سویس کې ښځینه لوبغاړو له څه باندې یوې پېړۍ ځنډ وروسته پر سینه د سکي لوبه پیل کړه

لوبې

د عکس سرچینه، LOU CAMERON-HALL

د عکس تشریح، کارینا ۱۳۹ ځله په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی

"زړه راښکونکې، خطرناکه او روږدي کوونکې لوبه ده. دا له عادي سکي لوبې هم ډېره په سرعت ترسره کېږي."

دا د کیمي الکوټ په نامه د هغې لوبغاړې خبرې دي چې پر سینه د سکي لوبه کوي او څلور ځله یې په المپیک سیالیو کې برخه اخیستې.

سویس کې د سن موریتز توبوګانینګ کلب له ډېر پخوا راهیسې پر یخ د بېلابېلو لوبو کوربتوب کوي.

اوس په دغه هېواد کې وروسته له ۱۰۳ کلونو پر سینه د ښځو سکي لوبې بېرته پیل شوي.

یاد هېواد د سینې پر سرطان د ښځو د اخته کېدو له امله پر دې لوبه بندیز لګولی و او ښځو پکې د لوبېدو اجازه نه لرله.

خو له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا ښځو د دغې لوبې المپیک سیالیو کې ګډون وکړ.

الکات دا ځل په المپیک سیالیو کې ګډون نه و کړی، خو غوښتل یې له سن موریتس تر سلرینا د ۱/۲ کیلو مترو په واټن دا لوبه وکړي.

۴۱ کلنه الکات وایي" زه معمولا د خپل ژوند واک چاته نه ورکوم، خو کرستا (پر سینه د سکي لوبه) همدا له تاسې غواړي. غواړي له مبارزې لاس واخلئ. یوازې یوه لار ومومئ او ځان ور وسپارئ."

د یخ په دې لاره چې شاوخوا ۱۰ پیچومې لري سرعت یې په ۷۵ ثانیو کې تر لږ تر لږه ۹۰ کیلو مترو ته رسېږي. دا تجربه د دې لامل شوه چې، هغه "خپله ساه بنده کړي او د ساه بندېدو خطر په ځان ومني."

لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې سکي لوبو کې ښځو په ۱۹۲۱ کې په لومړي ځل برخه اخیستې وه

الماټ وایي"زه د زدکړې مینه واله یم او خوښېږي مې چې د یوې نوې تجربې او یوې نوې نقشې د پلي کولو لپاره ځان وننګوم. پوهېدم چې سرعت باید په پام کې ونیسم."

(کرستا ران) د طبیعي یخ پر سر د سکي یو ډول لوبه ده چې پر سینه کېږي. لوبغاړی پر یوه تخته پړمخې څملي او سکي لوبه کوي.

په دې سکي لوبو کې د الکاټ د ګډون موخه په ژمنیو سیالیو کې د ښځو د ونډې روښانول و چې په ۱۹۲۱ کال کې په لومړي ځل ښځو پکې برخه اخیستې وه.

هغې ویلي: " زه پر هغو ښځو چې په ګډه د دې ورزش راتلونکی جوړوي ویاړم."

کارینا ایونز هغه ښځه وه چې له یوې پېړۍ وروسته یې بیاځلي دې سیالیو کې ګډون وکړ او اتلولي یې خپله کړه.

نوموړې وایي" دا زما د ژوند تر ټولو په زړه پوری کار دی. دا حس به ټول عمر راسره وي. کلونه کېږي چې دا سیالي مې د پام وړ ګرځېدلې. دې ځای ته را رسېدو لپاره لویه اراده او برنامه اړین دي. په دې سیالیو کې له فردي ارمانونو او خوبونو ورهاخوا نور ډېر څه دي."

کرستا په ۱۸۸۴ کال کې جوړ شو او د سن موریتز توبوګانینګ کلب بنسټ بیا په ۱۸۸۷ کال کې کېښودل شو.

لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images

تر ۱۹۲۰ لسیزې ښځو او نارینه وو په ګډه دغو سیالیو کې ګډون کاوه.

د سیالۍ روزونکي جیمز سانلي وایي” له دې وېرې چې په سکي کې ښایي د ښځو سینې زیانمنې شي او پر سرطان د اخته کېدو لامل یې شي، مونږ ښځې په ۱۹۲۱ کال کې له دې سیالیو منع کړې او په ۱۹۲۹ کال کې مو له کلب راوګرځولې. خو اوس په دې پرېکړه شوې چې هغوی په دې برخه کې ډېرې ښې وې او څه ستونزه یې نه پېښوله."

په ۲۰۱۲ کال کې د کلب غړو د دې بندیز پر لېري کولو رایه ورکړه. د اکثریت مثبتو رایو له مخې دا اوږدمهاله محدودیت لېري شو او ښځو ته په دغو سکي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

ایونز لومړنۍ ښځه وه، چې له اوږده محدودیت وروسته یې په دې سیالیو کې ګډون وکړ.