فرانسوي کس غلو سره د ګټلې لاټرۍ وېشلو وړانديز کړی

لاټري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېډېټ کارټ والا وړانديز کړی، ګټلې پيسې د کارت غلا کوونکو سره نیمې کړي
    • Author, ايو وېبسټر
    • دنده, بي بي سي نيوز

يوه فرانسوي کس له دوو غلو چې، د لاټرۍ پېرلو کې یې له ده غلا کړی بانکي کارډ کارولی، غوښتي، ورمخکې شي او د ۵۰۰ زرو يورو ګټلې پيسې ورسره ووېشي.

دغه کس چې ځان یې په ژان ډېوېد اي پېژندلی، ار ټي اېل راډیو ته ويلي، دا چې که داسې ونه شي، دا پيسې به د چارواکو له لوري ولکه کېږي، نو دی له دوی سره يوه جوجاړي ته سترګې پر لار دی.

د تولوز دغه اوسېدونکي ويل، "له ما پرته دوی نه شوی ګټلی، خو له دوی پرته به ما دا ټيکټ نه وی اخيستی. نو غواړم د دغو ګټلو پيسو شریکولو وړاندیز ورته وکړم".

لا تر اوسه څوک له ګټلي ټېکټ سره نه دي ورمخکې شوي، چې د ژان ډېوېډ په وینا د فرانسې لاټرۍ ملي ادارې، (اېف ډي جې) له لوري بلاک او بند شوی دی.

ژان ډېوېډ ومونده د شا بکس یې چې بټوه يې هم په کې وه، د فبرورۍ پر ۳ مه يې، له ګاډي چې د تولوز مرکز کې پارک شوی و، غلا شوی دی.

بانک ته يې زنګ وواهه چې کرېډېټ کارت يې وربند کړي، خو ويې مونده چې يوه ځايي پلورنځي کې ۵۲،۵۰ يورو، په کانټکټلېس يا بې تماسه ډول لګول شوي دي. ژان ډېوېډ بيا دغه پلورنځي ته ورغی، چې وګوري کاروونکو یې څه شکمن ليدلي او يا دا چې کوم سامان یې دغه پلورنځي سره پرېښودل شوی که څنګه.

د ژان ډېوېډ قانوني وکيل، پيېر ډېبوسن بي بي سي ته وويل، "موکل مې کاشيير يا د پيسو واله سره خبرې وکړې، او ويې مونده، دا دوه کسان چې بې کوره ښکارېدل، د سګرېټو او لاټرۍ کارتونو پېرلو لپاره د ده کرېډټ کارټ کارولی و".

دواړو کسانو بيا پلورنځي والا ته ويلي وو، چې دوی پر يوه کارت د ۵۰۰ زرو يورو لاټري ګټلې، او دا چې غواړي د اېف ډي جې ادارې ته ورشي او دا پيسې واخلي.

ژان ډېوېډ وايي پلورنځي والا د دغو دواړو کسانو چلن د شک وړ ليدلی، ځکه دوی د يوه کارت پېن شمېره، چې کله د لاټرۍ کارت اخيسته، نه شوی وهلی.

له پلورنځي والا سره له خبرو وروسته، ژان ډېوېډ ځايي پوليسو سره تماس ونيو، چې هغوی بيا په خپل وار له اېف ډي جې سره اړيکه کړې، چې د لوبو دغه شرکت ته خبر ورکړي.

د ژان ډېوېډ په وينا، پوليس اوس ښايي دا ګټلې پيسې ولکه کړي، اوکه غله په خپله اېف ډي جې ته ورشي، دوی په خپله ښايي ونیول شي.

د توږلو کارت ګټونکي د پېرلو له وخته دېرش ورځې وخت لري، چې خپلې ګټلې پيسې واخلي، نو اوس د ژان ډېوېډ او دغو دو کسانو لپاره چې ورسره د همکارۍ تمه ترې نه کېږي، دا نېټه په تېزۍ راروانه ده.

د ده قانوني وکيل ښاغلي ډېبوسن د بښنې وړانديز وکړ، ويل يې: "موکل مې ډېر خوشاله و، چې داسې شرايطو کې يې کارت غلا شوی، او ځکه نو د محاکمه کولو تابيا نه لري. دا د دغو دوو کسانو لپاره هم يوه عجيبه موکه ده، چې خپلو ځانونه لپاره نوی ژوند جوړ کړي."

ژان ډېوېډ چې ۴۰ کلن دی، ار ټي اېل راډيو ته ويلي "که دوی مې قانوني وکيل سره تماس ونه نیسي، دا ټېکټ نه شي کارېدی. نو ولې دوستانه جوړجاړی، او پنځوس-پنځوس وېش نه کوي".

ده زياته کړه، "د دغې اندازې پيسو لپاره چمتو یم يوې هوکړې ته ورسېږم"، روښانوله یې خپله برخه پيسې غواړي، د خپل مورګېچ يا د کور بيې پور پرې پرې کړي.

د فرانسې لاټرۍ ملي ادارې، (اېف ډي جې) او د تولوز پوليسو سره تماس ونيول شو، خو څه یې ونه ويل.