امریکايي ځواکونو عراق کې د داعش خلاف عملیات کړي؛ ۱۵ غړي یې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونه وايي په عراق کې مېشتو پوځيانو یې له عراقي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د سلامي دولت ډلې (داعش) ۱۵ عوامل وژلي دي.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ "سېنټکام" په یوه علامیه کې ویلي، چې دغه عملیات د پنجشنبې سهاروختي د عراق لوېدیځ کې د داعش د مشرتابه پر غړو ترسره شوي دي.
په علامیه کې زیاته شوې چې عراقي او امریکايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال د داعش له داسې غړو سره مخامخ شول چې په ځانمرګو بریدونو کې پر کارېدونکو واسکټونو، لاسي بمونو او ګڼو نورو وسلو سمبال وو.
سېنټکام وايي، داسې څه نښه نښانه نه ده ترلاسه شوې چې په دغوعملیاتو کې دې ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې وي.
ځینو امریکايي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت چارواکو په حواله ویلي، چې په عملیاتو کې ۷ امریکايي سرتېري هم ټپي شوي دي. خو د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ په دې تړاو تبصره نه ده کړې.
تر دې لږ ورمخکې د عراق پوځ په یوه علامیه کې ویلي وو چې په دښتو او سمڅو کې د داعش وسله والو پر پټنځایونو باندې هوايي عملیات او بریدونه شوي دي.
په دې اعلامیه کې راغلي "ټول پټنځایونه، وسلې او لوجستیکي ملاتړ یې لمنځه یوړل شو، چاودېدونکو واسکټونو ته په خوندي ډول چاودنه ورکړل شوه او مهم اسناد، د پېژندنې پاڼې او د تماسونو وسایل ونیول شول."
بي بي سي د سپینې ماڼۍ له ملي امنیت شورا او پنټاګون په دې اړه نظر وغوښت خو دا غوښتنه سېنټکام ته راجع شوه.
سېنټکام وايي، د داعش د مشرتابه غړي د دې هڅو په لړ کې هدف وګرځول شول چې په سیمه کې او له سیمې بهر پر امریکايانو، عراقيانو او نورو شریکانو بریدونو لپاره د دې ډلې د پلان جوړونې او سازمانولو وړتیا ګډوډه او کمزورې کړي.
دمګړۍ نږدې ۲۵۰۰ امریکايي امریکايي ځواکونه په عراق کې مېشت دي او ماموریت یې یوازې په مشوره او ملاتړ ورټول دی.
د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال ډسمبر کې اعلان وکړ چې په عراق کې یې د مېشتو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېدلی دی.
عراق د اګست پر ۱۵مه وویل دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د پوځي عملیاتو پای ته رسېدو لپاره ټاکل شوی پلان ځنډوي.

د عکس سرچینه، ISLAMIC STATE PROPAGANDA
عراقي او امریکايي ځواکونو دغه عملیات داسې مهال کړي چې داعش په دې وروستیو کې په عراق او اتریش کې د ځینو بریدونو مسوولیت منلی او یا یې له دې ډلې سره د تړاو په اړه څېړنې روانې دي.
چارواکي وايي، یو ۱۹ کلن اترشي کس چې په ویانا کې یې د ټایلر سوېفټ پر کنسرت د برید پلان جوړ کړی و، له داعش سره بیعت کړی و.
اتریشي چارواکو ته د دغه پلان اړوند مالومات د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) ورکړي و.
د سي ای اې مرستیال ډېوېډ کوهن د چارشنبې پر ورځ وویل، همدې د "سلګونو کسانو" ژوند وژغوره.
تر هغې وروسته د جرمني سولېنګېن کې برید وشو چې درې کسان پکې ووژل شول او ته نور ټپیان شول.
داعش د اوړي لومړیو کې د عمان پلازمېنه مسقط کې د شیعه مسلمانانو یوه جومات ته څېرمه د یوه کمساري برید مسوولیت منلی و.
په هغه برید کې د پولیسو یوه سرتېري په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي وو.
د سلامي دولت یا داعش ډله یو وخت د عراق او سوریې پر پراخو برخو واکمنه وه او هلته یې خپل خلافت اعلان کړی و. وروسته د امریکا په مشرۍ د نړۍ له ۷۰ د ډېرو هېوادونو اېتلاف ددوی خلاف مبارزه پیل کړه.
د بيبيسي فرانک ګارډنر په جون کې رپوټ ورکړ چې د پولیسو او استخباراتي ادارو ترمنځ د مالوماتو شریکو په اروپايي ښارونو کې د داعش د ډېرو همغږو بریدونو مخه نیولې ده.
لندن کې د بریتانیا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د داعش کمزوری خو پر خپل ځای بللی دی.











