له دفاع تر اقتصاده: د ټرمپ په مشرۍ اداره کې به د سعودي او امریکا اړیکي څنګه وده وکړي

سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او ولسمشر ډونلډ ټرمپ
    • Author, نسرين حاطوم
    • دنده, د خلیجي چارو لپاره د بي بي سي نيوز عربي خبریاله

د سعودي عربستان د وزیرانو شورا مشر او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ژمنه وکړه چې له متحده ایالاتو سره به د خپل هېواد پانګونه د ۶۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت لوړه کړي. دا څرګندونې یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون کې کړې وې چې، که سعودي عربستان د ۴۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت امریکایي تولیدات واخلي، نو دی چمتو دی چې د ولسمشر په توګه خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي ته وکړي.

خو داسې ښکاري چې ټرمپ ته دغه ۶۰۰ میلیارده ډالر بس نه دي، ځکه هغه دا اندازه تر یو ټرېلیون ډالرو پورته کړه.

په دې اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټرمپ وویل: "زه به له سعودي ولیعهد- چې یو په زړه پورې شخص دی، وغواړم چې دغه اندازه نژدې یوه ټرېلیون ډالرو ته لوړه کړي." هغه زیاته کړه: "زه باور لرم چې دوی به دا کار وکړي ځکه موږ له دوی سره ښه چلن کړی دی."

دغه متقابلې څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو راتلونکی په ګوته کوي، داسې ښکاري چې د دې اړیکو پیاوړتیا به تر ډېره د دواړو خواوو اقتصادي ګټو پورې تړلې وي.

که د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړي دوره کې د سعودي او امریکا اړیکو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو وینو چې دا اړیکې ځانګړې بلل کېدې، خو کله چې د ارامکو پر تاسیساتو برید وشو، ټرمپ د سعودي دفاع ونه کړه. هغه له ایران سره جګړې ته له ننوتلو انکار وکړ.

د دې ځانګړو اړیکو مهمې نښې په دې کې څرګندې شوې چې ټرمپ د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته سعودي عربستان د خپل لومړي نړیوال سفر لومړی تمځای وټاکه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل پخواني سفر په جریان کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل پخواني سفر په جریان کې

کله چې ټرمپ سعودي ته لاړ، نو د سعودي مشهوره "عرضه (ننداره)" نڅا کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د تورې په پورته کولو ګډون وکړ. همدارنګه، پاچا هغه مهال ټرمپ ته د سعودي عربستان یو تر ټولو لوړ افتخاري مډال ورکړ، چې د ملک عبدالعزیز طلایي مډال په نوم یادېږي.

د یو ځينو راپورونو له مخې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ټرمپ زوم جارد کوشنر ترمنځ ښې اړیکې د ټرمپ د سعودي سفر د تنظیم او د اسرائیلو، امارات او بحرین تر منځ د اړیکوعادي کولو په تړونونو کې مهم رول درلود.

د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره (۲۰۱۷-۲۰۲۱) کې، سعودي عربستان په بېلابېلو امریکایي اقتصادي برخو کې سترې پانګونې وکړې. دغه پانګونې د دې هڅې یوه برخه وه چې د سعودي اقتصادي ګټې له تېلو لرې تنوع وکړي، دا هغه تګلاره ده چې د سعودي د ۲۰۳۰ کال له پلان د ملاتړ په اډانه کې کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، دواړو هېوادونو د ۴۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، چې له دې شمېرې ۱۱۰ میلیارده ډالر د پوځي او دفاعي موخو لپاره ځانګړي شوي وو. خو د سعودي د ستراتېژیکو چارو د کارپوه حسن الشهري په وینا، د پوځي تړون یوازې یوه کوچنۍ برخه عملي شوې ده، چې لامل یې د بېروکراسۍ او سیاسي پېچلتیاوو موجودیت دی، په تېره د پخواني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

الشهري په یوه مرکه کې له "بي بي سي نیوز عربي" ته وویل چې جمهوريپال ګوند ډېر پرانیستی ذهن لري او د متحده ایالاتو بهرنۍ ګټې ښې درک کولای شي. هغه زیاته کړه چې دوی سولې ته لومړیتوب ورکوي، چې دا د سعودي عربستان له تګلارو سره سمه خبره ده.

د متحده ایالاتو کې د سعودي راتلونکو پانګونو په اړه الشهري دې ته د دواړو هېوادونو لپاره یوه جیو ستراتېژیک بدلون نقطه وبلله او دا یې د اوږدمهاله ژورو اړیکو نښه وګڼله، چې څو لسیزو ته رسېږي.

