داعش؛ اوج ته له رسېدو لس کاله وروسته بیا هم پرلپسې خطر

مسکو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د مسکو د کنسرت په تالار کې د داعش برید تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل
    • Author, فرنک ګارډنر
    • دنده, د بي‌بي‌سي د امنیتي چارو خبریال

لس کاله تېر شول چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې مشر ابو بکر البغدادي د موصل له النوري جومات څخه د "خلافت" د جوړولو اعلان وکړ.

دغې ډلې چې د (داعش) په نوم هم یادېږي، وروسته د سوریې او عراق پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، د اسلامي شریعت یوه سخته بڼه یې پیل کړه او سختې سزاګانې یې وضع کړې چې په کې اعدامونه هم شامل وو او وېډیوګانې یې په انټرنیټ هم خپرولې.

په راتلونکو پنځو کلونو کې، دې ډلې له ټولې نړۍ په زرګونو جهادیان هغه څه ته راجلب کړل چې ویل یې ګنې همدوی د "اسلامي خلافت غوره ښار" رامنځ ته کړی، خو په واقعیت د سخت تاوتریخوالی ژوند یوه بېلګه وه. د "اخلاقي پولیسو" ګزمو یې خلک پرلپسې تنګول او بالاخره د متحده ایالاتو په مشرۍ ټلوالې لخوا پرله پسې بریدونه پرې پیل شول.

په پای کې ، ټلواله چې د متحده ایالاتو په مشرۍ له ۷۰ ډېر هېوادونه پکې شامل دي، په ۲۰۱۹ کې وتوانېده چې دا ډله په ۲۰۱۹ کې په ختیځ سوریه کې الباغوز کې له خپل وروستي قوي مرکز څخه وباسي او خلافت نور د پام وړ فزیکي شتون ونه لري، خو د یوې ایډیالوژۍ په توګه لا هم شته.

له دې کلونو وروسته د "اسلامي دولت" برخلیک څه دی؟

کمزورې، خو په بشپړه توګه ختمه شوې نه

په لندن کې د بریتانیا د حکومت په مرکزي دفتر (وایټهول) کې یو لوړ پوړی چارواکی د دې سازمان دریځ "کم شوی، مګر په بشپړه توګه ختم شوی نه" ګڼي او وايي چې په سوریه کې د دوی کمه شوې اصلي مشرتابه لا هم شته، خو د سازمان په توګه یې له سوریې نه بهر په څو لویو وچو کې خپل حضور پراخه کړی دی.

د دې سازمان په نوم تر سره شوي بریدونه اوس مهال په افریقا، اروپا او منځني ختیځ کې تر ټولو زیات ترسره کېږي او د خراسان په ولایت کې د سازمان څانګه یې تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي، ځکه چې په پراخه کچه د هغو بریدونو د پړې ګوته ورته نیول کېږي چې تېر کال یې د روسیې پلازمېنه مسکو او د ایران په کرمان کې سلګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.

د خراسان ولایت څنګه چې د "اسلامي دولت" په نامه ډلې پورې تړلې ده، په افغانستان او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې فعالیت لري؛ چېرې چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تحریک پر وړاندې بغاوت کوي.

طالبان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبان په افغانستان کې د داعش پر ضد جنګیږي

دا ښايي عجيبه ښکاري، ځکه چې طالبانو هم په افغانستان کې خپله سخت‌دریځه بڼه نافذه کړې، ښځې يې له کاره او يا يې هم له ښې زدکړې ترلاسه کولو بې‌برخې کړې دي، د سنګسار په څېر سزاګانې بيا وضع کړې دي.

په هر حال، طالبان او داعش اوس سخت سیالان دي او له ۲۰ کلن بغاوت وروسته، طالبان اوس ځانونه ساتندویان ګڼي.

کله چې سوریه او عراق کې د داعش د خلافت اصلي حضور اوج ته ورسېد – د داسې کسانو په جلب او ګومارلو وتوانېد د ترکیې له لارې هوايي سفرونه وکړي او پر پوله بس کې ولاړ شي بیا سوریې ته قاچاق کړل شي.

