سمندري توپان "هیلري" د کالیفورنیا په لور روان شوی

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
له ارام سمندره پورته شوی توپان د ۲۱۵ کیلومترو په سرعت سره د مکسیکو او د امریکا سویل لویدیځ په لور روان دی.
دا توپان د خپل ډول په ډلبندي کې څلورم توپان دی، چې "هیلري" نوم ورکړلی شوی دی.
د توپانونو ډلبندي له یوه تر پنځو وي او د دوی د ځواک له مخې ډلبندي کېږي یعنی له کمزوري تر ځواکمن طوفانه.
هیلري به د شنبې په سهار د مکسیکو ایالت باجا کلیفورنیا ته ورسېږي.
د هوا پېژندونکي وايي، چې له دې وروسته به د بادونو سرعت کم شي او په کمزوري توپان به بدل شي.
د یاد توپان د حرکت لوری شمال لویدیځ دی.
هیلري به له کالیفورنیا، د اریزونا له څنډې او همدارنګه د نوادا او یوتا څخه تېرشي.
دا په تېرو ۸۰ کلونو کې لومړنی سمندري توپان دی، چې کلیفورنیا ته رسېږي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل، چې د دې هېواد د بېړنیو حالاتو د تنظیم کولو ادارې وار له مخې خپل چمتوالی نیولی دی.
"وار له مخې یې کارکوونکي او مرستې په سیمه کې ځای پرځای کړې دي. د اړتیا په صورت کې مرستې کولو ته چمتو دي. "
نوموړي وویل: "زه له ټولو هغو کسانو چې د توپان په لاره پراته دي هیله کوم، وار له مخې چمتو ووسي او سیمه ییزو مسولینو او لارښوونکو ته غوږ ونیسي. "

د یاد هېواد د هوا پېژندنې اداره وايي، سخت وروښتونه به هم وشي په ځینو سیمو کې له ۷ تر ۱۵ سانتي مترو پورې او په ځینو سیمو کې ان تر ۲۵ سانتي پورې د باران د وریدو وړاندوینه شوې ده.
دا ورښتونه کولی شي د کلیفورنیا او نوادا سویلي برخې اغیز منې کړي.
یاده اداره وايي، له دې سره د سیلابونو د راوتو امکان هم شته.
د دوی په خبره، د امریکا په سویل لویدیځ کې شاوخوا ۲۶ میلیونه وګړي د سیلابونو تر ګواښ لاندې سیمو کې ژوند کوي.
د متحده ایالاتو په سویل لویدیځو برخو کې به تر راتلونکې چهارشنبې پورې درانه بارانونه وشي او ویجاړونکي سیلابونه به هم ورسره مله وي.
کارپوهان وايي، چې د امریکا په متحده ایالاتو او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې سختې طبیعي پېښې د انسان له خوا د اقلیم د بدلون تر اغیزې لاندې رامنځ ته کېږي.











