اتو هېوادونو او اروپايي ټولنې د افغانانو پر بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د کاناډا، امریکا، بریتانیا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او ناورې ځانګړو استازو په خپله وروستۍ ناسته کې اندېښنه ښودلې چې د افغان وګړو بشري او اقتصادي وضعیت نور هم ناوړه شوی دی.

د ځانګړو استازو په ګډ بیان کې راغلي، دا مهال د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه وګړي بېړني لاسنیوي او مرستو ته اړتیا لري.

ددغه ګډ بیان یوه کاپي د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه هم خپره شوې.

په بیان کې راغلي چې روان بشري کړکېچ ته رسیدنه اړینه ده او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې د مرستندویه بشرپالو ادارو ښځینه او نارینه کارکوونکو ته اجازه وکړي چې خپلې دندې په سمه توګه په ټولو سیمو کې ترسره کړي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې له افغانستان سره د بشري مرستو کچه نږدې شپږ اعشاریه درې میلیارده ډالرو ته رسېده خو له هغې وروسته دا مرستې ډېرې کمې شوې، په داسې حال کې چې د مرستو لپاره د اړو خلکو شمېر بیا ډېر لوړ تللی دی.

خو دغو استازو ویلي، دوی به د افغانستان بې وزله خلک له یاده ونه باسي او د هرات زلزله ځپلو په ګډون به له نورو اړو خلکو سره خپلې جاري ساتي.

دوي وايي سره له دې چې له افغانستان سره د بشري مرستو ملاتړ باید وشي خو اصلي ستونزه په لویه کچه د افغانستان د اقتصادي کړکېچ په عواملو بحث نه کول دي چې باید ورته پام وشي.

دوی وایي دا د طالب واکمنو مسئولیت دی چې اقتصادي او بشري وضعیت کابو کولو لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د لویو مرستندویانو غوښتنې په پام ونیسي.

د دې هېوادونو مهمه غوښتنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار موضوع ده چې په وینا یي دا کار افغانستان د اوږد مهاله بې ثباتۍ خواته بیایي.

دوی دارنګه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورټر د وروستي راپوټ هرکلی کړی.

یاد هېوادونه دارنګه وایي طالبانو تر اوسه په افغان کې د پراخ بنسټه سیاسي جوړښت لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستي نو ځکه یې واکمني د مشروعیت له پلوه ډېرو اړخونو ته منلو نه ده.

په بیان کې ټینګار کړی چې نوی اساسي قانون باید د رڼو، ملي، ټولګډونه او معنا لرونکو خبرو وروسته تصویب شي او په دې برخه کې طالبان او نورو اړخونه باید له ملګرو متلونو او اسلامي همکاریو سازمان څخه سلا مشورې واخلي.

دارنګه یادو هېوادونو د طالبانو لخوا د کوکنارو په کرکیلې له بندیز او له هغې وروسته په کښت کې یې د ۸۰ سلنه کموالي نه هرکلی کړی دی.

دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد هم د طالبانو مبارزه ستایلې خو وایې لا هم په افغانستان کې اورپکې ډلې خوندي ځایونه لري او کولای شي له هغې ځایه بهر برېدونه وکړي.

په بیان کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د افغان کډوالو په برخه کې نړیوال اصولو په پام کې ونیسي او دارنګه هغه خلک چې افغانستان یې د ګواښونو له امله پريښی او نورو هېوادونو ته د پناه وړلو لپاره هلته ورغلي بېرته ونه لېږي.

د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو او اروپايې ټولنې استازو دارنګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه د وړاندیز هرکلی کړی چې د افغانستان په تړاو د ځانګړو استازو دویمه ناسته په نږدې راتلونکې کې جوړه شي.

دوی تمه څرګنده کړې چې ایټالیا ددغې ناسته کوربه توب وکړي.