تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له ۱۴۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي"
د پاکستان د کورنیو چارو وزار په یوې اعلامیې کې ویلي، "په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د نیولو بهیر پیل شوی دی" او پرون چار شنبه او نن پنجشنبه سلګونه کسان نیول شوي.
د وزارت په وینا، د اکتوبر له پیل راهیسې څه باندې یو لک او څلوېښت زره بهرنیان "په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي."
د پاکستاني چارواکو په وینا په بېرته ستنو شویو کې له زندانونو خوشې شوي یو شمېر افغان کډوال هم شامل دي.
د رپوټونو له مخې، یوازې پرون د چارشنبې په ورځ تر ۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي چې ۱۱۵ تنه هغه بندیان هم په کې شامل وو، چې د پېښور له سنټرال یا مرکزي جېل او اډیاله زندانه خوشې شوي دي.
په تورخم کې ځايي خبریالانو او کډوالو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، د تګ راتګ په دروازه کې د ګڼې ګوڼې له امله د بېرته ستنېدو بهیر هم له ستونزو سره مخ دی.
په تورخم کې د یوه ځايي خبریال په وینا، تېره شپه ګڼ هغه کډوال چې لنډي کوتل یوه کمپ ته راټول شوي وو، د پاکستاني چارواکو د ثبتونې له بهیر وروسته پر کرښه افغانستان ته اوښتي دي.
بي بي سي پښتو ته په رسېدلو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې نن پنج شنبه هم ګڼ شمېر کډوال تورخم ته روان دي. ځینو یې بي بي سي ته ویلي، چې لسیزې یې پاکستان کې ژوند کړی او اوس "په زور بېرته افغانستان ته ستنول کېږي."
هممهاله په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر د پاکستان د کورنیو چارو له لنډمهالي وزیر سره د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلی دی. سفارت پر اېکس لیکلي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې پولیس به یې ستنېدونکي افغانان نه زوروي.
ځینو ستنېدونکو افغانانو ویلي چې "پاکستاني پولیس ترې پيسې غواړي."
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند پر خپله اېکس (مخکېني ټوټېر) پاڼه لیکلي، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون له لارې په سپین بولدک کې هم د ترانسپورتي، خدماتي، موقتې میشتیدنې او ثبت او تثبیت کمیټو فعالیتونه روان دي.
د ښاغلي کریمي په وینا "د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر وسایط، یو شمېر صحي پرسونل، امبولانسونه رسېدلي او همدارنګه د خدماتي او موقت میشتیدنې کمیټو له لوري د خوراک، اوبو او نورو لوازمو انتظامات نیول شوي دي."
بل پلو د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له یو شمېر مرستندویه ادارو سره د مرستو همغږي، او ټولو خدماتو پراختیا په موخه ناسته کړې ده.
د پاکستان له خوا د "بې اسنادو کډوالو" د وتو لپاره ټاکل شوې وروستۍ موده اکتوبر په ۳۱ نېټه پای ته ورسېده.
د ځینو ستنېدونکو افغانانو اندېښنه دا ده چې وطن کې یې مېنې نشته او د اوسېدو ځایونه نه لري. بل پلو د افغانستان په زیاتره سیمو کې هوا هم سړه شوې او په ځینو سیمو کې مخ په سړېدو ده.
یو شمېر کډوال وايي په پاکستان کې یې لسګونه کلونه ژوند کړی او افغانستان ته سملاسي ستنېدل ورته ډېر ګران دي.