یعقوب مجاهد وايي د ډيورنډ کرښه او ځينې نور مسايل له پاکستان سره د خبرو د ناکامۍ سبب شول؛ خواجه اصف توند غبرګون ښودلی

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، د تېرو مذاکراتو پر مهال پاکستان غوښتل چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه یاده شي.

نوموړي په افغانستان کې له یوې ځايي رسنۍ طلوع نيوز سره په مرکه کې وويل، "دوی غوښتل چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته سرحد ولیکل شي. موږ دا ورته ويل چې دا د افغانستان او پاکستان داسې مسئله ده چې دا نه زه حل کولی شم، نه د افغانستان اوسنی حکومت او نه هم مخکینيو حکومتونو دا حل کړې ده. راشئ چې جنجال ډېر نه کړو او... دا موضوع ملتونو ته پرېږدو".

محمد يعقوب مجاهد د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستيو مذاکراتو د ناکامۍ په اړه ادعا وکړه چې، پاکستاني لوري د خبرو پر مهال بهانې لټولې او نه یې غوښتل چې جوړجاړي ته ورسېږي. نوموړي وويل، د ډيورنډ کرښه او په افغانستان کې د پاکستاني کډوالو پر ضد د پوځي عملياتو د غوښتنې په ګډون ځينې نور موضوعات وو چې پاکستان یې غوښتنه کوله او د خبرو د ناکامۍ سبب شول.

ښاغلي مجاهد چې په دوحه کې د دواړو لوريو تر منځ د مذاکراتو پر مهال د طالبانو حکومت د پلاوي مشري کوله زياته کړه، "پاکستان غوښتل موږ د قبایلو پر وړاندې ودروي او جګړه له فرضي کرښې دې غاړې را واړوي."

نوموړي ادعا وکړه، "په مذاکراتو کې داسې معلومېدل چې دا خلک له افغانستان سره دغه جنګ چې اوس یې پيل کړی په لوی لاس رامنځته کول غواړي. هېڅ داسې هڅه نه کېده چې موضوع ته د حل لاره پيدا شي ".

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د محمد يعقوب مجاهد څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ادعا یې کړې چې، "دوی له پخوا په بې رحمۍ او بې شرمۍ زموږ پر ښارونو بریدونه کوي. بې ګنا وګړي وژني، جوماتونه ويجاړوي او لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال وژل کېږی."

نوموړي پرې اېکس يوه پوسټ کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې د ده په ټکو "له اسلام ناوړه ګټه پورته کوی او د مسلمانانو ځانګړنې چې په قران کې راغلې، نه لري".

د طالبانو حکومت د دفاع وزير په مرکه وويل، د منځګړو په څار کې اماده وو چې پاکستاني لوري ته ليکلي ورکړو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي خو په بدل کې مو دا غوښتنه کوله چې دوی به داعش او د طالبانو حکومت مخالفو ته ځای نه ورکوي. "موږ کره معلومات لرو چې دوی یې په انسجام بوخت دي، کوښښ کوي او سفرونه کوي مختلفو هېوادونو ته او هغوی ته وایي چې پاکستان ته راشئ، موږ به تاسو ته دلته کمپونه درکړو، موږ به تاسو ته اسحلې درکړو، موږ به تاسو ته د جنګ ابزار درکړو او تاسو به بيا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې افغانستان ته داخلو او هلته به تاسو عمليات کوئ".

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت تل هڅه کړې چې له پاکستان سره اختلافات د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي او د ډیپلوماسۍ لاره یې لومړیتوب ګرځولې ده، "خو پاکستان دې اصل ته ژمن نه دی پاتې شوی."

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر په وینا، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان سیاست پر دریو اصولو ولاړ دی: "د یو بل پر ضد دواړو هېوادونو د خاورې نه کارول، د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی، او له امنيتي مسايلو د سوداګریزو چارو جلا ساتل دي."

په دې نژدې ۴۰ دقيقې اوږده مرکه کې ښاغلي مجاهد د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ وروستيو نښتو ته په اشاره خبرداری ورکړ چې که پر پلازمېنه کابل برید وشي نو د ده په وینا په ځواب کې به یې پر اسلام اباد هم برید کېږي.

نوموړي وويل، "که کابل ناامنه کېږي اسلام اباد به ناامنه وي که کابل ويشتل کېږي، اسلام باد به ويشتل کېږي. دوی دې دا فکر نه کوي چې په کابل کې به موږ خلک شهيدانوو، خلک به وېروو، او د کابل امنيت به خرابوو او دوی به په اسلام اباد کې کرار ناست وي. همداسې به اسلام اباد هم په نښه کېږی لکه کابل چې په نښه کېږي".

پاکستان تل د طالبانو حکومت تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او دا ډله بیا د افغانستان خاوره د پاکستان دننه پوځي عملیاتو لپاره کاروي. خو ښاغلی مجاهد وايي، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، او د پاکستان خاوره هم باید د افغانستان پر ضد ونه کارول شي.

محمد یعقوب مجاهد زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له دوام سره سره د ډیپلوماسۍ دروازه لا هم خلاصه ده، او که پاکستان په ریښتینولۍ سره د ستونزو د حل لپاره راوړاندې شي، دوی هم خبرو ته چمتو دي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو له پیل څخه مخکې، کابل دری پاکستانی سرتېري چې په پخوانیو نښتو کې نیول شوي وو، د سعودي عربستان په غوښتنه خوشې کړل. ښاغلی مجاهد وايي، دا کار د نېک نیت د نښې په توګه ترسره شو.