په دغو استخدام شویو کسانو کې اکثره کسانو پوځي تجربه یا د هغې جګړې په اړه کوم ریښتیني پوهه نه لرله چې په اصل کې یې سوریه ټوټې ټوټې کړه، خو ډېری یې په خپلو هېوادونو کې د کوچنیو جرمونو او مخدره توکو کارولو شالید درلود، په دغو استخدام شویو کې د لوېدیځ لندن څلور ځوانان وو، چې د (بیټلز) په نوم یادېږي، دوی د لوېدیځ مرستندویانو او خبریالانو د ساتنې او شکنجې مسؤلیت درلود.

نن ورځ، له دې څلورو څخه یو مړ شوی او نور لا هم په زندان کې دي، په دوی کې دوه یې اوس مهال د امریکا په یوه لوړ امنیتي زندان کې د عمري بند سزاګانې تېروي.

خو داعش لا هم د خپلو انلاین رسنیو له لارې بریدونو ته هڅوي، دوه اصلي لاملونه دي: پر غزې د اسرائیلو د نهه میاشتني برید غچ اخیستل او د سوریې په شمال کې په جلا جلا کمپونو کې د داعش د ښځو او ماشومانو زنداني کول.

افریقا ته لېږدول

د القاعدې په څېر، چې لا هم نه ده ورکړه شوې، هغه څه چې د "اسلامي دولت" په نوم پېژندل کېږي په هېوادونو او حکومتونو کې د ګډوډۍ او ناسم مدیریت په شتون کې وده کوي.

د افریقا په ځینو برخو کې، د ګډوډۍ، نهیلۍ او ناسم مدیریت لوی جیبونه شته او په وروستیو کلونو کې، د "افریقايي کمربند" هېوادونه - په ځانګړې توګه مالي، نیجر او بورکینا فاسو - د پوځي کودتا شاهدان دي، چې په دوی کې د بې ثباتۍ زیاتوالي لامل شوي.

په داسې حال کې چې فرانسوي، امریکايي او د اروپايي اتحادیې ځواکونه چې له سیمه ییزو حکومتونو سره یې د اورپکو د ګواښونو په مخنیوي کې مرسته کوله، ویستل شوي، چې تل بریالي نه وو، یا یې روسي اجیرانو ځای نیولی.

"اسلامي دولت" اوس مهال په افریقا کې پنځه څانګې لري، چې د ولایتونو په نوم یادېږي، په لوېدیځه افریقا، د چاد جھیل سیمه، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او شمالي موزمبیق کې فعالې دي.

افریقا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، داعش د چاد په ګډون د افریقا په نیمه صحرا کې څانګې اعلان کړې

همدارنګه په افریقا کې، داعش له القاعدې سره مستقیمه سیالي لري - او ډېری وختونه یو له بل سره ښکر په ښکر شي. داعش ویاړي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خپل عملیات پراخوي او او هڅه کوي د هغو حکومتونو پرتله چې دوی ورسره جنګېږي ډېر ځانونه نرم وښيي، ډېری وختونه وژونکي ناڅاپي بریدونه پیلوي چې په لیرې پرتو سیمو کې په کمینونو کې لسګونه سرتېري یا کلیوال وژني.

افریقا د نړیوالو اورپکو لپاره په یوه جغرافیایي مقناطیسي نه ده بدله شوې، لکه څنګه چې لس کاله مخکې په سوریه کې وه او داسې کومه کرښه نشته چې رضاکاران یې له لارې تېر شي، لکه څنګه چې د ترکیې-سوریې له پولې اوښتل، یا لکه څنګه چې مخکې د پاکستان شمال لوېدیځو قبایلي سیمو کې پېښ شوي، خو د سازمان څانګه اوس هم ډېری ګمارل شوي کسان لري، چې اکثره یې محلي ځوانان دي، چې تقریبا په بل ځای کې د کار او روزګار هېڅ موکه نه ورته موندل کېږي.

