د منځني ختیځ کړکېچ؛ پاکستان کې د تېلو بیه ۵۵ روپۍ لوړه شوې

د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

د پاکستان د تېلو او ګازو وزیر علي پرویز ملک ویلي، په نړیوال بازار کې د اومه تېلو د بیېو لوړېدو له امله په دغه هېواد کې هم د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې شوې دي. تېرو څو ورځو کې یو لیټر تېل ۵۵ پاکستانۍ کلدارې ګران شوي دي.

هغه په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي: "موږ له غیرمعمولي حالاتو سره مخ یو. هغه اور چې زموږ په ګاونډ کې بل شوی و، اوس ټولې سیمې ته غځېدلی دی."

په دې سره په پاکستان کې د یو لېټر پټرولو نوې بیه ۳۲۱.۱۷ روپۍ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ روپۍ ټاکل شوې ده.

خو د انرژۍ وزیر وویل، حکومت به دا ډاډمنوي چې کله په نړیوال بازار کې بیې بېرته راټیټېږي، نو پاکستان کې به هم بېرته ټېټې شي. د هغه په وینا، د تېلو او ګازو پر محصولاتو لګېدلې مالیه کې د دې لپاره بدلون راغلی، چې پر خلکو د امکان تر حده لږ بار واچول شي.

پرویز ملک دا هم وویل چې په هېواد کې یې ۲۸ ورځو لپاره د تېلو زېرمه موجوده ده، خو زیاته یې کړه: "موږ نه پوهېږو چې دا کړکېچ به تر کومه دوام وکړي. موږ ټول باید د دولت، حکومت او ملت په توګه په مسوولیت سره چلند وکړو او داسې ګامونه واخلو چې زېرمه مو تر ډېره وکاروو."

د یادونې ده چې تهران پر دوی د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې د خلیج ځینې هېوادونه هم په نښه کړي او همدا راز د تېلو لېږد لپاره مهمې سمندري لار - هرمز تنګي کې د تېلو ګڼ لېږدونکي ټانکرونه درېدلي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، د هېواد ډېره اندازه اړتیا وړ سون توکي له همدې لارې ورسېږي، خو سعودي عربستان له بدیلو لارو د تېلو درې ټانکرونه پاکستان ته استوي.

د احتکار مخنیوی او نورې لارې چارې

د پاکستان حکومت ډاډ ورکړی چې د تېلو او ګازو زېرمه یې اړتیا پوره کولی شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ایالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې چې د دغو محصولاتو د احتکارکوونکو خلاف سخت قانوني ګامونه واخلي.

نوموړي ویلي، هر هغه پټرول‌پمپونه چې د مصنوعي کمي په رامنځته کولو کې ښکېل وي، باید سملاسي وتړل شي، جواز یې لغوه شي او پر وړاندې یې قانوني اقدام وشي.

بل لور ته د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد د جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، د انرژۍ د لګښت کمولو لپاره پر نورو لارو چارو هم غور کېږي.

د هغه په وینا، په دې اړه یو پلان جوړ شوی چې له‌مخې به یې حکومت خپلې غونډې محدودې، د دولتي سفرونو اړتیاوې راکمې او "له کوره د کار" تګلارې ته مخه کړي.

هغه زیاته کړه، پر دې وړاندیز هم فکر کېږي چې په ښوونېزو ادارو او دفترونو کې کارکوونکو ته د اوونۍ درې یا څلور ورځې له کوره د کار کولو اجازه ورکړل شي او دولتي غونډې انلاین ترسره شي.

خرم شهزاد د تېلو د مصرف د کمولو لپاره د کووېډ-۱۹ نړیوالې وبا بېلګه هم یاده کړه، خو ټینګار یې وکړ چې اقتصادي چارې به ونه‌تړل شي.

ده وویل، له ایالتونو سره په غونډه کې به دا موضوع هم وڅېړل شي چې د احتکارکوونکو او قاچاقبرانو پروړاندې اقدام وشي، غوښتنه راکمه او عرضه ښه شي.

د جمعې په شپه په یوې خبري غونډه کې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وویل، د انرژۍ محصولات د پاکستان له اقتصاد سره مستقیم تړاو لري او دا ارزول کېږي چې پر انفلاسیون، بهرنۍ اسعارو او نورو برخو به یې څه اغېزې وي.

هممهاله بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، دوی د منځني ختیځ له بهرنیو چارو وزیرانو او مشرانو سره په اړیکه کې دي.

د هغه په وینا: "هڅه دا ده چې تاوتریخوالی کم او جګړییز حالت کنټرول شي."

