ولې ټرمپ په سعودي کې له پوتین سره د لیدنې وړاندیز وکړ؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, منال خلیل
- دنده, بي بي سي عربي
کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، کولی شي په سعودي عربستان کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي، ډېر خلک حیران شول، چې ولې یې د دې مهمې ناستې لپاره دغه هېواد د خبرو لپاره د ممکن ځای په توګه غوره کړ.
ټرمپ د غونډې لپاره نېټه مشخص نه کړه، خو ویې ویل دا په نژدې راتلونکي کې کېدی شي.
د امریکا ولسمشر ان وړاندیز وکړ چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، چې په ساده ډول یې نوم (اېم بي اېس) یادېږي، هم ګډون پکې کولی شي.
دغه څرګندونې د ټرمپ، پوتین او د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره تر جلا تیلیفوني خبرو یوازې څو ساعته وروسته وشوې. دا خبرې د سولې لپاره پر فرصتونو د تمرکز لپاره روانې دي.
سعودي عربستان نن په یوه بیان کې، د ټرمپ او پوتین ترمنځ د تیلیفوني خبرو او په دغه هېواد کې د غونډې جوړولو د امکان ستاینه وکړه.
په بیانیه کې ویل شوي: "شاهي کورنۍ د روسیې او اوکرایین ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګولو لپاره خپلې دوامدارې هڅې تاییدوي."
بې طرفه ځای
د رپوټونو له مخې، د ټرمپ او پوتین ترمنځ د راتلونکې سرمشریزې لپاره، د چین او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو دېته لېوالتیا ښودلې چې کوربه ووسي.

د عکس سرچینه، Reuters
په واشنګټن کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ مرستیال پاول سلیم وايي، "سعودي عربستان د ټرمپ او پوتین د غونډې لپاره یو منطقي انتخاب دی ځکه دا یو بې طرفه ځای برابروي."
د ښاغلي سلیم په اند، د اوکرایین په جګړه کې د اروپا د قوي دریځ له امله به په یوه اروپايي هېواد کې د غونډې کوربتوب کار ور نه کړي.
د نړیوالو اړیکو پروفیسور ډاکټر خطار ابو دیاب وايي، "په دودیز ډول، د داسې غونډو لپاره د ژنیو په څېر بې طرفه ځایونه غوره کېدل، خو له سویس او نورو اروپایي هېوادونو سره د روسیې خرابېدونکي اړیکې، ښايي د غوراوي دا بدیل رامنځته کړي."
ښاغلی ابو دیاب زیاتوي، سعودي عربستان په بریالیتوب له پوتین سره د باور او متقابلو ګټو فضا رامنځته کړې او بله دا چې سعودي د جرمونو نړیوالې جنایي محکمې (ای سي سي) لاسلیک کوونکی هېواد نه دی.
په ۲۰۲۳ کال کې، ای سي سي د پوتین د نیولو امر صادر کړ او هغه یې د اوکرایین جګړې په تړاو د جنګي جرمونو په تور تورن کړ. شنونکي وايي، پوتین کولی شي د نیول کېدو له خطر پرته سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د منځګړیتوب رول
سعودي عربستان د روسیې او اوکرایین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې یو له هغو لوبغاړو دی، چې د دواړو هېوادونو باور یې ترلاسه کړی دی.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د بندیانو تبادلې په وروستۍ هڅه کې چې ریاض یې اسانتیا رامنځته کړې وه، روسیې امریکایي ښوونکی مارک فوګل تر درېیو کلونو ډېر زندان وروسته خوشې کړ.
په منځني ختیځ کې د امریکا استازي سټیو ویټکاف په وینا، د سعودي ولیعهد د هغه په خوشې کولو کې مهم رول ولوباوه.
سعودي عربستان په وار وار د زیلېنسکي او پوتین دواړو هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تلپاتې سولې تړون لپاره یې فشار راوړی دی. په همدې موخه یې په جده کې د څو هېوادونو له استازو سره یوه نړیواله غونډه جوړه کړه.
د ۲۰۲۳ کال په ډسیمبر کې ریاض ته د پوتین د سفر پر مهال، محمد بن سلمان هغه "په حکومتي او عامه کچه د سعودي عربستان یو ځانګړی او د ډېر درناوي وړ مېلمه" وباله.
د خلیج چارو کارپوه عبدالله بابود په باور، سعودي عربستان د عمان، قطر او متحده عربي اماراتو په څېر د منځګړیتوب په چارو کې ور ګډېدو ته لېواله دی او غواړي د یوه مهم سیمه ییز لوبغاړي په توګه خپل نفوذ ډېر کړي.
