د اوکرايین حکومتي سرچینې وايي کیېف د روسیې او امریکا مذاکراتو ته نه دی بلل شوی

ولودمير زيلېنسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرایین په حکومت کې لوړپوړو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې هېواد یې د سعودي پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسیې مذاکراتو ته نه دی بلل شوی او په وينا يې په هغو کې ګډون هم نه کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي په وار وار ویلي چې په مذاکراتو کې د خپل هېواد له ګډون پرته به هېڅ ډول تړون ونه مني.

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې په ریاض کې د امریکا او روسیې په ګډون ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف سره یوځای د مذاکراتو په موخه سعودي ته سفر کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وويل چې سټیو ویټکوف د ولادیمیر پوتین سره څو ساعته لیدنه درلوده.

بل پلو د اروپايي ټولنې مشران په فرانسه کې د اوکرايین په اړه بېړنۍ ناسته کوي.

د اوکرایین لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي کیت کلوګ مخکې ویلي وو چې کیېف به د دوشنبې په ورځ د سعودي غونډه کې برخه واخلي، خو د اوکرایین حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې او نه به هم پلاوی واستوي.

په همدې مهال د اروپايي ټولنې مشران بيا اندېښمن دي چې دوی به په بشپړه توګه له خبرو اترو بهر پاتې شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اروپايي مشرانو، د ناټو چارواکو او نورو مشرانو ته بلنه ورکړې چې په بېړنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

"بریتانیا چمتو ده چې د سولې ساتلو لپاره اوکرایین ته ځواکونه واستوي"

کېير سټارمر او ولودمير زيلېنسکي

د عکس سرچینه، PA Media

د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې اوکرایین ته پوځي ځواکونه واستوي ترڅو د سولې د تړون د یوې برخې په توګه د هغه د امنیت ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي سټارمر په يوه لیکنه کې چې په ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه کې خپره شوې ويلي، "په راتلونکي کې د پوتین د نور یرغل د مخنیوي لپاره د اوکرایین د تلپاتې سولې ډاډمنول اړین دي."

د بریتانیا لومړی وزير، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اروپايي مشرانو په بېړنۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي، ویلي چې که اړتیا وي، بریتانیا چمتو ده چې په اوکرایین کې د خپلو پوځي ځواکونو ځای پر ځای کولو سره د اوکرایین د امنیت په ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي سټارمر ويلي، "د اوکرایین د امنیت په ډاډمنولو کې هر ډول رول زموږ د لويې وچې او زموږ د هېواد په امنیت کې مرسته کوي."

نوموړي مخکې ویلي وو چې بریتانوي ځواکونه یوازې د اوربند له لاسلیک وروسته د تړون خوندي کولو لپاره کولی شي اوکرايين ته ننوځي.

ښاغلی سټارمر به د روانې میاشتې په وروستیو کې په واشنګټن کې له ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

د شمېرو له مخې اوکرايين سره په ټولنيز ډول د اروپا مرستې د امریکا پرتله ډېرې شوې دي.

د کيل موسسې د راپور مخې، اروپا له اوکرايين سره په اقتصادي او بشري برخه کې ۷۰ ميليارده او په پوځي برخه کې ۶۲ ميليارده مرسته لېږلې ده.

په بدل کې، امریکا ۵۰ میلیارده یورو اقتصادي او بشري مرستې، او همدارنګه ۶۴ میلیارده یورو پوځي مرستې چمتو کړې دي.