حماس د نتنیاهو وینا "تېر ایستونکې" او نتنیاهو بیا د فلسطين په رسمیت پېژندنه "شرموونکې" بللې

نتنیاهو

د عکس سرچینه، Getty Images

حماس د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه وینا یې "تېر ایستونکې" بللې ده.

حماس پر خپل ټېلیګرام په یوه اوږده بیان کې ویلي چې نتنیاهو یوه "تېر ایستونکې" وینا وکړه چې "له دروغو او تضاد ډکه" وه.

حماس همدا راز ویلي چې "دروغ هېڅکله ریښتیا نه شي پټولی او اوس نړۍ پوهېدلې چې اسرائيل په غزه کې څه روان کړي دي."

دې ډلې همدا راز په خپله اعلامیه کې په غزه کې د اسرائيل پوځي عملیات پر "یوې منظمې ټول‌وژنې" ولاړه "ولکه" یاده کړې ده.

حماس ویلي، "موږ له نړۍ غواړو چې په غزه کې روانه وژنه او ولکه ودروي. اسرائيل دې له سیمې وتلو ته اړ کړي، هلته دې د خوړو او درملو لېږد ته زمینه برابره شي او د فلسطين په رسمیت پېژندنې لپاره دې خپل اقدامات بشپړ کړي."

د یادولو ده چې د اسرائيل لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د هغو هېوادونو پرېکړې ته غبرګون وښود چې په دې وروستیو کې یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.

نتنیاهو څه وویل؟

نتنیاهو د وینا پر مهال، ګڼې څوکۍ تشې برېښي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نتنیاهو د وینا پر مهال ګڼ ګډونوال له تالاره ووتل.

ښاغلي نتنیاهو دا پرېکړه "شرموونکې" او د اسرائیل لپاره "ملي ځان وژنه" وبلله. نتنیاهو وویل: "دا ټول لیونتوب دی او موږ به داسې څه و نه کړو."

د فرانسې او بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو دا وروستیو کې اعلان وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوله چې له تالاره ډېر شمېر ګډون کوونکي د اعتراض په بڼه ووتل خو هلته داسې ځینې کسان هم ول چې نوموړي ته یې لاسونه پړکول.

د غونډې سمبالوونکي ډېر ځلې هڅه وکړه او د ناستې له غړو نه یې وغوښتل چې په خپلو ځایونو کې کیني او نظم وساتي خو ښکارېده چې د تالار ډېرې څوکۍ تشې وې او خلک ترې تللي وو.

کله چې ښاغلي نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوله نو ودانۍ ته نږدې ټایمز څلور لاري کې لسګونه کسان د نوموړي په ضد لاریون ته وتلي وو.

د اسرائیل لومړي وزیر په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وستایه او دې سره بیا هلته ناست امریکایي پلاوي ورته لاسونه وښورول او د ښاغلي نتنیاهو ملاتړ یې وکړ. د اسرائیل لومړي وزیر د ایران، حوثیانو او حماس په اړه هم خبرې وکړې.

نتنیاهو وویل چې تېر کال یې پر همدې سټېج کې یوه نقشه ښکاره کړې وه چې "لعنت" نومېده، او هغه یې نن بیا راوایستله. ده وویل دا نقشه د ایران د ترهګرۍ د محور "لعنت" ښيي.

نتنیاهو زیاته کړه: "دغه محور د ټولې نړۍ سولې، زموږ د سیمې ثبات او د اسرائیلو د بقا لپاره ګواښ دی."

هغه ادعا وکړه چې په تېرو ۱۲میاشتو کې اسرائیلو حوثیان سخت وځپل، د حماس د ترهګرۍ لویه برخه یې له منځه یوړه او حزب‌ الله یې فلج کړ.

ده زیاته کړه: "تر ټولو مهمه دا چې موږ د ایران د اټومي وسلو او بالیستیک توغندیو پروګرام په بشپړه توګه شنډ کړ."

"هېر کړي مو نه یئ"

نتنیاهو وویل، داسې ښکاري چې د نړۍ ډېره برخه د ۲۰۲۳ د اکتوبر د ۷مې بریدونه، نه یادوي.

نتنیاهو وویل، داسې ښکاري چې د نړۍ ډېره برخه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې بریدونه، نه یادوي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه ۲۰۷ تنه چې د حماس له لوري یرغمل شوي وو، بېرته کورونو ته راوړل شوي او د پاتې ۴۸ کسانو له ډلې ۲۰ تنه یې لا هم ژوندي دي.

نوموړي د دغو ۲۰ کسانو نومونه ولوستل او بیا یې دغو یرغمل شویو ته په خطاب کې خبرې وکړې، د همدې خبرو لپاره د غزې پر پوله لوډسپېکړونه لګولې وو.

هغه وویل: "موږ تاسو نه یوو هېر کړي" او زیاته یې کړه چې اسرائیل به هله ارام وکړي "کله چې تاسې ټول بېرته کورونو ته راوړو."