د بابود په اند د ټرمپ او پوتین د غونډې کوربتوب کولی شي د سعودي عربستان لپاره د ډیپلوماتیک احسان په توګه، چې د امریکا په ستراتیژیکو ګټو کې د ریاض د پراخې ښکېلتیا په بدل کې، لکه د ابراهیم تړونونو لاسلیک کول، دوه اړخیز تړونونه چې د څلورو عربي هېوادونو او اسرائیلو ترمنځ اړیکې عادي کوي، کار ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
پاول سلیم په دې باور دی چې ټرمپ د اقتصادي، مالي، پانګونې او ستراتیژیکو لاملونو لپاره د امریکا او سعودي ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو ته لېواله دی او په راتلونکي کې د امریکا، سعودي او اسرائیلو احتمالي تړون په خوندي کولو کې د ټرمپ لېوالتیا ته اشاره کوي.
د ستراتیژیکو اړیکو پروفیسور ډاکټر نیدال چوکایر وايي، په منځني ختیځ کې سعودي عربستان د ټرمپ پالیسو لپاره، په ځانګړې توګه د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه ډېر مهم دی.
ښاغلی چوکایر پر سعودي عربستان د امریکا وروستي فشارونو ته هم اشاره کوي، په ځانګړې توګه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو له هغو څرګندونو وروسته چې ویلي، د غزې وګړي دې د خلیج سلطنت ته ولېږدول شي، خو ریاض دا خبره په کلکه رد کړې.
په سیاست کې د تېلو ارزښت او اغېزه یې
امریکا په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی تولیدونکی دی او ور پسې سعودي عربستان او روسیه ځای لري.
دا چې د روسیې او اوکرایین جګړې د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي، کارپوهان وايي، سعودي عربستان د تېلو د بیو په ثبات کې رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې، د اوپېک ټولنې او د تېلو صادرونکو ۲۲ هېوادونو څخه جوړ شویو، اتو غړو، چې سعودي عربستان او روسیه هم پکې شامل دي، پرېکړه وکړه چې د تېلو د تولید زیاتوالی وځنډوي. دلیل یې دا و چې د دوی د تمې خلاف د تېلو غوښتنه کمه او کمزورې شوې وه او د غیرو متحدو هېوادونو د تولید له سیالۍ سره مخامخ وو.
عبدالله بابود وايي، سعودي عربستان او روسیه د تېلو د لویو تولیدونکو په توګه ګډې ګټې لري. هغه تمه لري چې د ټرمپ او پوتین ناسته به نه یوازې په اوکرایین کې د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز وکړي، بلکې د تېلو په نړیوالو بیو او اقتصادي همکارۍ ته به هم پام وکړي.
هغه زیاتوي: "ټرمپ ښايي د امریکا د انرژۍ شرکتونو لپاره د خامو تېلو د مناسبو بیو د خوندي کولو، په ځانګړې توګه په تېرو وختونو کې د ټیټو بیو تر غوښتنې وروسته یو ځل بیا داهڅه وکړي."
ستراتیژیکې ګټې
په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر په توګه د ټرمپ لومړی رسمي سفر سعودي عربستان ته و، چې له ډیپلوماتیک پلوه یې د دغه سلطنت نړیوال حیثیت لوړ کړ.

د عکس سرچینه، EPA/SAUDI PRESS AGENCY HANDOUT
ټرمپ تر دې مخکې اشاره کړې وه چې د هغه د دویمې دورې لومړی بهرنی سفر ښايي بیا سعودي عربستان ته وي، او د هغه لپاره یې بیه ټاکلې ده.
هغه تېره میاشت خبریالانو ته ویلي و، "که سعودي عربستان وغواړي چې د ۴۵۰ یا ۵۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت (زموږ محصولاتو) واخلي ... فکر کوم چې زه به ښايي هلته ولاړ شم."
څو ورځې وروسته د سعودي عربستان ولیعهد وویل، دغه شاهي حکومت غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د ډاکټر نیدال چوکایر په باور، ټرمپ سعودي عربستان ته د یو مهم ستراتیژیک او اقتصادي ملګري په توګه ګوري.
هغه دا هم په ګوته کوي، ټرمپ په خلیج کې د امریکا د واکمن اقتصادي رول د خوندي کولو په لټه کې دی.
د نړیوالو اړیکو د پروفیسور ډاکټر خطار ابو دیاب په وینا، ټرمپ هڅه کوي چې په سعودي عربستان او پراخه سیمه کې له چین سره د واشنګټن د ستراتیژیکې سیالۍ د یوې برخې په توګه د امریکا نفوذ پیاوړی کړي.
په داسې حال کې چې پر سعودي عربستان د بشري حقونو د مخینې له امله نیوکه شوی، ابو دیاب او چوکایر دواړه وايي، په دغه شاهي هېواد کې وروستيو اصلاحاتو، لکه د مذهبي پولیسو لغوه کول یا ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول، د دوی نړیوال انځور ښه کړی دی.











