کرېکټ اېمرجېنګ اسیا کپ: افغان الف لوبډلې شري‌لنکا ته ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان د کرېکټ الف (ابدالیان) لوبډلې د اېمرجینګ اسیا کپ سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې شري لانکا ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

افغان ابدالیان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

په دې کې د صدیق اتل ۸۳ او د زبید اکبري ۵۷ منډې شاملې وې.

د دوی ترمنځ د (۱۴۲) منډو ملګرتیا وشوه، چې د افغان الف لوبډلې د لومړۍ وېکټې د ډېرو منډو پخوانی ریکارډ یې مات کړ.

په توپ اچونه کې د شري‌لنکا 'داشان هېمانتا' شپږ افغان لوبغاړي وسوځول او په خپلو ۴ اوورونو کې یې یوازې ۲۳ منډې ورکړې.

د افغان ابدالیان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ کې داسې ښکارېده، چې هدف به ښايي له ۱۸۰ لوړ شي، خو د پیلیزو توپوهوونکو له سوځېدو وروسته نور لوبغاړي دومره ښه ونه ځلېدل او خپلې وېکټې یې ژر یو په بل پسې له لاسه ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې سیالۍ کې د شري لنکا له اړخه دګر ساتنه کمزورې وه او څه نا څه اووه کېچونه یې وغورځول.

د افغان ابدالیان لوبډلې روزونکو ښايي دا ستونزه لیدلي او کېدای شي په راتلونکو لوبو کې دا تشه ډکه کړي، چې د توپوهنې منځنۍ برخې کې هم لوبغاړي ښه لوبه وکړای شي.

Cric

د عکس سرچینه، ACB

په توپ اچوونه کې، افغان لوبغاړو تر ډېره د شري‌لنکا د توپوهوونکو مخ ډپ کړه، خو 'نوېنډو فرنانډو " وتوانېد چې پنځوسیزه وکړي.

افغان لوبغاړو هم څو کېچونه ونه شو نیولای، خو په ټوله کې یې ډګر ساتنه ښه وه او دوه مهم لوبغاړي یې رن اوټ کړل.

په توپ اچوونه کې فریدون ۳، بلال او غضنفر دوه - دوه او شرف الدین د ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د شریي لنکا الف لوبډلې د وروستي اوور تر درېیم توپه ۱۵۵ منډې جوړې کړای شوې، او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

اېمرجېنګ اسیا کپ سیالۍ نن جمعه پیل شوې او همدې روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۷مې دوام کوي.

په دغه کپ کې د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، شري لنکا، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحدو عرب اماراتو لوبډلې ګډون لري.

د افغان الف لوبډلې بله لوبه یکشنبه له بنګله دېش سره ده.