تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر د تصویر په ژبه
د پاکستان لنډمهاله حکومت لخوا بېاسناده کډوالو ته له دغه هېواده وتلو لپاره د ورکړ شوي وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله پاکستاني پولیسو د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
دا کډوال د پاکستان له بېلابېلو برخو راټولېږي او لنډمهالو پنډغالو ته راوستل کېږي.
په تورخم کې ځایي خبریال مهراب افریدی وایي، په لنډي کوتل کې د حمزه بابا له زیارت سره جوړ شوي لنډمهاله پنډغالي کې د کډوالو شمېر د نورو ورځو پرتله د هغه په ټکو په "انتهایي ډول دومره ډېر شوی چې هلته د نورو د ځایېدو امکان نشته."