پر پټرول پمپونو ګڼه ګوڼه

د پاکستان د انرژۍ ټولنې د اجرایه کمېټې غړی یاسر گلزار وايي، د تېلو بازارموندنې شرکتونه د پخوا په شان پټرول پمپونو ته د تېلو ټاکلې اندازه رسوي.

هغه له بي‌بي‌سي اردو سره په خبرو کې وویل، که د کوم پټرول پمپ ورځنی مصرف پنځه زره لیټره وي، نو د تېلو شرکتونه هم د همدې اندازې له مخې برخه ورکوي. خو کله چې په بازار کې وضعیت ناڅرګند شي، نو خلک د ګډوډۍ له لامله تر خپلې اړتیا ډېر پټرول او ډیزل اخلي.

د ده په وینا: "څوک چې موټرسایکل ته د ۱۰۰ روپیو پټرول اچوي، اوس د ۵۰۰ وراچوي او د موټرو خاوندان هم ټانکونه ډکوي. خو تور بیا پر پټرول پمپونو لګېږي چې ګوندې پټرول نه ورکوي."

د یاسر گلزار په خبره، د هېڅ پټرول پمپ مالک په قصدي ډول تېل نه زېرمه کوي، ځکه که خپلو پېرېدونکو ته د تېلو ورکول رد کړي نو د هغه اعتبار او شهرت زیانمنېږي.

د هغه په خبره، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې پرله‌پسې لوړېږي او امکان شته چې د ډیزلو بیه د هر لیټر له ۷۰ تر ۸۰ روپیو پورې او د پټرولو بیه شاوخوا ۴۰ روپۍ نوره هم لوړه شي. د هغه په وینا، له دې اټکل کېدی شي چې انفلاسیون به ترکومه حده زیات شي.

یاسر گلزار زیاتوي، که حکومت رښتیا هم خلکو ته اسانتیا برابرول غواړي، نو تر هغې چې په منځني ختیځ کې کړکېچ روان وي باید د انرژۍ پر محصولاتو لګېدلې مالیه وانه‌خلي، ځکه دا مالیه اوس مهال پر یو لیټر له ۶۰ تر ۷۰ روپیو ده.

د هرمز‌ تنګي تړل کېدل څنګه پاکستان اغېزمنوي؟

دا تنګی یوه مهمه سمندري لاره ده چې د نړۍ شاوخوا ۲۰سلنه اومه‌تېل ترې لېږدول کېږي. له همدې امله د اوسني وضعیت له کبله د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د تېلو رسول اغېزمن شوي او پاکستان هم د دغو هېوادونو له ډلې دی.

نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی شرکت هم په همدې سیمه کې فعالیت لري. د ارامکو په نوم د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت اړ شو چې د دوشنبې پر ورځ خپله تر ټولو لویه چاڼ‌خونه د لنډمهال لپاره وتړي. راپورونه وایي، د یوه ډرون برید له لامله د ارامکو ځینې تاسیسات زیانمن شوي دي.

د سعودي عربستان ګاونډی قطر بیا نړۍ کې د ګاز له سترو صادرونکو هېوادونو دی. د قطر د ګازو لېږدوونکي ټانکرونه هم دمګړۍ درېدلي دي.

دغه هېواد هلته د پرتو امریکایي پوځي اډې پر لور د ایران د توغندیو او ډرونونو د ورتګ د مخنیوي هڅې کوي.

پاکستان ډېر تېل له ارامکو اخلي او ګاز بیا له قطر واردوي، نو د خپلې انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ډېره پر همدغو دوو هېوادونو تکیه لري.

فرحان محمود چې د خصوصي بروکرېج شرکت د انرژۍ د برخې شنونکی دی، له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، دا مهال په پاکستان کې په رښتیا هم کافي اندازه د سون‌توکو زیرمې شته.

خو د هغه په باور که جګړه اوږده شي او د هرمزتنګي له لارې سوداګري درول کېږي، نو ښايي د اپرېل له میاشتې پاکستان د سون توکو او انرژۍ د کمشت له ستونزو سره مخامخ شي.

فرحان محمود وايي، دلیل دا دی چې پاکستان ته زیاتره تېل او ګاز له سعودي عربستان او قطر راځي او د دې لویه برخه هم د هرمز له لارې لېږدول کېږي. د هغه په وینا، د پاکستان ته له ۷۰سلنه ډېر خام‌تیل له سعودي عربستان واردېږي او یوه برخه له کویت او ابوظبۍ هم ترلاسه کېږي.

