د هند یوه معبد کې د ټېل ماټېل له کبله ۱۲ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند یوه معبد کې د ټېل ماټېل له کبله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې د ماتا وشنو دیوې په نامه معبد کې د شنبې پر سهار رامنځته شوې ده.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په دې پېښه کې د سر زیان اوښتو له کبله 'خواشیني ' څرګنده کړې ده.
لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې د دې پېښې په تړاو لیکلي:
''په ماتا وشنو دیوې بهوون کې د سر زیان له کبله سخت خواشینی شوی یم، د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوم. ''
دې معبد ته هره ورځ تر لسګونو زرو کسانو پورې خلک ورځي او داسې باور کېږي چې د رخصتیو له کبله د پېښې پر مهال د معمول پرتله هم زیاته ګڼه ګوڼه وه.
د پولیسو یوې ځايي سرچینې په وینا په دې پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي، چې ټول یې روغتون ته لېږدول شوي.
د پولیسو یوه ځايي مشر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، کېدای شي د تلفاتو شمېر زیات شي، ځکه په وینا یې د نوي کال په مناسبت د پېښې پر مهال معبد کې ګڼه ګوڼه خورا ډېره شوې وه.
دغه معبد چې د کشمیر کترا ښارګوټي ته نژدې موقعیت لري، د هند له هغو معبدونو یو دی، چې خورا ډېر خلک ورځي.
د کورونا وبا له کبله د دې معبد ته د ورتلونکو کسانو شمېر تر ۲۵ زره کسانو پورې محدود شوی و.
که څه هم تر اوسه د پېښې لامل په هکله رسماً تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو ځینې عیني شاهدان وايي، د خلکو ناسم تنظیم د دې لامل شوی دی.
چارواکي وايي، د پېښې په هکله یې پلټنه پیل کړې ده.









