د ژغورنې نړیواله کمېټه: د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ سره مخ دي

د ژغورنې نړیواله کمېټه (آی آر سي) وايي،‌ د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ سره مخ دي.

دغه کمېټه هر کال د نړۍ د هغو ۲۰ هېوادونو لېست خپروي، چې اټکل کېږي راتلونکی کار به یې بشري وضعیت پکې خورا خرابې کچې ته ورسېږي.

سږ کال یې په خپور شوي لېست کې افغانستان درېیم ځای لري. تېر کال افغانستان په دغه لېست کې لومړی ځای درلود خو دغه کمېټه وايي‌ په درېيم ځای کې د افغانستان راتلل په دې مانا نه دي‌ چې د افغانستان حالت له پخوا ښه شوی بلکې په ختیځه افریقا کې د ځینو هېوادونو حالت له افغانستانه لا خراب شوی دی.

د یادې کمېټې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د واک له بدلون وروسته خلک له اقتصادي ځوړتیا سره مخ دي او د ښه کېدو برخه کې یې د حکومت هڅې ناکامې دي.

دغه خبرپانه لیکي: "د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ کې ژوند کوي او یوه بل راتلونکي اوږده ژمي ته چمتووالی کوي."

آی آر سي افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او ویلي یې دي، چې میلیونونه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

دغې کمېټې وچکالي او سیلابونه د فصلونو او څارویو د له منځه تللو لاملونه یاد کړي دي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت یې لا پسې خراب کړی.

د ژغورنې یادې نړیوالې کمېټې افغانستان کې د ښځو روان وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: "افغان ښځې او نجونې به د دغو سختیو کړاو تجربه کړي، هغوی همدا راز د تاوتریخوالي او محدودیتونو له خطر سره مخ دي، ډیری یې غلي پاتې شوي، ځکه چې حکومت یې پر زدکړو، کار، سفر، جامو او سیاسي مشارکت بندیزونه لګولي دي."

آی آر سي افغانانو سره پر مرستې او لاسنیوي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، تمه لري ۸۰۰۰۰۰ افغانانو ته په مستقیم ډول مرسته وکړي او ۴ میلیونه کسان بیا د خپلو بېلابېلو خدمتونو له لارې مرستې ورسوي.

یادې کمېټې افغانستان کې د خپلو خدمتونو په اړه ویلي چې‌، ۲۰۲۲ کال کې یې دغه هېواد کې خپل کارکوونکي څلور برابره زیات کړي.

د ژعورونکی نړیوالې کمېټې ( آی آر سي) له خوا په خپور شوي لیست کې د اوکرایین، هیتي، سویلي سوډان، سوریې، یمن، ایتوپیا، سومالیا په ګډون دولس نور هېوادونه هم یاد شوي دي چې وګړي یې بې وزلۍ سره مخ دي.

سومالیا او ایتوپیا چې دواړه افریقايي هېوادونه دې د دغه لیست په سر کې راغلي دي.

تېر کال اګسټ‌ راهیسې پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، ګڼو افغانانو خپلې دندې او کارو بارونه له لاسه ورکړي.

دغه وضعیت نه یوازې افغانان بلکه نړۍ هم اندېښمنه کړې او د کابو کولو هڅې یې روانې کړي چې د بشري مرستو له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړي.