شمالي وزیرستان کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لوړ پوړو امنیتي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځ پر کاروان ورغلی او ۱۳ پوځیان یې وژلي دي.
سرچینو ویلي، دغه برید کې ۱۰ نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په یوه بیان کې د اتو امنیتي کسانو د وژل کېدو پخلی کړی. په بیان کې دا هم ویل شوي چې "امنیتي ځواکونو په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړې دي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ملت هوډ او مورال نور هم لوړوي."
د برید مسولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوې څانګې منلی دی.
د ترسره شويو څېړنو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کې نه یوازې وسله وال بریدونه ډېر شوي، ورسره وسله والو په خپلو بریدونو کې تګلاره او تاکتیکونه هم بدل کړي دي.
په دغه موده کې د لوی شمېر بريدونو مسولیت د تحريک طالبان پاکستان او د ځينو پړه بيا د داعش وسله والې ډلې منلې.
د پاکستان د شخړو او امنيتي څېړونو ادارې د رپوټ له مخې (د ۲۰۲۱ اګسټ تر ۲۰۲۳ کال اګسټه) پاکستان کې وسله وال بريدونه شپېته سلنه ډېر شوي وو.
دغه څېړنې دا هم ویلي وو، په دغه موده کي پاکستان کې ټول ۷۸۹ بريدونه شوي، چې له امله یې ۱،۵۲۴ کسان وژل شوي او ۱،۴۶۳ نور ټپيان شوي دي.
څېړنه کې د تېر کال ( ۲۰۲۴) له جنورۍ تر اګسټ میاشتې پاکستان کې ۵۵۷ وسله وال بريدونه شوي دي، چې له امله یې د امنيتي سرتېرو او ولسي پاکستانیانو په ګډون ټول ۵۸۲ کسان وژل شوي او ۶۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
په تېرو څو کلونو کې تر ډېره وسله وال بريدونه په بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو کې شوي دي.








