ټرمپ وايي د غزې هوکړه په "وروستيو پړاوونو" کې ده

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، هر څوک د غزې لپاره د وړانديز شوي پلان هوکړې کولو لپاره چمتو دي.
نوموړی هيله لري چې د دوشنبې په ورځ به د اسرائیلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره د لیدنې پر مهال دا پلان وروستی کړي.
له رويټرز خبري اژانس سره په ټليفوني مرکه کې ولسمشر ټرمپ زياته کړې چې له اسرائیلو او عرب مشرانو یې د دې وړانديز په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
د بي بي سي عربي له مخې، ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا وړانديز يوازې د غزې په اړه نه، بلکې په منځني ختيځ کې د پراخې سولې د ترلاسه کولو په اړه دی.
ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت يوه پوست کې زياته کړې، "موږ په منځني ختيځ کې د سترو کارونو ترسره کولو لپاره ريښتينی فرصت لرو. ټول د يوه ځانکړي کار لپاره چمتو دي. دا لومړي ځل دی. موږ به دا کار ترسره کړو."
ډونلډ ټرمپ د خپل دې پوسټ په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي.
د بي بي سي عربي په وينا، امریکایي چارواکو ولي چې ټرمپ به د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د اسرائیلو له لومړي وزير نتنياهو سره وګري چې د دې هوکړې لپاره نقشه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ هم هيله ښودلې وه چې د داسې يوه تړون لپاره به خبرې اترې بريالۍ شي چې له مخې يې يرغمل کسان خوشي او په غزه کې اوربند رامنځته شي.
نوموړي ويلي وو، چې ټيم یې دغه هدف ته نژدې شوی دی او په وينا یې د سيمې له هېوادونو سره یې ډېرې "ګټورې خبرې اترې" روانې دي.
د ټرمپ ځانګړي استازي سټيو وېټکاف ويلي، امریکا د منځيني ختيځ او غزې لپاره يو نوی ۲۱ مادييز د سولې پلان تيار کړی دی.
که څه هم دا پلان تراوسه په رسمي ډول نه دی وړاندې شوی خو بېلابېلو رسنيو د دې پلان مهمې مادې خپرې کړې دي.
راپورونه وايي، په دې پلان کې نه يوازې د ټولو يرغمل شويو کسانو خلاصون، د فلسطيني بنديانو خوشي کېدل او د سملاسي اوربند تر څنګ لکه څرنګه چې ټايمز اف اسرائیل راپور ورکړی د فلسطين د راتلونکي دولت لپاره هم د يوې لار پرانيستل شامل دي.
خو دا هغه څه دي چې نتنياهو په کلکه د ملګرو ملتونو غونډې ته د وينا پر مهال رد کړل.
دا هم ویل شوي چې نوی پلان به فلسطينيانو ته دا زمینه برابره کړي چې په غزه کې پاتې شي.
که د پلان دا مادې تائید شي نو دا به د ټرمپ او نتنياهو تر منځ د دوشنبې په ورځ د ليدنې د بحث موضوع وي.
ټايمز اف اسرائیل وايي، د امريکا د وړانديز شوې طرحې يوه کاپي یې ليدلې چې په کې د حماس بې وسلې کېدل، د غزې بشپړ ناپوځي کول او د توندلارۍ د فکر له منځه وړلو بهير جوړول هم شامل دي.
که څه هم د نړيوالو له خوا د اوربند غوښتنې مخ په زياتېدو دي او د یو شمېر لوېديځو هېوادونو له خوا د فلسطين دولت د په رسميت پېژندلو له امله دا هیلې نورې پياوړې شوې، خو اسرائیل لا هم غواړي چې پر حماس فشار زیات او تسلیم يې کړي.
دا هغه څه دي چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه ته د وينا پر مهال پرې يو ځل بيا ټينګار وکړ.
روغتياپالان وايي په غزه کې د اسرائیلو بريدونو لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، Ali Jadallah/Anadolu via Getty Images
د غزې په روغتونونو کې سرچينې وايي د شنبې له سهار راهيسې د اسرائيلو هوايي بريدونو او ډزو په ترڅ کې له ۳۵ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.
د غزې ښار د الاهلي عرب روغتون له مخې په منځنۍ غزه کې پر يوه کور هوايي بريد له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي چې له نیمايي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
روغتيايي کارکوونکي وايي، د نصيرات کډوالو پر پنډغالي د اسرائیلو بريد د يوې کورنۍ د نهو تنو ژوند اخيستی او لږ تر لږه شپږ نور په منځنۍ او جنوبي غزه کې د مرستو تر لاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.
دا مرګژوبلې يوه وروځ وروسته له هغه پېښې شوې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د ملګرو متلونو غونډې ته وويل، "اسرائیل باید دا کار (د حماس پر ضد جګړه) بشپړه کړي."
د اسرائیلو هوايي ځواک وايي له تېرې جمعې راهيسې یې د غزې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۲۰ موخې په نښه کړې دي چې د پوځ په وينا په دې کې "د ترهګريزو ډلو ودانۍ، د هغوی جنګيالي او نور بنسټيز جوړښتونه" شامل دي.
داسې ښکاري چې د اسرائیلو عمليات او هوايي بریدونه لا هم په چټکۍ داوم لري او اوسمهال یې تر ډېره تمرکز د غزې پر ښار راټول دی، هغه ځای چې دوی یې د حماس ډلې وروستی پټنځای بولي.
سلګونه زره خلک د غزې له ښاره چې تېره مياشت د ملګرو ملتونو ملاتړې يوې ادارې په کې قحطي اعلان کړې وه وتلي دي. خو لا هم سلګونه زره خلک هلته پاتې دي چې له سختو شرايطو سره لاس او ګراېوان دي.
د غزې ښار یوې اوسېدونکې سلوی صبحی بکر، اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "موږ ته وايي چې له دې ځايه ووځئ او بېرته راشئ... خلک پر سړکونو دي، په جنوب کې خلک هر لور ته خپاره دي. موږ چېرته ولاړ شو؟"
نوموړې وايي، "نړۍ له موږ څه غواړي؟ نتنياهو څه غواړي؟ حماس څه غواړی؟"
د اې اېف پي خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې له قوله وايي، د بکر د کورنۍ څو تنه غړي د غزې ښار په الشاطي کمپ کې د يوه بريد پر مهال وژل شوي.

د عکس سرچینه، Israel Prime Minister's Office
حماس د ۲۰۲۳ کل د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو پراخ بريد وکړ چې په ترڅ کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل کړل.
په ځواب کې بيا اسرائيلو پر غزه بريد وکړ چې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت په وينا تر دې مهاله ۶۵۵۴۹ تنه د اسرائیلو په بريدونه کې وژل شوي دي.
بهرني خبريالانو ته له ۲۰۲۳ کال راهیسې هغه مهال چې اسرائیلو پوځي عمليات پيل کړي غزې ته په خپلواکه توګه د ورتګ جازه نه ورکول کېږي.
د حماس تر مشرۍ لاندې پر اسرائیلو د بريد دوه کلونه مخ په پوره کېدو دي. په اسرائیلو او غزه کې ګڼ خلک دا هیله لري چې دغه جګړه درېیم کال ته ونه غځېږي.











