ایران او پاکستان سلګونه افغانان له خپلو زندانونو ایستلي؛ ایا د طالبانو ډيپلوماسي بریالۍ وه؟

بندیان

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affairs

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼو له مخې ایران پرون او نن شاوخوا ۴۰۰ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.

د یاد وزارت لخوا پرون ٰدوشنبه' خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "د ایراني لوري سره له خبرو او هوکړې وروسته ۲۶۸ تنه افغان بندیان د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته وسپارل شول."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن 'سې شنبه د مارچ ۷' بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "د ایران له لوري افغانستان ته د بندیانو د سپارلو لړۍ پېل شوې او په دې لړ کې نن د کب په ۱۷مه هم د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۸۹ افغانان چې په ایران کې بندي وه افغان لوري ته سپارل شوې دي.

نوموړي دا کار د تهران او کابل تر منځ د شویو خبرو اترو او هوکړې پایله بللې او په وینا یې له مخې به یې نور افغانان هم خوشې کیږي.

حافظ ضیا احمد تکل له بي بي سي سره خبرو کې بیا بیا ټينګار وکړ چې "حکومت یې په دې برخه کې ډېرې جدي هڅې پیل کړي چې د پاکستان او ایران تر څنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان کډوالو ستونزو ته ورسیږي."

پرون او نن دواړه ورځې دا بندیان د رسمي مراسمو په ترڅ کې طالبانو ته سپارل کیږي.

بندیان

د عکس سرچینه، AFG,Ministry of Foreign Affairs

د عکس تشریح، د اسلام قلعه پر پوله د بندیانو د سپارلو رسمي مراسم

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په دې مراسمو کې په تهران کې د طالبانو لخوا معرفي شوی نوی سفیر فضل محمد حقاني، په هرات کې د بهرنیو چارو رییس مولوي شېر احمد عمار او ځينې نور طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

که څه هم رسمي شمېرې معلومول یې سخت کار دی خو ویل کیږي په ایران او پاکستان کې تر ټولو ډېر افغانان بندیان دي.

له ایران سره د بندیانو په سر دا پرمختګ له هغې وروسته راغلی چې تېره اونۍ د طالبانو د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو او د محاسبو عمومي ریاست په ګدون لوړ رتبه پلاوي ایران ته سفر وکړ.

ایران همدا وړمه اونۍ د طالبانو لخوا ورپيژندل شوې سفیر ته هم د سفارت د سمبالولو اجازه ورکړه که څه هم د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پيژندلی.

په تهران کې د طالبانو سرپرست سفیر مولوي فضل محمد حقاني ویلي " د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو د انتقال پروسه پیل شوې ده چې له مخې به یې ۱۷۲۸ تنه بندیان مونږ ته سپارل کیږي."

هغه همداراز د دغو بندیانو د سپارنې په مراسمو کې وویل "دا لړۍ به د پنجشنبې په ورځ هم دوام ولري."

طالبان

د عکس سرچینه، TALEBAN MEDIA

د عکس تشریح، د طالبانو د زندانونو چارو عمومي رییس محمد یوسف مستري

طالبانو ته د سپارل شوېو بندیانو برخلیک

د طالبانو د زندانونو عمومي مشر ویلي افغانستان ته ټول استول شوې بندیان به د دوی د قوانینو پر بنسټ محاکمه کیږي.

محمد یوسف مستري ویلي په دې کسانو کې یې شاوخوا ۴۰۰ داسې بندیان وو چې په اعدام محکوم دي.

نوموړي ویلي ورسپارل شویو ډېرو بندیانو د بند شاوخوا نیمايې موده تېره کړي او په وینا یې "دغه بندیان به زمونږ هېواد کې ساتل کیږي خو که چېرې زمونږ محکمو دوی ته ازادي ورکړه نو هوکړه داسې ده چې بیا به خوشي کیږي."

ویل کیږي دا بندیان په بېلابېلو جرمونو نیول شوې او د بند رنګا رنګ جزاګانې ورکړل شوې دي.

"له پاکستانه ۱۸۵۰ بندیان خوشې شوې"

د ایران تر څنګ د افغانستان بل څنګلوري هېواد پاکستان په دې وروستیو کې که له یوې خوا د افغانانو نېونه او زورونه ډېره کړي له بلې خوا یې افغانستان ته وخت نا وخت لسګونه بندیان ورسپارلي هم دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایې په اسلام اباد کې د دوی سفارت او کراچۍ کې د دوی کونسګلرۍ په هڅو تر دې دمه شاوخوا ۱۸۵۰ بندیان له زندانو ویستل شوې او په دولتي مصارفو افغانستان ته لېږدول شوې دي.

د دغه هېواد له زندانونو د افغان بندیانو د خوشې کېدو تر ټولو ورستۍ لړۍ د جنورۍ په وروستیو کې وه . پاکستان کې د افغانستان سفارت د جنورۍ په ۳۱مه ویلي وو " د دوی کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سېند ایالت له زندانونو ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې شول او د ۱۳۰ نورو د خوشې کېدو ژمنه ورکړل شوې."

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

پدغه هېواد کې هم د طالبانو لخوا ورپيژندل شوی سرپرست سفیر احمد شکیب د سفارت چارې سمبالوي.

هغه له دې وړاندې هم وخت نا وخت طالبانو پاکستان له زندانونو د لسګونو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړی او له هغه هېواده یې غوښتې چې د افغانانو له زورونې لاس واخلي.