"شیتل او زرک": بلوچستان کې د وژل شوې ښځې مور هم نیول شوې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په بلوچستان کې د غیرت په نامه د وژل شوې ښځې "شیتل" په قضیه کې د هغې مور هم نیول شوې ده.
په کوټه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې دوه ورځې په توقیف کې د هغې د ساتلو سپارښتنه کړې او د جنايي جرمونو د څېړنې څانګې ته یې سپارلې ده.
د یادولو ده چې د بانو او احسان الله په نوم یوه ښځه او سړی چې په لومړیو کې د (شیتل او زرک) په مستعارو نومونو یاد شوي وو، د وژل کېدو ویډيو پر خواله رسنیو ډېره لاسپهلاس شوه او پراخ غبرګونونه یې وپارول.
د بانو مور تر نیول کېدو مخکې په یوه ویډيو کې ویلي چې هغه د خپلې کورنۍ په خوښه وژل شوې او ګواکې د دوی د سیمې قومي مشر سردار شیرباز خان ساتکزی کوم لاس نه پکې لري. بيبيسي تر اوسه نه ده توانېدلې چې د دې ویډيو څرنګوالی تایید کړي.
سردار شیرباز ساتکزي باندې تور دی چې هغه جرګه رابللې وه او د بانو او احسان الله د وژلو پرېکړه یې کړې وه. خو ښاغلي ساتکزي دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې جرګه نه وه شوې بلکې خلکو پخپله د هغوی د وژلو فیصله کړې وه.
پولیسو د هغوی د وژنې ویډيو تر لاسپهلاس کېدو وروسته د دغه قومي مشر په ګډون څو نور کسان هم ونیول او له ترهګرۍ سره د مبارزې له محکمې یې دوه ورځې په توقیف کې د هغوی د ساتلو امر ترلاسه کړی و.
د تېرې چهارشنبې (جولای ۲۴) په ورځ د دې مودې له پایته رسېدو سره محکمې په توقیف کې د ښاغلي ساتکزي د ساتلو موده لس ورځې نوره هم وغځوله او پولیسو ته وسپارل شو.
بانو او احسان الله د بلوچستان د ډګاري سیمې اوسېدونکي وو چې د تېرې جون میاشتې پر څلورمه نېټه په یوه دښته کې په ډزو ووژل شول. په تړاو یې پولیسو د ۱۵ کسانو پر ضد قضیه ثبت کړې وه.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند مخکې په يوه بيان کې ويلي وو چې "دا ډول ظالمانه کړنې د زغملو وړ نه دي او مجرمین به عدالت ته راکاږل شي."
د کوټې مرستيال کمېشنر مېجر مهرالله باديني له بي بي سي اردو سره په خبرو کې ويلي چې د ويډيو په اړه پلټنې روانې دي.
ښاغلي مهرالله ويلي، د کوټې د پوليسو چارواکي او په مستونګ کې د لېويز ځواک د دې موضوع په اړه پلټنې کوي.
په ويډيو کې څه دي؟
په ظاهرا په ويډيو کې ټول خلک به براهوي ژبه خبرې کوي او د دوی تلفظ د کوټې او مستونګ د مختلفو سيمو له لهجې سره ورته دی.
دا ويډيو د اېکس په ګډون پر ټولنیزو رسنيو د زرګونو کسانو له خوا شریکه شوې او په ميليونونو ځله کتل شوې ده.
ښکاري چې ويډيو د ورځې له خوا په يوه غرنۍ سيمه کې ثبت شوی چې هلته خام سړک او شاوخوا دښته ترسترګو کېږی.
په ظاهرا دا خلک يوې ښځې ته چې سرې جامې او غنم رنګه څادر يې په سر دی له موټر لرې د ددرېدو وايي، په دې وخت کې دا مېرمن په براهوي ژبه وايي چې، "يوازې د ډزو کولو اجازه لری، بل څه نه".
وروسته هلته موجود کس وایی، "هو يوازې د ډزو اجازه ده."
