علي وزیر: دوی اسامه بن لادن ته پنا ورکړې خو بې‌وزله کډوال په زور شړي

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

پاکستان کې بې‌اسناده کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل تېره ورځ پای ته ورسېد خو پاکستان کې د ننه او بهر په زور د افغان کډوالو د شړلو مخالفتونه شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه اوڅار غړي علي وزیر پر اېکس (ټوېټر) د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زور ایستل غندلي دي.

نوموړي لیکلي: "دوی اسامه بن لادن، د افغان طالبانو بېلابېلو مشرانو، د نړۍ زرګونه اورپکو، تحریک طالبان پاکستان او نورو ګڼو ترهګرو ډلو پنا ورکړې، خو د بې‌وزله افغان کډ‌والو د اجباري وتلو لپاره یې یوازې یوه میاشت لنډ ضرب الاجل – هغه هم په داسې وخت کې ورکړی چې افغانستان کې ډېر سوړ ژمی پیل شوی دی."

ښاغلی وزیر د پاکستاني حکومت له سر سختو نیوکګرو ګڼل کېږي چې وړاندې د خپلو توندو څرګندونو له کبله څو ځله زنداني شوی هم دی.

پاکستان کې د خواله رسنیو ځینو کارنو او پاکستان فعالانو د ناقانونه کډوالو د شړلو د پرېکړې پرضد خپل غبرګون د (افغان کډوالو ایستل ودروئ- #StopDeportingAfghanRefugees) په هشټګ پیل کړی دی.

د زاهد خان په نامه یوه فعال پر اېکس (ټوېټر) لیکلي: "کله چې یو کس ۴۰ یا ۴۵ کاله په یوه ځای کې اوسېدلی وي، ایستل یې ظلم دی".

شفیق احمد هم په کوټه کې د افغان کډوالو په ملاتړ د یوه لاریون د عکس له خپرولو سره لیکلي: "دا د بلوچستان د کوټې یو انځور دی، چې سلګونه زره د افغان کډوالو په زور د ایستلو پرضد اعتراض کړی او هېڅ رسنۍ دا خبر خپور نه کړ".

بله خوا، د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي وو چې ایالتي حکومت د ناقانونه کډوالو ایستلو کې پرېکنده ګامونه اخلي چې هغوی ته د وتلو ضرب الاجل پوره کېدو سره شاوخوا ۱۰۰ ناقانونه کډوال د کوټې ښار له بېلابېلو برخو نیولي دي.

پاکستاني سرچینو ویلي چې یوازې له بلوچستان ایالته شاوخوا ۳۵ زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د نومبر لومړۍ نېټه – چې پرون چارشنبه وه- له هېواده پخپله خوښه د ناقانونه کډوالو د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و.

پاکستان وايي د دوی په خاوره کې د افغانانو سربېره، ایراني، هندي او عراقي پنا غوښتونکي هم شته چې قانوني اسناد نه لري او خپلو هېوادونو ته به ستانه کړل شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، یوازې د ضرب الاجل پوره کېدو پر لومړۍ ورځ (سې شنبه) یوازې د تورخم له لارې له ۲۹ زرو ډېر افغانانان افغانستان ته ستانه شول چې د ډېر بیروبار له کبله هلته "بېړنی حالت" جوړ شوی و.

پاکستان وايي، په تېرو دوو اونیو کې، کله چې د ناقانونه کډوالو پرضد کمپاین په سختېدو شو، د تورخم له لارې له سل زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي.

طالبانو تورخم ته نژدې د کډوالو لپاره دوه لنډمهالي کمپونه جوړ کړي چې د پنځو زرو کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

تازه د طالبانو حکومت ویلي، چې په تورخم کې یې د پنجشنبې په ورځ د غرمې لپاره لس زره او ماښام لپاره دېرش زره کسانو ته د خوراک ورکولو تابیا نیولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بلال کریمي پر اېکس (ټوېټر) ځینې وېډیوګانې خپرې کړې چې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته پکې تیارۍ او د خوړو پروګرام په پام کې نیول شوی دی.

نوموړی لیکي، د دوی ټرانسپورتي کمېټې تورخم ته نژدې د ټولو کډوالو انتقال تکمیل کړ. اوس یوازې هغه کډوال چې تازه له فرضي کرښې را اوړي د ملي دفاع وزارت په مټ د لېږد وسایل ورته چمتو شوي.

وړاندې، د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي وو، په دې کمپونو کې یې له پاکستانه د ور ستنېدونکو افغانانو د موقتې استوګنې لپاره جوړ کړي چې لومړنۍ اسانتیاوې پکې شته.

ښاغلی حقاني زیاتوي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو د چارو لپاره دوه میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۲۷ میلیونه ډالر) ځانګړي شوي دي.

په افغانستان کې هغو ستنېدونکو کډوالو ته خپلو ښارونو او سیمو ته د لېږدولو لپاره اسانتیاوې چمتو او ۱۰۰ پوځي ګاډي ځانګړي شوي دي.