لومړي وزیر په ټېنګار سره د حماس پر مشرانو غږ وکړ چې که پاتې یرغمل خوشې نه کړي او تسلیم نه شي نو اسرائیلي ځواکونو به یې تعقیب کړي.

د نسل وژنې د تورونو په اړه، نتنیاهو وپوښتل چې ایا کوم هېواد چې نسل وژنه کوي، خلکو ته به ووایي چې د خطر له سیمې ووځئ؟ هغه وویل: "ایا نازيانو، یهودیان له خپلو سیمو ایستلي وو؟"

د روانې میاشتې په پیل کې، د ملګرو ملتونو یوې څېړنیزې کمېټې ویلي وو چې اسرائیلو په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه کړې. دوی د اسرائیلي مشرانو څرګندونې او د اسرائیلي ځواکونو د کړنو نمونې د دې ثبوت ګڼلي دي. اسرائیلو بیا دغه راپور ناسم بللی و.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۰مې غونډې د پرانیستې پر مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ګډون کوونمو ته وویل چې په غزه کې نړیوال قوانین "تر پښو لاندې کېږي" او یو ځل یې بیا د " دوو دولتونو حل لاره" غوښتنه وکړه.

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ غونډې ته ویلي وو چې په غزه کې د اوربند اړتیا ده، خو د اسرائیلو کړنې یې و نه غندلې.

امریکا دې ناسته کې د ګډون لپاره د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته ویزه ورنکړه خو نوموړي په ویډیویي پیغام کې غونډې ته خبرې کړې وې.

په داسې حال کې چې پر اسراییلو نړیوال فشار ورځ تر بلې زیاتېږي چې د غزې جګړه او د لوېدیځې غاړې نیول پای ته ورسوي، بلخوا د نتنیاهو د ادارې ځېنو غړو غوښتنه کړې چې اسرائیل دې په بشپړ ډول د لوېدیځې غاړې کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

خو تېره شپه ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې دی به "هېڅکله اجازه ورنه کړي چې اسرائیل، لوېدیځه غاړه له خپلې خاورې سره یو ځای یا ضمیمه کړي."

بریتانیا او جرمني هم اسرائیلو ته په همدې اړه خبرداری ورکړی او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم دغه کار "له اخلاقي، حقوقي او سیاسي پلوه د نه منلو وړ، بللی دی."

لوېدیځه غاړه چې د اسرائیلو او د اردن د سیند تر منځ پرته ده، تر ډېره د اسرائیلو تر کنټرول لاندې ده خو له ۱۹۹۰ لسیزې د فلسطیني ادارې په نوم حکومت یې په ډېرو ښارونو او کلیو واک چلوي.

د اسرائیلو حکومت چې په ۲۰۲۲ کې واک ته ورسېد، اعلان وکړ چې په دغه سیمه کې به نوې مېشت‌ځایونه پراخ کړي. دغه حکومت د فلسطینیانو د خپلواک دولت حق نه مني او وايي، لوېدیځه غاړه د اسرائیلو د تاریخي ټاټوبي برخه ده.

اوس مهال په لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت‌المقدس کې شاوخوا ۱۶۰ اسرائیلي مېشت‌ځایونه شته چې نږدې ۷۰۰ زره یهودیان په کې اوسېږي.

فلسطینیان چې شاوخوا درې میلیونه یې په لوېدیځه غاړه کې ژوند کوي، د ټولو اسرائیلي مېشت‌ ځایونو ختمېدل غواړي. دغه مېشت‌ځایونه د نړیوالو قوانینو له مخې هم غیرقانوني ګڼل کېږي.

د نتنیاهو دفتر تازه اعلان کړی و چې په ملګرو ملتونو کې د خپل لومړي وزیر د وینا پر مهال په اسرائیلي خاوره کې د غزې پر لورې لوډسپېکرونه ولګوي څو د غزې خلک یې هم واوري.

د غزې وروستی حال

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د غزې جګړه له نږدې دوو کالونو روانه ده.

اسرائیلي ځواکونه د غزې ښار مرکز ته نژدې شوي چې اسرائیل یې د "حماس وروستی مرکز" بولي.

تېره اوونۍ اټکل کړی و چې په ښار کې د حماس شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي دي.

په همدې حال کې، بي بي سي د حماس له یوه غړي سره خبرې کړې چې وايي دغه ډله چمتو ده زرګونه نور جنګیالي ښار ته راوبولي. دا خبره اندېښنې زیاتوي چې ښايي په ګڼ‌ مېشتو سیمو کې جګړه سخته شي، هلته چې لا هم زرګونه عام وګړي پاتې دي.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې اسرائیلي پوځ ویلي چې د غزې په بېلابېلو برخو کې یې د حماس له ۱۴۰ زیات هدفونه ویشتلي دي.

د غزې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت پرون په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ کسان وژل شوي او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

له دې سره د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې د وژل شویو شمېر ۶۵,۵۰۲ ته رسېدلی دی.

یادونه باید وشي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې اسراییلو نړیوالو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په خپلواکه توګه غزې ته ننوځي، له همدې امله د دواړو لورو د دعوو تاییدول ډېر ستونزمن دي.