له دې وروسته هلته شته خلک وايي، "قران مجيد يې له لاسو واخلئ." . ځينې خلک اورېدل کېږي چې وايي، "غلي شئ غلي شئ." د يوه کس غږ اورېدل کېږي چې کنځلې کوي.
له دې وروسته دا مېرمن څه نه وايي او په چوپتيا له موټرو لرې ودرېږي. له څو شېبو وروسته يو په بل پسې ډزې کېږي.
په ويډيو کې دا نه ده معلومه چې سړی او که ښځه لومړی ويشتل شوي خو د ډزو له لومړي پړاو وروسته يو غږ اورېدل کېږي چې وايي، "هغه ووژنه"، وروسته د څو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د بلوچستان حکومت وياند وايي، "په ويډيو کې ښودل شوی وحشت غير انساني دی، هېچا ته اجازه نشته چې قانون په خپل لاس کې واخلي."
په ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو وېره څرګنده کړې چې دا ښايي ناموسي وژنه وي، په هرصورت، پولیسو تر اوسه د قربانیانو او تورنو کسانو پېژندګلوي، د پېښې علت او ځای نه دی تائيد کړی.
پولیس څه وايي
د پولیسو د معلوماتو له مخې، کله چې د پېښې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو د ځايي پولیسو یوه ډله د پلټنې لپاره سیمې ته ولېږل شوه.
پولیسو ته یوه باوري کس ویلي چې دا پېښه له تېر لوی اختر درې ورځې وړاندې د سنجیدي ډېګاري په سیمه کې شوې وه.
د دوی د معلوماتو له مخې د هلک او نجلۍ کیسه د سیمې یو مشر ته اورول شوې ده او هغه یې د وژلو امر کړی دی.
د ثبت شوې قضیې له مخې، ۱۵ کسانو په دریو موټرو کې هلک او نجلۍ د وژلو ځای ته وړي دي. کلیوال مشر پریکړه وکړه چې بانو بي بي او احسان الله نا مشروع اړیکې درلودې.
سردار امر وکړ چې دا دواړه دې ووژل شي نو ۱۵ کسانو دغه هلک او نجلۍ ووژل.
د پولیسو له راپور سره سم، دغو کسانو د وژنې د دغو شېبو ویډیو هم جوړه کړې او دا یې ۳۵ ورځې وروسته پر خواله رسنیو خپره کړې ده.
پولیسو د دغو ۱۵ کسانو پر ضد د وژنې او د ویرې خپرلو په جرم دوسیه جوړه کړې ده.
د حکومت دریځ
د بلوچستان د اعلی وزیر په خبره کله چې ویډیو عامه شوه نو ځايي حکومت د پېښې په اړه د کسانو نیول پیل کړل.
نوموړي پر خپل ایکس پاڼه ولیکل:
"تر اوسه ۱۱ تورن کسان نیول شوي، عملیات روان دي. ټول مجرمان به عدالت ته وسپارل شي. دولت د مظلوم ترڅنګ ولاړ دی"
د بلوچستان د حکومت ویاند، شاهد رند، ویلي دي "دا ډول وحشیانه کړنې د زغملو نه دي، مجرمین به د قانون منګولو ته وسپارل شي."
د کوټې مرستیال کمیشنر مهرالله بادیني، بي بي سي اردو ته ویلي، د حقیقت موندلو لپاره یې هڅې روانې دي. نوموړي وویل: "دا ویډیو پرون خپره شوې وه. اعلی وزیر یې سم لاسي یادښت واخیست او د پلټنو امر یې وکړ."
هغه ویلي "تر اوسه دا معلومه شوې چې ویډیو پخوانۍ ده. اوس پلټنه کېږي چې دا پېښه د کویټې مارواړ سیمه کې شوې که د مستونګ ولسوالۍ د دشت په سیمه کې."
د نوموړي په وینا، حکومت دا پېښه جدي ګڼي او له بېلابېلو اړخونو یې څېړنه روانه ده.











