امریکا وايي عراق او سوریه کې يې د داعش مشر وژلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق لومړي وزیر ویلي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) یو لوړپوړی مشر د عراق د ملي استخباراتو او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د محمد شیاع السوداني په وینا، دغه کس عبدالله مکي مصلح الرفاعي نومېده چې په 'ابو خدیجه' مشهور و او "په عراق او نړۍ کې له تر ټولو خطرناکو ترهګرو یو و."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "هغه زموږ زړه ورو سرتېرو ښکار کړ."
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د عراق په لوېديځ 'الانبار' ولایت کې د یوه "دقیق هوايي برید" په ترڅ کې د داعش "یو تر ټولو مهم" غړی وژلی دی.
سېنټکام ویلي چې الرفاعي په اسلامي دولت نومې ډله کې تر ټولو په لوړه کچه د تصمیم نیوونکي برخې مشري کوله او په غونډه نړۍ کې د داعش له لوري د ترسره کېدونکو عملیاتو، لوژيستیک او د طرحې یا پلان جوړونې مسؤل و.
د امریکا مرکزي قومندانۍ همدا راز ویلي چې 'ابو خدیجه' د داعش د نړیوالې څانګې لپاره د مالي چارو لویه برخه هم سمبالوله.
ښاغلي ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ لیکلي، "د هغه بدبخته ژوند د هغه له یوه بل داعشي ملګري سره په ګډه د عراق او د کورد سيمه ييز حکومت په همغږۍ پای ته ورسول شو. دې ته په زور د سولې راوستل وايي."
سېنټکام ویلي چې الرفاعي د اسلامي دولت له یوه بل فعال غړي سره مړه موندل شوي او زیاته کړې یې ده چې، "دواړو ترهګرو د ځانمرګو واسکټونه اغوستي وو چې لا چوولي نه وو او ګڼې وسلې ورسره وې."
د امریکا مرکزي قومندانۍ همدا راز ویلي چې عراقي ځواکونه او سېنټکام په ګډه توانېدلي وو چې د هغې پخوانۍ چاپې پر مهال د الرفاعي د ډي اېن اې بېلګې ترلاسه کړي چې دی ترې "په لنډمهاله تېښته بریالی شوی و" او اوس یې له هغو سمپلونو سره د ده ډي اېن اې بیا کتلې او د هغه پېژندګلوي یې کره او تایید کړې ده.
امریکايي جنرال مایکل ایرک کوریلا ویلي چې الرفاعي یا 'ابو خدیجه' "په ټوله نړۍ کې د داعش تر ټولو مهم غړی و" او زیاته کړې یې ده، "موږ به د هغو ټولو ترهګرو وژلو او د هغوی د سازمانونو له منځه وړلو ته دوام ورکړو چې زموږ هېواد، امریکا او په سیمه یا تر سیمې هاخوا زموږ متحدان ګواښي."
داعش یو وخت د سوریې له شمال ختيځه تر شمالي عراقه پورې شاوخوا ۸۸ زره کیلومتره مربع خاوره نیولې وه او هلته یې پر نږدې اته میلیون خلکو خپله ظالمانه واکمني کوله.
عراق د ۲۰۱۷ په ډیسمبر کې اعلان وکړ چې داعش یې مات کړی دی او وروسته په ۲۰۱۹ کې دا ډله له خپلې وروستۍ پاتې سیمې هم وشړل شوه.
خو بیا هم د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې وسلهوال او د هغوی پټنځي د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې شته او پر عراقي پوځ او پولیسو وخت ناوخت بریدونه کوي.











