تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګلالۍ مموزۍ: لومړۍ افغانه چې د جرمني بن ښار شورا ته یې لار وموندله
سږ کال د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره د "حقونه، عدالت او د ټولو ښځو او نجونو لپاره ګام پورته کول " شعار ټاکل شوی دی.
که څه هم په نړيواله کچه د سیاست په ډګر کې د ښځو ونډه د نارینه وو پرتله کمه ده، خو افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کوربه هېوادونو په سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه لري، او داسې ښکاري چې په دې برخه کې یې د افغان نارینه وو پرتله زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې، د افغانستان دننه په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د ښځو ونډه خورا محدوده شوې او په ځینو مواردو کې یې ګډون ان له منځه وړل شوی یا منع کړل شوی دی.
د بيبيسي افغانستان برخې د ښځو د نړیوالې ورځې په پار له ځینو دغو افغان ښځو سره مرکې کړې دي چې په ترتیب سره به خپرېږي.
له دغو ښځو یوه ګلالۍ مموزۍ ده. هغې په هڅو او زیار سره وکولای شول چې د جرمني د بن ښار شورا ته لار ومومي. آغلې مموزۍ د بيبيسي خبریالې تورپېکۍ غرني، سره په مرکه کې د یوې کډوالې په توګه افغانستان سره د خپلې اړیکې د ساتلو او په دې تړاو غږېدلې چې څنګه یې د سیاسي ډګر پر پیچلې او ننګونکې لار مزل کړی دی.