تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وايي ډنډپټان کې یې پر ډیورنډ کرښه دروازه هدف ګرځولې
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ځواکونو یې نن سهار د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ اړوند خرلاڅۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه دروازه او د پاکستان تاسیسات هدف ګرځولي.
د افغانستان ملي تلویزیون او د طالبانو اړوندو ادرسونو یې پر خواله رسنیو یوه ویډیو هم خپره کړې.
بيبيسي نشي کولای دا ویډیو او ادعا په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.
د یادونې ده چې د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه د پکتیا او پکتیکا په ګډون د شپږ ولایتونو په استقامت پر پاکستاني پوستونو او نظامي مرکزونو بریدونه کړي او پاکستاني ځواکونو ته یې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.