ایران لسګونه افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي

د عکس سرچینه، mof
ایراني حکومت ۱۸۰ داسې افغانان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارلي، چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بند محکوم شوي وو.
ټاکل شوې چې دغه بندیان د بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، احمد ضیاء تکل، وویل، چې دا کسان پرون ور سپارل شوي دي. نوموړي د هرات په اسلام کلا بندر کې د بندیانو ورسپارل کېدو خبر د تائید تر څنګ زیاته کړه:
''تر دې مهاله د ایران له بېلا بېلو زندانونو څخه ۱۱۳۱ افغانان خپل هېواد ته راانتقال شوي دي.''
له دې وړاندې ویل شوي وو، چې په ایران کې څه کم دوه-زره افغانان بندیان دي، چې یو شمېر پکې په زندان محکوم شوي دي.
ایراني چارواکو تېره اونۍ هم ۱۰۰ نور افغان بندیان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارلې وو.
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد ویلي و چې دغه افغان بندیان پر تېره یکشنبه د نیمرز ولایت په ابرېشم بندر کې د دوی لوري ته وسپارل شول.
خو له دې سره هممهاله د خپرو شویو رپوټونو له مخې ایران کې دننه بیا پر مېشتو افغان کډوالو د فشارونو او د دوی د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې.
په ایران کې زرګونه افغان د بېلابېلو جرمونو، په ځانګړې توګه ایران ته د ورتګ او هلته د اوسېدو قانوني اسنادو د نه درلودو په تور بندیان دي.
ایران د طالبانو حکومت سره افغانستان ته د دغو بندیانو د استولو هوکړه کړې او په دې لړ کې یې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
د طالبانو او ایران حکومتونو ترمنځ هوکړه پر دې شوې چې دغه افغان بندیان به خپله د بند پاتې موده په افغانستان کې بشپړوي.











