هند؛ مذهبي مراسمو کې د چت نړېدو له کبله ۳۵ کسان وژل شوي

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

هندي چارواکي وايي، د دې هېواد مرکزي برخه کې د یوه معبد سقاوې دېوال نړېدو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

حکومتي چارواکي وايي، پېښه پر پنجشنبه داسې حال کې رامنځته شوه، چې د اندور سیمې په یوه معبد کې یو ځای شویو خلکو د رام نوامي نومې مذهبي مراسمو پر مهال دعا کوله.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه لوړ پوړي ځايي چارواکي لیاراجا ټي له قوله ویل شوي: موږ ۱۸ کسان ژوندي وژغورل، د ۳۵ کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ ټپيان دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پوځ او مرستندویه ادارو لږ تر لږه ۷۵ مرستندویانو کرۍ ورځ تر خاورو خځلو د لاندې کسانو رایستلو هڅې کولې او دغه راز یې څاه ته د غورځېدلو خلکو لپاره له پړیو کار اخیست.