هغه وویل، سعودي عربستان په راتلونکي پړاو کې د امنیتي او پوځي اړتیاوو سربېره د پاکې او نوې کېدونکې انرژۍ، سوله‌ییزې اټومي انرژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ستر پرمختګونه په پام کې لري. نوموړي زیاته کړه: "سعودي عربستان د یورانیمو او نورو معدني سرچینو په برخه کې سترې شتمنۍ لري چې ارزښت یې ټرېلیونونه ډالره دی. له دې کبله، متحده ایالات د سعودي لپاره په دې برخه کې غوره او مناسب شریک دی."

څارونکي باور لري که ټرمپ په هغو ټاکنو کې بریالی شوی وای چې جوبایډن یې سپینې ماڼۍ ته ورساوه، نو شرایط به په ځانګړي ډول د امریکایي شتمنیو په برخه کې د پانګونو په اړه بل لوري ته تللي وای. دا په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ، دفاع، ټېکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او طبي څېړنو په برخو کې ډېر څرګند و.

خو سیاست خپلې محاسبې لري، که څه هم پر سترو اقتصادي شمېرو ولاړ تړونونه ډېر مهم دي، په پای کې دا هر څه نه دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره

ریاض غواړي له واشنګټنه ځینې امتیازات ترلاسه کړي او واشنګټن بیا له ریاضه نور څه غواړي.

ریاض په ځانګړې توګه له واشنګټن سره د دفاعي تړون غوښتونکی دی، چې په دې وروستیو کې په سیاسي کړیو کې د پام وړ بحثونو پرې کېږي.

د امریکا پخوانۍ ادارې د دې تړون په اړه انعطاف ښودلی و، خو دا یې د سعودي او اسرائیلو تر منځ د اړیکو د عادي کولو شرط پورې تړلی و.

په هر حال، په غزه کې د حماس او اسرائیلو تر منځ جګړې د دې تړون د پلې کېدو بهیر پېچلی کړ. ریاض ټینګار کړی چې د اړیکو عادي کېدل باید د اسرائیلو له خوا د دوه دولتونو د حل په رسمیت پېژندلو پورې مشروط وي، چې اسرائیل یې نه مني.

سعودي د خپل دې شرط پر پلې کېدو ټینګار لري، چې امریکا کې دننه مسایل پېچلي کولای شي. ځکه د هر ډول دفاعي تړون د ترسره کېدو لپاره د کانګرېس د دوه پر درې برخې غړو ملاتړ ته اړتیا ده او دا به تر هغه ناشونې وي، چې سعودي له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.

د سعودي غوښتنو کې یو سوله‌ییز اټومي پروګرام هم شامل دی، خو د متحده ایالاتو او اسرائیلو لخوا د دې غوښتې ملاتړ نه دی شوی.

اسرائیلو په کلکه د دې مخالفت کړی چې سعودي دې د یورانیمو بډایولو ته لاسرسی ومومي، ځکه چې دا به منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د خپرېدو سیالۍ ته لار پرانیزي. دا خبره د اسرائیلو د ملي امنیت د شورا پخواني رئیس مئیر بن شبات په خپلو څرګندونو کې کړې ده.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د چین ولسمشر شي جین پینګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د چین ولسمشر شي جین پینګ

د سعودي غوښتنې - لکه د دفاعي تړون لاسلیک، سوله‌ییز اټومي پروګرام او د دوه دولتونو منحلېدل، په مقابل کې د امریکا له کلکو غوښتنو سره مخ دي. د دې غوښتنو په سر کې د سعودي او اسرائیلو تر منځ د اړیکو عادي کول دي.

همدارنګه، امریکا غواړي په خلیجي هېوادونو، په ځانګړي ډول په سعودي کې، د روسیې او چین نفوذ محدود کړي. سعودي په تېرو کلونو کې له روسیې او چین سره په بېلابېلو برخو- په ځانګړې توګه انرژۍ، کې ټینګې اړیکې جوړې کړي دي، چې دا اړیکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

په پای کې، هېڅ شک نشته چې وضعیت خورا پېچلی دی. که څه هم سعودي په متحده ایالاتو کې د خپل لګښت کچه لوړه کړي، خو تېرې تجربې بیا بیا دا ښودلې چې د اسرائیل ګټې تر هر ډول نورو مسلو مهمې ګڼل کېږي.

د متحده ایالاتو داخلي سیاست به - که هره اداره پکې واکمنه وي، تل په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې دغه معادله وساتي او د اسرائیل ګټو ته به لومړیتوب ورکوي.