میلیاردران ونه لرو"

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
د امریکا نیویارک ښار د ښاروالۍ لپاره د ډیموکراتانو مخکښ نوماند، زهران ممداني وايي، هیڅوک باید ونه شي کولی چې میلیاردر شي او په شتمنو کسانو باندې یې د لوړو مالیاتو غوښتنه کړې ده.
د نیویارک ښاروالۍ دغه نوماند، چې تېره اونۍ یې په لومړنیو ټاکنو کې خپل ګوندي سیال مات کړ، له اینبيسي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، فکر نه کوي چې باید میلیاردران ولرو. کله چې له هغه وپوښتل شول، میلیادران باید وي؟ نو په ځواب کې یې وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ باید میلیاردران ولرو، ځکه به حقیقت کې د شتمنۍ دا اندازه د هغې نابرابرۍ له امله چې موږ یې لرو، د منلو وړ نه ده."
هغه یو ځل بیا له خپله هغه مالیاتي پلان څخه دفاع وکړه چې د نیویارک ښار د "شتمنو او سپین پوستو" سیمو اوسېدونکو لپاره یې وړاندې کړی و .
ښاغلی ممداني په نیویارک ښار کې پر ملکیتونو د مالیې سیستم ناعادلانه وباله او ویې ویل: "نیویارک د نړۍ په تاریخ کې د ترټولو بډایه هېواد ترټولو بډایه ښار دی، خو بیا هم د نیویارک په هرو څلورو وګړو کې یو یې په فقر کې ژوند کوي."
د نیویارک د مالیې او شتمنیو ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه ښار له شخصي عایداتو د راټولېدونکې مالیې ۴۱ سلنه یې له میلونرانو راټولېږي.
ښاغلی ممداني که بریالی شي، نو د نیویارک ښار لومړنی هندی ټبره مسلمان ښاروال به وي. د هغه ټاکنیز کمپاین په خورا شور پر مخ ځي چې ټول تمرکز یې په دغه ښار کې د ژوند د لګښتونو په کمولو ور ټول دی.
هغه ژمنه کړې چې ښاري بسونه به وړیا کړي، وړیا وړکتونونه به جوړ کړي. په نیویارک کې به د کارکوونکو د یوه ساعت معاش لږ تر لږه ۳۰ ډالرو ته لوړ کړي، د کرایو لپاره به لوړ حد وټاکي او د بې وزلو وګړو د لاسنیوي لپاره به د ښاروالۍ اړوند ستر مارکېټونه رامنځ ته کړي. هغه ویلي، دغه پلان به یې پر لوړو عاید لرونکو د یو سلنې مالیې په لوړولو تامین شي.
ښاغلي ممداني له خپل ډیموکراټیک سوسیالیزم چلند څخه دفاع کړې او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تورونه یې رد کړي چې دی یې کمونیست بللی دی: "زه باید د ولسمشر سره عادت شم چې زما د ظاهري بڼې، زما د خبرو کولو طریقې، زما د ریښو یا زما هویت په اړه خبرې کوي، ځکه چې هغه په نهایت کې غواړي له هغه څخه د خلکو پام واړوی چې زه یې په اړه مبارزه کوم."
ښاغلي ممداني د اسرائیل-غزې جګړې په اړه د خپلو دریځونو له امله هم د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی.
ممداني ویلي، هغه د یوه دولت په توګه د اسرائیلو د شتون حق مني. هغه د دوشنبې په ورځ یې د 'لېټ شو' په نوم خپرونې ته وویل چې "د ټولو ملتونو په څېر، زه باور لرم چې اسرائیل شتون لري او همدارنګه د نړیوال قانون د ساتلو مسوولیت هم لري."
ممداني دا هم ویلي چې په نیویارک ښار کې د یهودانو ضد چلند لپاره هیڅ ځای نه شته او زیاته کړې یې ده چې که هغه وټاکل شي، نو د کرکې اړوند جرمونو سره د مبارزې لپاره به بودیجه زیاته کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ډیموکراټ ګوند د تېرې اونۍ په خپلمنځي لومړنیو ټاکنو کې هغه خپل ګوندي سیال اندریو کومو ته، چې د نیویارک پخوانی والي و، ماته ورکړه. ښاغلي کومو په ۲۰۲۱ کال کې د جنسي ځورونې له تورونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
ښاغلی ممداني چې د یوګانډا په کمپالا کې زېږېدلی، په اوه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره نیویارک ته کډه شوی دی. هغه له برونکس عالي لیسې فارغ شوی او وروسته یې له بوډوین کالج څخه د افریقایي مطالعاتو برخه کې سند تر لاسه کړی دی.
ښاغلی ممداني همدلته د فلسطین لپاره د عدالت غوښتونکو محصلان د ډلګۍ مخکښ غړی هم پاتې شوی دی.
هغه د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال پر خپلو متنوع ریښو تکیه کړې ده. هغه د کمپاین یوه ویډیو کې په بشپړه توګه په اردو ژبه خپره کړي او د بالیووډ د فلمونو کلیپونو یې هم پکې ور ګډ کړي دي. په یوه بل ویډیويي کلیپ کې هغه به هسپانوي ژبه خبرې کړې دي.
ښاغلي ممدانې له یوې سوریایۍ هنرمندې راما دوجي سره چې اوسمهال ۲۷کلنه ده، واده کړی دی.
د هغه مور میرا نایر نومېږی چې د فلمو مشهوره ډایرکټره ده او پلار یې پروفیسر محمود ممداني نومېږي چې د پوهنتون استاد دی.
د ښاغلي ممداني مور او پلار دواړو په هارورډ پوهنتون کې زدکړې کړې دی.








