تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني پولیس وايي د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړې
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
د پاکستان لنډمهاله حکومت لخوا بېاسناده کډوالو ته له دغه هېواده وتلو لپاره د ورکړ شوي وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله اسلام اباد کې پولیسو ویلي، چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
دوی پر خپل اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې کاږلي، په دې لړ کې ۶۴ ناقانونه اوسېدونکي چې زنداني شوي وو، ایستل شوي دي.
د اسلام اباد پولیسو دا نه دي ویلي، چې دغه کسان د کوم هېواد اتباع وو خو د دوی لخوا خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې یو شمېر کسان موټرونو ته خېژول کېږي.
دغه پیغام کې هغو پاکستانیانو ته هم د قانوني چلند ګواښ شوی، چې بې اسناده کډوالو ته پناه او کار ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې دننه او له بهره دا غوښتنې هم تکرارېږي، چې د پاکستان حکومت دې پر خپل دغه پلان له سره غور وکړي.
په دې لړ کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارد بېنېټ پر خواله رسنۍ یوه پيغام کې له پاکستانه خپله دا غوښتنه تکرار کړې، چې په "ډله ییزه توګه" افغانستان ته د کډوالو د شړلو پلان په لغوه کولو سره دې افغانانو لپاره د یوه بل کړکېچ مخه ونیسي.
هغه په دې پیغام کې زیاته کړې چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په ګډون "له هرې ممکنې لارې د افغانانو د حقونو دفاع" کوي.
ښاغلي بېنېټ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د پاکستان له لنډمهالي حکومت غوښتي وو چې د کډوالو "د نه شړلو مطلق او نه انکارېدونکی اصل" رعایت کړي، د کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي او د ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغان اتباعو د ایستلو پلان لغوه کړي.
هممهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم یو ځل بیا له پاکستان او نورو ټولو هېوادونو غوښتي چې 'د ښه ګاونډیتوب، اسلامي ورورولۍ او بشري عاطفې' له مخې له زغمه کار واخلي او افغان کډوال په زور او له چمتووالي پرته وتلو ته اړ نه کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد لخوا دا خپره شوې اعلامیه په اتو مادو کې رانغښتل شوې او د دوی په وینا ځینو "مهمو ټکو" ته پکې اشاره شوې ده.
طالبانو ویلي "په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده ایجاد کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري."
خو تر دې مخکې بېلابېلو پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړی، چې ګنې افغان کډوال په دغه هېواد کې په امنیتي پېښو او ناکراریو کې لاس لري.
د طالبانو حکومت خپله اعلامیه کې زیاته کړې "له کومو هېوادونو چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال" دی او دا چې څوک حق نه لري ورنه ویې ګرځوي او یا "په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي."
د دوی اشاره ظاهرآ له پاکستانه د ځینو ورستنېدونکو افغان کډوالو هغو ادعاو او شکایتونو ته ده چې وايي، تر یوې ټاکلې اندازې د ډېرو پیسو، مالونو او توکو لېږدولو اجازه نه ده ورکړ شوې او ترې ګرځول شوي دي.
طالبانو خپله علامیه کې دا هم ویلي، چې ټول افغان او په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال باید د دوی حکومت کې د کډوالو ستونزو ته رسېدو لپاره له نوي جوړ شوي عالي کمیسیون سره په همغږۍ د جبري ورستنیدو کډوالو په "انتقال، اسکان، سرپنا، درملنې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي".
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشري د طالبانو حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کوي.
له ارګه یوه جلا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې ښاغلی حنفي سېشنبه د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د ورستنېدونکو کډوالو د ستونزو ارزولو لپاره تورخم ته تللی.
هممهاله د طالبانو حکومت کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې ورستنېدونکې کډوالې کورنۍ تر خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو وړیا لېږدوي.
دا وزارت وايي، په دې موخه د ترانسپورت وزارت په مشرۍ، د کډوالو، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست په غړیتوب یوه کمېټه جوړه شوې ده.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو او نورو بېلابېلو سازمانونو د پاکستان له حکومت غوښتي وو، چې په زوره د بې اسناده کډوالو د ایستلو پلان له عملي کولو ډډه وکړي.