نوموړی وايي، سیمه‌ییز شرکتونه د منځني ختیځ د اوسني وضعیت له امله نوې سپارښتنې او فرمایشونه نه اخلي.

فرحان محمود دا هم وایي، که هرمزتنګی د اوږدې مودې لپاره د سوداګرۍ پر مخ وتړل شي، نو شاوخوا یوه میاشت وروسته په پاکستان کې په ځانګړي ډول د تېلو د اغېزمنېدو خطر پېښدی شي.

په پاکستان کې د سون‌توکو د زېرمو اوسنی وضعیت

د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې ویاند له بي‌بي‌سي اردو سره په خبرو کې وویل: "په پاکستان کې د سون توکو زېرمه قوي ده. د پېټرولو او ډیزلو د ۲۸ورځو لپاره ذخېره لري. دا له هغه اندازې زیاته ده چې د اضافي زېرمو لپاره ټاکل شوی وي."

د هغه په وینا، عموماً د اضافي زېرمو کچه د ۲۱ورځو لپاره وي، خو په پاکستان کې دا مهال د ۲۸ ورځو زېرمه موجوده ده. هغه زیاته کړه: "له همدې امله خلکو ته د اندېښنې هېڅ اړتیا نشته."

نوموړي دا هم وویل چې پاکستان د ګازو، یعنې LPG هم کافي زېرمې لري. د هغه په وینا، "ګاز هم په کور دننه تولیدېږي او همدارنګه ۱۲ورځو لپاره اضافي زېرمه هم شته."

د انرژۍ د سکتور یوه چارواکي هم بي‌بي‌سي ته ویلي، هغه مایع طبیعي ګاز چې پاکستان یې له قطر ترلاسه کوي، ښايي د سمندري لارو د بندېدو له امله اغېزمن شوی وی، خو دا مهال په پاکستان کې د طبیعي مایع ګاز غوښتنه ډېره کمه شوې ده.

هغه وویل: "موږ لا له وړاندې له قطر غوښتنه کړې چې د طبیعي مایع ګاز ټانکرونه دې یا بل لوري ته واړول شي او یا دې بېرته ستانه شي، ځکه اوس مهال موږ ورته اړتیا نه لرو. که دا رانه‌شي هم، کومه ستونزه نه پېښېږي."

خو که په منځني ختیځ کې جګړه اوږده شي، نو د پاکستان لپاره به تر ټولو لویه ننګونه دا وي چې د پټرولو او ډیزلو د دوامدار ترلاسه کولو ډاډ ترلاسه کړي.

بدیلې لارې او د هغو ننګونې

د انرژۍ شنونکی فرحان محمود وایي، پاکستان په وروستیو کې د خپلې انرژۍ محصولاتو یوه برخه له سنگاپور، نایجیریا او امریکا هم واردوله.

خو د هغه په وینا ستونزه دا ده چې له دغو بدیلو سرچینو د خامو تېلو واردول به د پاکستان یوازې له ۲۰ تر ۲۵سلنه پورې اړتیاوې پوره کړي، ځکه په هېواد کې شته چاڼ‌خونې تر دې ډېر ظرفیت نه لري.

فرحان محمود زیاتوي، پاکستان کولی شي له امریکا د انرژۍ محصولات وارد کړي خو دا به ورته ډېر ګران تمام شي. د هغه په وینا:

"په دې وارداتو به له اوو تر اتو ډالرو پورې اضافي بیه ورکول کېږي، نو ځکه به دا پاکستان ته ګران پرېوځي او اغېزه به یې په هېواد کې پر مصرفوونکو هم وي."

که د هرمزتنګي له لارې د تېلو سوداګري ودرېږي، نو سعودي عربستان د سره‌سمندر او د باب المندب د لارې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده نل‌لیکه لري. د همدې نللیکې یا پایپ لاین له لارې کولی شي هره ورځ تر پنځو میلیونو بېرلو تېل ولېږدوي.

خو د فرحان محمود په وینا، دا لاره هم ځکه په بشپړه توګه خوندي نه ده، چې د باب المندب شاوخوا هم کړکېچ موجود دی او د حوثي یاغیانو د بریدونو خطر هم شته.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، که څه هم د دې بدیلې لارې پرمټ د تېلو لېږد ممکن دی، خو بیا هم د نړیوالې عرضې په کچه کې هره ورځ له اتو تر لس میلیونو بېرلو پورې کموالی راتلی شي.

