"ښځه له ساعت سره"؛ د پابلو پیکاسو هنري اثر په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو

د عکس سرچینه، EPA
د پابلو پیکاسو هنري اثر "ښځه له ساعت سره" چې ۱۹۳۲ کال کې نقاشي شوی و په ۱۳۹ میلیونه ډالرو پلورل شوی.
دا اثر د هغه دویم اثر دی چې په دومره لوړه بیه پلورل کېږي.
په دې اثر کې تیریس والټر انځور شوې، هغه یوه فرانسوۍ موډله وه چې پر هسپانوي هنرمن پابلو پیکاسو مینه شوه.
له هغې وروسته بیا والټر تر ډېره د پیکاسو د انځورګرۍ موضوع وه.
په دې اثر کې والټر په یوه څوکۍ ناسته ده چې بګروانډ یې ابي انځور شوی دی.
پیکاسو ۴۵ کلن و چې په پاریس کې یې له ۱۷ کلنې والټر سره ولیدل.
دې جوړې بیا په پټه اړیکه پیل کړه، هغه مهال پیکاسو اوکرایینۍ بالرینا اولګا خوخلووا سره واده کړی و.
د پیکاسو یو بل اثر هم چې والټر پکې انځور شوې وه په ۲۰۲۲ کال کې په ۶۷،۵ میلیونه ډالرو پلورل شوی و.
له دې وړاندې د پیکاسو اثر تر ټولو لوړه بیه د "الجزیرې ښځې" اثر و چې په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۷۹،۳ میلیونه ډالرو پلورل شوی و.
پیکاسو په ۱۸۸۱ کال کې په هسپانیا کې وزېږېد او هملته په بارسلونا کې لوی شو.
په ۱۹۰۴ کې پاریس ته لاړ او د شلمې پېړۍ یو له لویو هنرمندانو شو.
د اتو لسیزو په اوږدو کې پیکاسو شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ اثره انځور کړي.
هغه څلور ماشومان لرل او په ۱۹۷۳ کال کې په فرانسه کې د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.
که څه هم د هغه په ژوندینې یې د هېڅ یو هنري اثر په اړه څه شک نه و، خو وروستیو کلونو کې د نوموړي د هنري کار په اړه پوښتنې را ولاړې شوې او پر ظلم، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او په غوسه ناک چلن تورن شوی دی.