وړې او سیمه ییزې شخړې، چې په افریقا کې تر ټولو ډېرې تاوتریخجنې دي، ممکن د اروپا له سواحلو څخه زرګونه میله لرې وي، مګر لکه څنګه چې هلته د اورپکو له خوا ګواښ زیاتېږي، دا به حتماً له افریقا ډېر کډوال په اروپا کې د خوندي ژوند په لټه کې کړي.

اروپا لا هم یو هدف دی

د خپل واک په اوج کې، د یوویشتمې پېړۍ لومړنۍ لسیزې نیمايي کې، د "اسلامي دولت" په نوم ډله وتوانېده چې لوی بریدونه وکړي چې په اروپا کې د لوی شمېر تلفاتو لامل شول، لکه په ۲۰۱۵ کې په پاریس کې د باتکلان کنسرت په تالار کې برید چې له امله یې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

هغو کسانو چې دغه عملیات یې تر سره کړي په سوریه کې روزل شوي وو او بیا په ډېرې اسانۍ له ګڼو پولو تېر شوي او له بالکانه د کلاشینکوفونو په څېر د اتومات وسلو په ترلاسه کولو کې له کومې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

له هغه وخته او په اروپایي ښارونو کې له ډېری بریدونو وروسته، د پولیسو ځواکونو او امنیتي خدماتو ترمنځ د استخباراتو شریکول د پام وړ ښه شوي او د بریتانیا چارواکي اوس په دې باور دي چې دا به خورا ستونزمن وي - که څه هم ناممکن نه وي – چې داعش یا القاعده د لندن ۲۰۰۵ بمي چاودنو یا د باتکلان ۲۰۱۵ په څېر پلان شوي یا همغږي بریدونه وکړي.

پاریس برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال د داعش برید د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو خونړی و

پرځای یې، اروپا د هغو کسانو په اړه ډېره اندېښمنه ده چې په یوازې سر عمل کوي – هغه سخت دریځه کسان چې خپلې شخصي انګیزې لري یا رواني او ټولنیزې ستونزې لري یا د انټرنېټ پروپاګند له لارې سخت‌‌دریځي شوي دي.

په بریتایا کې، د MI5 له ترهګرۍ سره د مبارزې لویه برخه د داعش یا القاعدې لخوا هڅول شوي جرمونو ختمولو ته دوام ورکوي- لکه څنګه چې د ۲۰۲۴ مارچ کې، د مسکو شار په کروکاس تالار برید – چې له ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، ښیي چې داعش د خپل دوښمن په وهلو سره کولی شي له فرصته ګټه پورته کړي، په دې حالت کې د اوکرایین په جګړه کې تیت او پرک دوښمن.

د مشرتابه ستونزې

د داعش د انلاین رسنیو تولید اوس هغومره شدید نه دی لکه څنګه چې د خلافت په وخت کې و، مګر دا لاهم د دې توان لري چې تکړه نفوذ لرونکي او د وېبپاڼې ډیزاینران استخدام کړي چې د کرکې پیغام خپور کړي او غچ اخیستلو ته وهڅوي.

د داعش په یوه وروستۍ وېډیو کې د خبرونو ویاند لکه ریښتینی انسان غوندې ښکاره شو، چې په حقیقت کې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړه شوې وه او په عربي ژبه یې خبرې کولې، له دې لارې "اسلامي دولت" د اوسني ویاند د هویت له افشا کېدو پرته خپل پیغام رسولی.

د هویت افشا کېدو ګواښ په ۲۰۱۹ کې د ابو بکر البغدادي له مړینې راهیسې د سازمان مشرتابه ترهولی او له یو باثباته مشرتابه پرته دي - لکه د القاعدې لپاره چې اسامه بن لادن و- مشرتابه به له خپلو پلویانو لرې او جلا ښکاري.

په هرصورت، د جهادي مشرانو د لنډ عمر یو همغږی عامل شته، هرکله چې د دوی هویت ښکاره شي، نو د د الکترونیکي څارنې او یا د دوی په لیکو کې د مخبرو کسانو له لارې یې د ځای ځایګي د څرک لګېدو له خطر سره مخامخ شي.

له همدې امله د داعش د اوسني مشر په اړه تر اوسه هېڅ نه دي په ډاګه شوي.