د انرژۍ د برخې کارپوهې عافیه ملک بي‌بي‌سي ته وویل، سعودي عربستان د همدې نل‌لیکې له لارې هغو هېوادونو ته تېل رسوي چې رسمي د پېرلو تړونونه ورسره لري.

د هغې په وینا، پاکستان هم کولی شي د همدې لارې د تېلو د ترلاسه کولو تیاری وکړي چې له دې سره به یې یو څه اړتیاوې پوره شي. که داسې ونه‌شي، نو پاکستان به اړ شي چې د خپلو وارداتو سرچینې نورې هم پراخې کړي.

ایا د تېلو د بیو لوړېدل پاکستان کې انفلاسیون زیاتولی شي؟

د انرژۍ کارپوهې عافیه ملک ویلي، په منځني ختیځ کې د جګړې له امله لا له وړاندې د تېلو په نړیوالو بیو کې زیاتوالی لیدل کېږي او که جګړه اوږده شي نو دا بیې به نورې هم لوړې شي.

هغې وویل، پاکستان د خپلو تېلو ډېری اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي.

د هغې په وینا: "د پاکستان د انرژۍ ډېری محصولات له منځني ختیځ واردېږي. کله چې د تېلو بیې لوړې شي، نو اغېزه یې مستقیم پر پاکستان پرېوځي او په کورني بازار کې بیې لوړېږي."

د عافیه ملک په خبره، په پاکستان کې د تېلو تر ټولو زیات مصرف، یعنې له ۸۰سلنه ډېر د ټرانسپورټ په برخه کې کېږي.

د هغې په وینا، د تېلو د بیو لوړېدل به په مستقیم ډول د خوړو د رسولو پر ځنځیر، د تولیدي یا صنعتي فعالیتونو پر لړۍ او د لېږد رالېږد پر برخو اغېزه وکړي.

عافیه ملک زیاتوي:

"د دې پایله به دا وي چې په پاکستان کې انفلاسیون زیات شي. لا له وړاندې هم د روان کال له فبرورۍ راهیسې د بیو د لوړېدو نښې لیدل کېږي."

د هغې په وینا، که د تېلو بیې لوړې شي نو د ورځني کارېدونکو د توکو بیې به هم ورو ورو پورته شي.

په افغانستان کې د تېلو بیې څنګه دي؟

د سون‌توکو سوداګر او پېرېدونکي وايي، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د روانې جګړې له امله په افغانستان کې هم د تېلو بیې یو څه لوړې شوې دي.

په ننګرهار کې د تېلو پلرونکي وايي، د دې جګړې له پیل وړاندې په ننګرهار کې د یو لېټر ډیزل او پټرول تېلو بیه ۵۷ افغانۍ وه، او مایع ګاز کېلو په ۵۳ افغانۍ پلورل کېده. خو د هغه په ټکو د جګړې له امله اوس په بازار کې د یو لېټر ډېزلو بیه ۶۷افغانیو ته پورته شوې او پټرول هم ۶۲افغانۍ دي. پر دې سربېره د اوبلن ګاز بیه هم څلور افغانۍ پورته شوې ده.

په هلمند کې هم یو لېټر پټرول په ۵۸ او ډېزل په ۶۰ افغانۍ ښودل کېږي.

له سوېل ختیځ خوسته هم د تېلو سوداګر محمد ذاکم غم‌شریک وايي، د ایران او اسرائیلو له جګړې وړاندې په دې ولایت کې د ډېزلو او پټرولو د یوه لېټر بیه ۵۸افغانۍ وه خو د جګړې له پیل سره بیې لوړې شوې دي.

دی وايي: "اوس د ډېزلو یو لېټر ۶۷افغانۍ او د یوه لېټر پټرلو بیه ۶۲افغانیو ته پورته شوې".

له افغان سوداګرو سره هم ویره ده، که جګړه وغځېږي نو په دغه هېواد کې ورسره د تېلو بیې نورې هم لوړېدلی شي.

د منځنۍ اسیا پر ځینو هېوادونو سربېره، ایران افغانستان ته د تېلو او ګاز له لویو صادروونکو دی.‌

خو د تېر ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمايي کې د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي ادارې ویلي وو چې له ایرانه د ټولو واردو شویو تېلو کابو ۶۰ سلنه د ټیټ‌کیفیت له امله بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

تېره ورځ‌ په کابل کې د ایران سفارت او ور وړاندې په هرات ښار کې د ایران قونسلګرۍ ویلي وو چې روانې جګړې له افغانستان سره د دوی پر سوداګرۍ اغېزه نه‌ده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولې لارې پرانېستې دي.

د طالبانو حکومت هم همدا خبره کوي.‌